د دغه وزارت په خبره، مسافر دې د الوتنو د بدلون یا لغوه کېدو لپاره هم چمتو وي او له سفر مخکې دې له خپل هوايي شرکت سره اړیکه ونیسي.
تر دې وړاندېد ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی وه چې کانګو او یوګانډا کې د «بونډيبوجیو» ویروس له امله د ایبولا ناروغۍ خپرېدل د نړیوالې اندېښنې وړ عامه روغتیايي بېړنی حالت رامنځته کړی.
دغه سازمان همداراز سپارښتنه کړې وه چې هېوادونه دې خپلې پولې نه تړي او پر سفرونو او سوداګرۍ دې محدودیتونه نه لګوي، ځکه د دوی په وینا دا ډول اقدامات علمي بنسټ نه لري او ښايي د ناروغۍ د کنټرول هڅې لا ستونزمنې کړي.