• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۵:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۷:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د هوا پوهنې ادارې خبر ورکړی، چې سبا یکشنه، د غبرګولي ۳مه په ۱۳ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې او برېښنا او سېلابونو راوتو اټکل شوی. وړاندې طالبانو خبر ورکړی و، چې په تېرو دوو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۲۴ کسان مړه شوي دي.

دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه اټکل د یکشنبې ورځې لپاره د غبرګولي ۳مه د پروان، پنجشیر، بامیان، بلخ، سمنګان، سرپل، کندوز، بغلان، تخار، بدخشان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو لپاره دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د باران کچه له ۱۰ تر ۳۵ میلي‌متره پورې اټکل شوې ده.
طالبانو د یادو ولایتونو له اوسېدونکو څخه غوښتنه کړي، چې د سیندونو له غاړو او هغو سیمو څخه چې د سېلاب خطر پکې شتون لري، له نږدې کېدو څخه ډډه وکړي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي د افغانانو جبري اېستل دې ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: زابل کې مو درې نیم ټنه نشه‌يي توکو سوځولي دي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۳:۵۹ GMT+۱

په زابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي چې په یاد ولایت کې یې د تېرو درېیو میاشتو په لړ کې نیول شوي، درې نیم ټنه نشه‌يي توکي سوځلي دي.

په زابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیح‌الله جوهر ویلي، چې په یاد ولایت کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدریت له لوري په تېرو درېیو میاشتو کې نیول شوي، درې نیم ټنه نشه‌يي توکي سوځولي دي.

نوموړي ویلي، چې په یادو نشه‌يي توکو ۲۹۵۴ کیلوګرامه ومان، ۵۵ کیلوګرامه چرس، ۸ کیلوګرامه تاریاک، ۴ کیلوګرامه شیشه او ۵۱۳ دانې د کا ګولۍ شاملې وي.

د زابل سیمه‌ییزو طالبانو ویلي، چې یاد نشه‌يي توکي یې د زابل په مرکز قلات او بېلابېلو ولسوالیو کې نیولي وو، خو د نشه‌يي توکو په تړاو د نیول شویو کسانو په اړه یې معلومات نه دې ورکړي.

د طالبانو تدارکاتو کمېسیون د ۴،۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۳:۴۷ GMT+۱

د طالبانو ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د ۴،۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۵ پروژې منظور شوې دي. طالبان وايي، چې منظور شوې پروژې له داخلي بودېجې تمویلېږي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، دا غونډه د شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۲مه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.

د دغې ادارې د معلوماتو له‌مخې، غونډې ته ۳۱ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې، له بحث وروسته ۱۵ پروژې منظورې شوې او په ۷ نورو پروژ کې یو شمېر تعادیلات راوستل شول.
طالبانو ویلي چې د منظور شویو پروژو لګښت به د دوی له کورنۍ بودېجې څخه ورکول کېږي.
په منظور شویو پروژو کې د غزني ولایت د زردالو بند د جیوتخنیکي مطالعاتو بشپړول، په بلخ کې د حیرتان بندر د ۱۴ کیلومتره سړک جوړول او د کابل – لوګر د سړک یوه برخه شامل دي.

همدارنګه په فاریاب، غزني، دایکنډي، بادغیس، بامیان او خوست ولایتونو کې د عمومي روغتونونو جوړول او په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا رسونې د پاتې چارو بشپړول د دې پروژو برخه ده.
په دې غونډه کې د څلورو پروژو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه چې د بیو په تړاو له ګټونکو شرکتونو سره خبرې وکړي.

طالبان: تېره اوونۍ پر څه باندې ۳۲ زره راستنو شویو کډوالو د استوګنې نمرې وېشل شوې دي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۲:۱۱ GMT+۱

د طالبانو تر چتر لاندې د دایمي مېشتېدنې او ځمکو د وېش کمېټې ویلي، چې د تېرې اوونۍ په څلورو ورځو کې یې په ۹ ولایتونو کې ۳۲۱۳۰ راستنو شویو کسانو ته د استوګنې نمرې وېشلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي د دایمې مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې ویلي، چې د تیرې یکشنې څخه تر چارشنبې پوري یې په ۹ ولایتونو کې پر راستنو شویو کډوالو باندې ۳۲۱۳۰ ا استوګنیزې نمرې وېشلي دي.

د طالبانو د یادې کمیټې ویلي، چې له دې ډلې یې ۱۲۰۷ نمرې په ننګرهار کې، ۱۰۲۳ نمرې په هلمند، ۱۱۲۱ نمرې په فراه، ۷۱۴ نمرې په کندوز، ۲۰۰ نمرې په سمنګان، ۲۳۲ نمرې په زابل، ۱۲۹ نمرې په غزني، ۱۷۰ نمرې په کندهار او ۵۵ نمرې یې په ارزګان ولایت کې پر راستنو شویو کډوالو وېشلي دي.

طالبانو ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې د استوګنیزو نمرو وېش لړۍ په چټکۍ سره دوام لري.

په تېرو دوو میاشتو کې له ایران څخه د نیمروز له لارې څه باندې ۸۳ زره کډوال راستانه شوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۰:۴۵ GMT+۱

په نمیروز کې د طالبانو د کډوالو ریاست ویلي، چې د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې د نیمروز د ورېښمو پله له لارې څه باندې ۸۳ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

په نیمروز ولایت کې د طالبانو د کډوالو رییس عبدالله ریاض د یادې ډلې تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو د نیمروز کې د ورېښمو پله له لارې له ایران څخه ۸۳۳۷۳ تنه افغان کډوال راستانه شوي دي.

نوموړي ویلي، چې یاد کډوالو کې کورنۍ او مجرد کسان هم شامل وو.

طالبانو ویلي، چې د راستانه شویو کډوالو له ډلې څخه یې له څه باندې ۳۰ زره بې‌وزله کډوالو سره د کډوالو د نړۍوالو ادارو په همکارۍ د نغدي پیسو او خوراکي توکو مرستې هم کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ورستیو دوو میاشتو کې له پاکستان او ایران څخه یو ځل بیا د افغان کډوالو د جبري راستنېدو بهیر چټک شوی او له یادو هېوادونو څخه نږدې هره ورځ تر ۵۰۰۰ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستنول کېږي.

طالبان وایي لغمان کې د پاچا جوی کانال رغنیزې چارې نږدې بشپړې شوې دي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۸ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې د لغمان ولایت د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د دغه وزارت په وینا، د مهترلام اړوند د یاد کانال د رغنیزو چارو بهیر د اړوندو ادارو د ګډ تخنیکي پلاوي له لوري ارزول شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه پروژه د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ او د لغمان د فرعي سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې د یوه کورني شرکت له خوا پلې کېږي.

د یادې پروژې لګښت نږدې سل زره امریکایي ډالر ښودل شوي دي.

د یاد وزرت په خبره، د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د ۲هکتاره(۹۵۰۰جریب)کرنیزه ځمکه خړوبه شي او د اوبو رسولو اسانتیاوې به ورته برابرې شي.