• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: زابل کې مو درې نیم ټنه نشه‌يي توکو سوځولي دي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۳:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۷:۲۴ GMT+۱

په زابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي چې په یاد ولایت کې یې د تېرو درېیو میاشتو په لړ کې نیول شوي، درې نیم ټنه نشه‌يي توکي سوځلي دي.

په زابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیح‌الله جوهر ویلي، چې په یاد ولایت کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدریت له لوري په تېرو درېیو میاشتو کې نیول شوي، درې نیم ټنه نشه‌يي توکي سوځولي دي.

نوموړي ویلي، چې په یادو نشه‌يي توکو ۲۹۵۴ کیلوګرامه ومان، ۵۵ کیلوګرامه چرس، ۸ کیلوګرامه تاریاک، ۴ کیلوګرامه شیشه او ۵۱۳ دانې د کا ګولۍ شاملې وي.

د زابل سیمه‌ییزو طالبانو ویلي، چې یاد نشه‌يي توکي یې د زابل په مرکز قلات او بېلابېلو ولسوالیو کې نیولي وو، خو د نشه‌يي توکو په تړاو د نیول شویو کسانو په اړه یې معلومات نه دې ورکړي.

ترویج لرونکی

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو
۱

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۲

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۳

د ټي‌ټي‌پي شورا غړی: پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي

۴

سمیع سادات: د طالبانو ماتول او د افغانستان د ازادۍ یوازینۍ لاره «جګړه» ده

۵

ظاهر قدیر د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو تدارکاتو کمېسیون د ۴،۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۳:۴۷ GMT+۱
د طالبانو تدارکاتو کمېسیون د ۴،۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۵ پروژې منظورې کړې
100%

د طالبانو ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د ۴،۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۵ پروژې منظور شوې دي. طالبان وايي، چې منظور شوې پروژې له داخلي بودېجې تمویلېږي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، دا غونډه د شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۲مه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.

د دغې ادارې د معلوماتو له‌مخې، غونډې ته ۳۱ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې، له بحث وروسته ۱۵ پروژې منظورې شوې او په ۷ نورو پروژ کې یو شمېر تعادیلات راوستل شول.
طالبانو ویلي چې د منظور شویو پروژو لګښت به د دوی له کورنۍ بودېجې څخه ورکول کېږي.
په منظور شویو پروژو کې د غزني ولایت د زردالو بند د جیوتخنیکي مطالعاتو بشپړول، په بلخ کې د حیرتان بندر د ۱۴ کیلومتره سړک جوړول او د کابل – لوګر د سړک یوه برخه شامل دي.

همدارنګه په فاریاب، غزني، دایکنډي، بادغیس، بامیان او خوست ولایتونو کې د عمومي روغتونونو جوړول او په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا رسونې د پاتې چارو بشپړول د دې پروژو برخه ده.
په دې غونډه کې د څلورو پروژو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه چې د بیو په تړاو له ګټونکو شرکتونو سره خبرې وکړي.

طالبان: تېره اوونۍ پر څه باندې ۳۲ زره راستنو شویو کډوالو د استوګنې نمرې وېشل شوې دي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۲:۱۱ GMT+۱
طالبان: تېره اوونۍ پر څه باندې ۳۲ زره راستنو شویو کډوالو د استوګنې نمرې وېشل شوې دي
100%

د طالبانو تر چتر لاندې د دایمي مېشتېدنې او ځمکو د وېش کمېټې ویلي، چې د تېرې اوونۍ په څلورو ورځو کې یې په ۹ ولایتونو کې ۳۲۱۳۰ راستنو شویو کسانو ته د استوګنې نمرې وېشلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي د دایمې مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې ویلي، چې د تیرې یکشنې څخه تر چارشنبې پوري یې په ۹ ولایتونو کې پر راستنو شویو کډوالو باندې ۳۲۱۳۰ ا استوګنیزې نمرې وېشلي دي.

د طالبانو د یادې کمیټې ویلي، چې له دې ډلې یې ۱۲۰۷ نمرې په ننګرهار کې، ۱۰۲۳ نمرې په هلمند، ۱۱۲۱ نمرې په فراه، ۷۱۴ نمرې په کندوز، ۲۰۰ نمرې په سمنګان، ۲۳۲ نمرې په زابل، ۱۲۹ نمرې په غزني، ۱۷۰ نمرې په کندهار او ۵۵ نمرې یې په ارزګان ولایت کې پر راستنو شویو کډوالو وېشلي دي.

طالبانو ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې د استوګنیزو نمرو وېش لړۍ په چټکۍ سره دوام لري.

په تېرو دوو میاشتو کې له ایران څخه د نیمروز له لارې څه باندې ۸۳ زره کډوال راستانه شوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۰:۴۵ GMT+۱
په تېرو دوو میاشتو کې له ایران څخه د نیمروز له لارې څه باندې ۸۳ زره کډوال راستانه شوي
100%

په نمیروز کې د طالبانو د کډوالو ریاست ویلي، چې د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې د نیمروز د ورېښمو پله له لارې څه باندې ۸۳ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

په نیمروز ولایت کې د طالبانو د کډوالو رییس عبدالله ریاض د یادې ډلې تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو د نیمروز کې د ورېښمو پله له لارې له ایران څخه ۸۳۳۷۳ تنه افغان کډوال راستانه شوي دي.

نوموړي ویلي، چې یاد کډوالو کې کورنۍ او مجرد کسان هم شامل وو.

طالبانو ویلي، چې د راستانه شویو کډوالو له ډلې څخه یې له څه باندې ۳۰ زره بې‌وزله کډوالو سره د کډوالو د نړۍوالو ادارو په همکارۍ د نغدي پیسو او خوراکي توکو مرستې هم کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ورستیو دوو میاشتو کې له پاکستان او ایران څخه یو ځل بیا د افغان کډوالو د جبري راستنېدو بهیر چټک شوی او له یادو هېوادونو څخه نږدې هره ورځ تر ۵۰۰۰ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستنول کېږي.

طالبان وایي لغمان کې د پاچا جوی کانال رغنیزې چارې نږدې بشپړې شوې دي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۸ GMT+۱
طالبان وایي لغمان کې د پاچا جوی کانال رغنیزې چارې نږدې بشپړې شوې دي
100%

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې د لغمان ولایت د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د دغه وزارت په وینا، د مهترلام اړوند د یاد کانال د رغنیزو چارو بهیر د اړوندو ادارو د ګډ تخنیکي پلاوي له لوري ارزول شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه پروژه د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ او د لغمان د فرعي سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې د یوه کورني شرکت له خوا پلې کېږي.

د یادې پروژې لګښت نږدې سل زره امریکایي ډالر ښودل شوي دي.

د یاد وزرت په خبره، د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د ۲هکتاره(۹۵۰۰جریب)کرنیزه ځمکه خړوبه شي او د اوبو رسولو اسانتیاوې به ورته برابرې شي.

طالبان وایي خوست کې یې پر وژنو تورنه یوه ډله نیولې ده

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۴ GMT+۱
طالبان وایي خوست کې یې پر وژنو تورنه یوه ډله نیولې ده
100%

خوست کې طالب چارواکو ویلي چې د صبریو ـ یعقوبیو ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ امنیتي ځواکونو د علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ له امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ پر وژنو تورنه یوه ډله نیولې ده.

ددغه ولایت د والي ویاند، مستغفر ګربز په وینا، دغې ډلې څو ورځې وړاندې د صبریو ـ یعقوبیو ولسوالۍ د نوري کلي په سیمه کې یو کس په ډزو ټپي کړی و او له سیمې تښتېدلې وه، خو وروسته امنیتي ځواکونو د طوطي کلي په سیمه کې ونیوله.

ګربز وایي، نیول شویو کسانو په خپلو لومړنیو څرګندونو کې پر جرم اعتراف کړی او منلې یې ده چې د ۲۰ لکه پاکستانۍ کلدارو په بدل کې یې د یاد کس د وژلو هڅه کړې وه.

د هغه په وینا، له نیول شویو کسانو څخه دوه میله کلاشینکوفونه، شاجورې، مرمۍ او یو عراده موټر هم نیول شوی دی.

ګربز زیاته کړې چې نیول شوې ډله د نورو قانوني اجرااتو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شوې ده.