• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ټرمپ: له ایران سره د هوکړې متن نږدې بشپړ شوی او هُرمز تنګی به بېرته پرانېستل شي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۲۲:۵۸ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د ایران له اسلامي جمهوریت او د سولې له یوې هوکړې سره د تړلو موضوعاتو په اړه یې د سیمې له یو شمېر مشرانو سره «ډېرې ښې خبرې» کړې دي. ټرمپ ویلي، اوس د هوکړې متن وروستی کېدونکی دی او د هُرمز تنګی به هم بېرته پرانېستل شي.

ټرمپ د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲مه) په خپلې ټروث سوشل کې لیکلي: «څو شېبې مخکې مې د سعودي عربستان له محمد بن سلمان، د متحده عربي امارات له محمد بن زاید ال نهیان، د قطر له امیر تمیم بن حمد ال ثاني، د قطر له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني، د پاکستان له عاصم منیر، د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان، د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د اردن له پاچا عبدالله دوم او د بحرین له پاچا حمد بن عیسی ال خلیفه سره د ایران اسلامي جمهوریت او د سولې اړوند ټولو موضوعاتو په اړه ډېرې ښې خبرې وکړې».

د امریکا ولسمشر ویلي، چې دغه خبرې د ایران اسلامي جمهوریت او د سولې د یوې تفاهم‌نامې اړوند ټولو موضوعاتو په اړه ترسره شوې دي. هغه زیاته کړه: «دغه هوکړه تر ډېره د امریکا متحده ایالاتو، د ایران اسلامي جمهوریت او هغو هېوادونو ترمنځ چې نومونه یې یاد شول، تر بحث او خبرو لاندې راغلې او اوس یوازې وروستۍ بشپړونه پاتې ده».

ټرمپ همداراز د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره جلا ټیلیفوني خبرې هم «ډېرې ښې» بللې دي.

هغه زیاتوي: «د هوکړې وروستي اړخونه او جزییات اوس تر ارزونې لاندې دي او ډېر ژر به اعلان شي». ټرمپ ټینګار کړی: «د دې هوکړې د ګڼو نورو مادو ترڅنګ، د هُرمز تنګی به هم بېرته پرانېستل کېږي».

ټرمپ تر دې وړاندې هم څو ځله ویلي، یوازې هغه هوکړه به مني چې د ایران د یورانیمو د غني کولو او د غني شویو یورانیمو د زېرمو برخلیک هم په‌کې شامل وي.

تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم ویلي وو، چې تهران او واشنګټن د جګړو د پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه وروستي پړاو نږدې شوې ده.

د اسماعیل بقایي په وینا، په دې هوکړه لیک کې د هُرمز تنګي تدریجي پرانېستل، د امریکا له لوري د بندیزونو نرمول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول هم شامل دي.

بقایي زیاته کړې، چې د دغه هوکړه لیک له احتمالي لاسلیک وروسته به د یوې پراخې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره له ۳۰ تر ۶۰ ورځو پورې نورې خبرې هم پیل شي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي د افغانانو جبري اېستل دې ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

اکسیوس: ځینې سیمه ییز مشران د هوکړې غوښتونکي دي خو ټرمپ پرېکړه نه ده کړې

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۷ GMT+۱

اکسیوس د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ د سعودي عربستان، متحده عرب امارات، قطر، مصر، ترکیې او پاکستان له مشرانو سره ټلیفوني اړیکې نیولي دي ترڅو د ايران سره د احتمالي هوکړې په اړه خبرې وکړي.

اکسيوس ته دغه باخبره سرچینې ویلي، چې دغو مشرانو له ټرمپ څخه وغوښتل چې دا هوکړه ومني.

په راپور کې ويل شوي، د ټرمپ اداره او د ايران اسلامي جمهوریت د جګړې د پای ته رسولو لپاره هوکړې ته نږدې شوي دي او د یو امریکايي چارواکي په وینا، پاتې اختلافونه د څو مواردو پر «څرګندولو» متمرکز دي.

دغه چارواکي ټینګار کړی چې ټرمپ د دې هوکړې په اړه تر اوسه کومه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

د اکسیوس په راپور کې ويل شوي چې ټرمپ او د هغه سلاکارانو د دغه جګړې په پخوانیو پړاوونو کې څو ځله فکر کاوه چې توافق ته نږدې شوي دي، خو له هغو خبرو اترو څخه هیڅ یوه پایله ترلاسه نشوه.

ترکیې په سوریې کې د داعش ډلې د ۱۰ شکمنو غړو له نیولو خبر ورکړی

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۲۱:۱۷ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ترکیې استخباراتي ادارې د سوریې له استخباراتي بنسټونو سره په ګډه په سوریې کې د داعش ډلې لس شکمن غړي نیولي او وروسته یې ترکیې ته لېږدولي دي. د چارواکو په وینا، ټول نیول شوي کسان د ترکیې وګړي دي.

د ترکیې امنیتي چارواکو ویلي، چې دغه کسان د دوی د امنیتي ځواکونو او د سوریې د استخباراتي ادارې ترمنځ د ګډو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

د دوی په خبره، نیول شوي کسان په ترکیې کې له پخوانیو بریدونو سره هم تړاو لري.

راپور کې راغلي، چې یو له دغو شکمنو کسانو څخه د ۲۰۱۵ کال د انقرې د اورګاډي تمځای کې له خونړي برید سره له تړاو لرونکو کسانو سره اړیکې لرلې. په دغه برید کې تر سلو ډېر کسان وژل شوي وو.

امنیتي سرچینو همداراز ویلي، چې یو بل نیول شوی کس په ترکیې کې د داعش ډلې د استخباراتي څانګې مسوول وو.

د بېځایه شویو نړیوال سازمان: له ګاونډیو او اروپایي هېوادونو د افغانانو ایستل ګواښونکي دي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۹ GMT+۱

د بې‌ ځایه شویو نړیوال سازمان مشر اشرف حیدري وایي، د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د اروپا له ځینو برخو د افغانانو د ایستلو بهیر مخ په زیاتېدو دی. نوموړي په دې تړاو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي هغه دریځ ستایلی چې په جبري‌ توګه یې د افغانانو له ستنولو سره مخالفت کړی.

هغه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان د میلیونو کسانو لپاره خوندي نه دی او جبري ستنونه د جدي خطرونو لامل ګرځي.

حیدري ویلي چې ښځې، نجونې، د بشري حقونو مدافعان، خبریالان، پخواني دولتي کارکوونکي او نور زیانمن قشرونه په ځانګړي ډول له ګواښ سره مخ دي. ده زیاته کړې چې د جبري ستنونو په صورت کې ستنېدونکي د څار، خپل‌سري بند، شکنجې، لوږې او بیا بې‌ځایه کېدو له ګوااښ سره مخ کېږي، چې د نه‌ستنېدو له اصل او پراخو نړیوالو بشري حقونو تعهداتو سره ښکاره تړاو لري.

هغه ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ژورېدونکي بشري حقونو سرغړونو او اقتصادي کړکېچ په مهال باید حکومتونه د انسانانو د ژغورنې، د مسوولیت وېش او تلپاتې حللارو ته لومړیتوب ورکړي، نه دا چې د خلکو ژوند او کرامت له خطر سره مخ کړي. د حیدري په وینا، اوسنی وضعیت د نړیوالو مکلفیتونو جدي تطبیق او عملي ګامونو ته اړتیا لري.

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونک، مخکې ویلي وو چې له ګاونډیو او اروپایي هېوادونو له لوري‌ د افغان کډوالو جبري ایستنه اندېښمنوونکی بهیر دی.
هغه زیاته کړې چې افغانستان خوندي هېواد نه دی او ستنېدونکي د تعقیب، بند، شکنجې، لوږې او تر دې هم بدو پایلو له خطر سره مخ دي، او نړیوال بشري حقونو ژمنې باید جدي ونیول شي.

د طالبانو د دوېیمې واکمنۍ له پیل راهیسې یوازې ایران او پاکستان نږدې ۶میلیونه افغانان له خپلو هېوادونو څخه په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي. د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، دغه کډوال په افغانستان کې له سختې لوږې، د سرپناوو له نشتوالي او بې روزګارۍ سره مخ شوي دي. همدا راز له دغو هېوادونو څخه ستانه شوي پخواني افغان پوځیان له مرموزو وژنو، زندانونونو او سختو شکنجو سره مخ شوي دي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت: برېټانیا افغانستان سره د یو نیم میلیون یورو بشري مرستو ډاډ ورکړی

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د اقتصاد وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر دین محمد حنیف د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي سره لیدلي دي. د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې برېټانوي پلاوي د افغانستان له خلکو سره د یو نیم میلیون یورو بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي او بشري همکاریو د ښه والي، د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او د خصوصي سکتور د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي. د طالبانو د اقتصاد وزارت زیاته کړې، چې د برېټانیا ځانګړي استازي له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

د طالبانو د اقتصاد وزیر د برېټانیا له بشري مرستو د مننې تر څنګ پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د پراختیایي پروژو او کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې لا زیاته همکاري وکړي. طالب وزیر د بندیزونو په لیرې کولو او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په ازادولو هم ټینګار کړی دی.

نوموړي همدارنګه ویلي چې د کاري فرصتونو په برابرولو، د خصوصي سکتور په ملاتړ او د پراختیایي پروژو په پیاوړتیا سره به د اقتصادي ځان بسیاینې زمینه برابره شي. هغه زیاته کړې چې دا ګامونه به پر بهرنیو مرستو د خلکو تکیه کمه کړي.

طالبان که څه هم په هېواد کې د اقتصادي ثبات دعوېدار دي، خو بیا یې هم د مرستو لپاره نړیوالې ټولنې ته لاسونه اوږده کړي دي. د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ افغانان له سخت بشري ناورین سره مخ دي او تر نیمایي ډېر وګړي یې د خوړو امنیت نه لري او سخت فقر کې ژوند کوي.

په بنګله‌دېش کې د شري ناروغۍ له امله د مړه شویو ماشومانو شمېر له ۵۰۰ څخه واوښت

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۶:۳۵ GMT+۱

د بنګله‌دېش روغتیايي چارواکو خبر ورکړی، چې د روان کال د مارچ میاشتې راهیسې په دغه هېواد کې د شري ناروغۍ له امله له ۵۰۰ څخه ډېر ماشومان مړه شوي دي.

د بنګله‌دېش د روغتیايي خدماتو د عمومي ریاست د شنبې په ورځ راپور ورکړی، د روان کال د مارچ له ۱۵مې د مې تر ۲۳مې نېټې پورې په دغه هېواد کې ۶۲۵۰۷ د شري شکمنې پېښې او ۸۴۹۴ په لابراتواري توګه تایید شوې انتاني پېښې ثبت شوې دي.

د راپورونو له‌مخې، په وروستیو میاشتو کې د دغې ناروغۍ پېښې په بنګله‌دېش کې په خورا چټکۍ سره خپرې شوې، چې له امله یې روغتونونه له ناروغانو ډک شوي او د بنګله‌دېش پر کمزوري روغتیایي سیستم یې په ځانګړي ډول په کلیوالو ولسوالیو او د ښارونو په ګڼه ګوڼه لرونکو او بې‌وزلو سیمو کې سخت فشار راوړی دی.

روغتیایي چارواکي وایي، تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د دغه سخت انتان او مړینې پر وړاندې تر ټولو ډېر زیانمن دي؛ په ځانګړې توګه هغه ماشومان چې یا بیخي نه دي واکسین شوي او یا یې یوازې په نیمګړې توګه د واکسین ډوزونه ترلاسه کړي دي.

بل‌خوا د روغتیا نړیوال سازمان تېره میاشت ویلي وو چې د واکسیناسیون د منظم پوښښ کمښت او کمزورۍ، د دغې لویې کچې د ساري ناروغۍ د خپرېدو خطر زیات کړی دی.