د شکاپور ولسوالۍ د پوليسو مشر محمد کلیم افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، دوی ته د ماشومې په اړه ويل شوي، چې هغه لادرکه ده او په ټولنيزو رسنيو او مطبوعاتو کې د ماشومې د لادرکۍ په اړه له خبرونو سره سم یې د کچې په علاقه کې عمليات پيل کړي دي.
هغه وويل، «موږ له پرون (پنجشنبې) څخه عمليات پيل کړي، يوه بله نجلۍ مو له ډاکوانو څخه راخوشې کړې ده، دغه نجلۍ له لاهوره راتښتول شوې او د خوشې کولو په عملياتو کې یې يو ډاکو هم وژل شوی دی».
نوموړي زیاته کړه: «د پېښور د ماشومې لپاره مو عمليات چټک کړي او تمه ده، چې په ۲۴ ساعتونو کې ورته ورسو او د دوشنبې پورې یې بيا عدالت ته وړاندې کړو».
د ماشومې مور سلمه افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، ماشومه لور یې (حرم سعيد) د مارچ په ۲۸مې له پېښور څخه تښتول شوې ده. هغې وويل، د خپلې لور د موندنې لپاره له خپل خاوند سره د سند سکهر سيمې ته ورغلې، خو ورته وويل شول، چې د تښتوونکو خواته «يوازې» ورشي.
هغې وويل، «زه یوازې ورغلم، له ما څخه يې ۱۵ لکه روپۍ واخیستې، هغو خلکو پر ما جنسی تيری او تشدد هم کړی، زما ماشومه یې پلورلې او بیا یې زه هم وپلورم، بيا یې زه د نورو روپیو راوړلو په بهانه پرېښودم».
د ماشومې د لادرکۍ راپور د کراچۍ په مومن اباد پوليس تاڼه کې د هغې د پلار سعيد خان لهخوا د مارچ په ۲۸مه ثبت شوی، چې پهکې ويل شوي، ماشومه لور یې، چې د ۱۱ يا ۱۲ کلو ده، حرم نومېږي، له کوره د یوه څه پسې وتلې وه، خو بېرته بيا نه ده راغلې. بیا ورته د سند له سکهر سيمې څخه له یوه موبايل نمبر څخه زنګ راغلی چې ماشومه له دوی سره ده».
د ماشومې مور سلمه وويل، د پېښور پوليسو یې د ماشومې د لادرکۍ راپور نه ثبتولو ځکه یې په کراچۍ کې ثبت کړی دی.
د تښتول شوې ماشومې د مور ځينې ويډیويي پیغامونه او مرکې په ټولنيزو رسنيو خپرې شوي، چې پهکې وايي، «د ماشومې واده په خپله خوښه یې شوی او زه هم پرې رضا يم».
خو هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، «له زما څخه يوازې يوه نه، بلکې درې ويډيويي بيانونه په زوره ثبت کړای شوي دي».
د شکارپور د پوليسو مشر محمد کليم هم وویل، دوی ته هم د ماشومې د واده او ډاکوانو ته د پیسو ورکولو راپور ورکړل شوی، خو دا هر څه به له هغې وروسته معلوم شي چې ماشومه ترلاسه او عدالت ته وړاندې کړل شي.
د تښتول شوې حرم سعيد لپاره د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي او د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان هم د عدالت غوښتنه کړې او همداراز د سند لپاره د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر شاهي سيد افغانستان انټرنشنل ته وويل، د سند د کورنيو چارو ايالتي وزیر او د پوليسو له ايالتي مشر سره یې په دې اړه خبرې شوي او ژمنه ورسره شوې، چې ماشومه به ډېر ژر له ډاکوانو څخه راخوشې کړي.
په ټولنيزو رسنيو کې خلکو يادې پېښې ته سخت غبرګون ښودلی او له سند حکومت څخه یې د ماشومې د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه کړې ده.