• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خيبرپښتونخوا والي له لومړي وزير شهباز شریف څخه د غنمو د ازاد لېږد غوښتنه کړې

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۲۳:۴۷ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا والي فيصل کريم کنډي د پاکستان له لومړي وزير شهباز شريف څخه غوښتنه کړې، چې «د مرکزي حکومت د پیاوړتیا لپاره دې د غنمو ازاد لېږد سمدستي یقیني کړي او خیبرپښتونخوا ته دې بیړنۍ مرستې ورسوي».

فيصل کريم کنډي د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، د پاکستان په اساسي قانون کې په ټول هېواد کې د ازادې او عادلانه سوداګرۍ ضمانت ورکړل شوی، نو د پنجاب او خیبر پښتونخوا ترمنځ هم د ازادې او عادلانه سوداګرۍ موجودیت اړین دی. په «دې تړاو د ايالتونو ترمنځ د غنمو پر لېږد هر ډول مصنوعي بندیز د سختې اندېښنې وړ دی».

هغه زیاته کړه، دغه ډول خنډونه د اساسي قانوني ضمانتونه کمزوري کوي، چې له دې سره کروندګر او عام ولس لاپسې ځپل کېږي.

فيصل کريم کنډي ويلي، د خیبر پښتونخوا د سیاسي او اداري وضعیت، په ځانګړې توګه د غنمو او ګازو د اکمالاتو په برخه کې صوبايي ستونزې یې د خپل سياسي ګوند له مشر بلاول بوټو زرداري سره هم شريکې کړې دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت: د دوی په ګاز د پنجاب کارخونې چليږي خو پښتونخوا ته غنم نه‌ورکوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

پرون هم د خيبرپښتونخوا د اطلاعاتو او عامه اړيکو وزير شفيع جان ويلي وو، د دوی پر ګاز د پنجاب کارخونې چليږي خو دوی ته له پنجاب څخه غنم نه ورکول کيږي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

حاجي حضرت علي: پاکستان په افغانستان کې د بې ثباتۍ لپاره د داعش ډلې روزنه او تمویل کوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۱

د مشرقي جهادي شورا مشر حاجي حضرت علي ویلي، د پاکستان له خوا د داعـ. ـش او ورانکارو ډلو عملي روزنه او تمویل روان دی. هغه زیاته کړې، دا روزنیز مرکزونه د خېبر پښتونخوا اورکزیو ایجنسۍ، باجوړ، تیرا او چترال سربېره په بلوچستان او مستونګ کې فعال دي چې د پوځ افسران یې اداره کوي.

حضرت علي په یوه خپور کړي پیغام کې ټینګار کړی چې افغانستان د نیابتي جګړو قرباني نه، بلکې د خپلواک ولس ګډ کور دی. ده ادعا کړې چې پاکستان یو ځل بیا هڅه کوي ځینې مخالفې څېرې او د داعش ډلې سره راټولې او تجهیز کړي څو په افغانستان کې بې‌ثباتي، ګډوډي او سیاسي بحران رامنځته کړي.

هغه زیاته کړې چې افغان ولس د تېرو لسیزو له ترخو تجربو زده‌کړه کړې او دا ډول لوبې به بریالۍ نه شي.

هغه د ډیورنډ په کرښه د پرتو سیمو اوسېدونکو باندې غږ کړی څو د دغو هڅو پر وړاندې ویښ او حساس پاتې شي او د افغانستان د ورانولو لپاره د دوی د نوم او احساساتو څخه ناوړه استفاده و نه شي.
هغه ټینګار کړی چې د ترهګرو ډلو د جوړولو او د داخلي اختلافاتو د ژوندي ساتلو سیاست د هېڅ ګاونډي په ګټه نه دی.

حضرت علي له اسلام‌اباد غوښتي چې د تېرو تجربو زده‌کړه وکړي، د ترهګرۍ او افراطیت له ملاتړ څخه لاس واخلي او د سالم ګاونډیتوب، متقابل احترام او سیمه‌ییز ثبات لاره خپله کړي. ده ویلي که پاکستان ریښتینې مبارزه د ترهګرۍ پر ضد وکړي، سیمه او نړۍ به له ښه امنیته برخمنه شي، او که نه وي، نړۍ ته به یو ځل بیا ثابته شي چې د ترهګرۍ ملاتړ د سیمې او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی.

هغه همدارنګه ډیورنډ کرښه «ملي او تاریخي موضوع» بللې چې د ټول ملت د حاکمیت او تاریخ برخه ده.

د مشرقي جهادي شورا دغه مشر د افغانستان له اوسنیو حاکمانو هم غوښتنه کړې چې خلک د کډوالۍ او بې‌برخلیکۍ ترخو شپو ته نه اړ باسي، بلکې د ملي تفاهم، پراخ سیاسي مشارکت او ملي یووالي لپاره عملي ګامونه پورته کړي، څو ټول وګړي د هېواد په راتلونکې کې ځان شریک احساس کړي او افغانستان د تلپاتې امنیت، ثبات او پرمختګ پر لور ولاړ شي.

نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او د دې خاورې ساتنه او روښانه راتلونکی د هر افغان ګډ مسؤلیت دی.

هم‌مهاله پر کابل واکمن طالبان هم ادعا لري چې پاکستان په خپله خاروه کې د داعش خراسان ډلې غړو ته پناه ځایونه ورکړي،‌ تجهیز کړي یې دي‌او هلته یې روزنې روانې دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، دوی داسې شواهد لري چې پاکستاني پوځ روزل شوي داعش وسله‌وال افغانستان ته ورلېږلي دي.

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۸ GMT+۱

د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ. د ياد ډلې مشر نور ولي محسود په اختريز پیغام کې ویلي، «زموږ له لوري دا يو اړخيز اوربند دی، که پوځ کوم اقدام وکړ، ځواب به ورته ورکول کېږي».

د شنبې په ورځ د ټي ټي پي لخوا خپور شوي يو بيان کې نور ولي محسود وويل، د ذوالحجې د میاشتې په ۱۰مه، ۱۱مه او ۱۲مه به اوربند وي.

هغه زياته کړې، «تل مو د ستونزو د هواري لپاره د متقابل درناوي خبره کړې ده، خو زموږ ګډ مکار دښمن ورته غلط رنګ ورکړی او نړۍ ته یې وړاندې کړی دی، موږ یې ظالم او جابر معرفي کړي یو، نه یوازې موږ، بلکې د خپلو حقونو غوښتونکی هر فرد او ډله یې نړۍ ته د ترهګر په توګه وړاندې کړې او پر هغوی یې د ظلم او جبر غرونه را نړولي دي».

هغه ویلي، «کله چې ظلم له حده زیات شي، کله چې د یو قوم کورونه، عزتونه، دین، دنیا او شناخت یې له منځه یووړل شي، نو د خپلې بقا، وقار، دین، ایمان، عزت او ابرو د دفاع لپاره پورته کېدل فرض کېږي، دا کومه خروج او بغاوت نه دی چې دیني عالمان یې ناجایز او حرام وګڼي. په دې تناظر کې زموږ جهاد د کوم فساد یا شخصي ګټو لپاره نه، بلکې د خپل دین، ایمان، نسلونو راتلونکي، د خپلې خاورې د وقار او د مظلومو خلکو د حقونو د خوندیتوب لپاره دی».

د پاکستان حکومت او پوځ ټي ټي پي د «فتنه الخوارج» په نوم يادوي. پاکستان تور لګوی چې ټي ټي پي د افغانستان له خاورې په پاکستان کې ترهګري کوي، خو طالبان بيا د پاکستان دغه تور ردوي او وايي، ناامني د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۲ GMT+۱

د پاکستان د سند پوليس وايي، له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ یې د یوې لړ عملياتو په ترڅ کې د تښتوونکو له منګلو وژغورله. د دوی په وینا، په دې عملیاتو کې یو انسان تښتونکی وژل شوی او یو شمېر نور یې ټپیان شوي دي. دغه ۱۱ کلنه نجلۍ شاوخوا دوه میاشتې مخکې تښتول شوې وه.

د سند پولیسو د شنبې په ماخوستن (د غبرګولي ۲مه) وویل، حرم سعید د مارچ په ۲۸مه له پېښوره تښتول شوې او بالاخره له شاوخوا دوو میاشتو وروسته په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شوه.

د سرچینې په وینا، په دې عملیاتو کې د یادې انسان تښتوونکې ډلې یو مشر چې عبدالوحید نومېده وژل شوی او یو شمېر نور یې ټپيان شوي دي.

پولیس وايي له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې ماشومه به ژر وموندل شي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د دغې ماشومې له ژغورنې وروسته د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وويل: «اوس موږ د یوه ملت په توګه د دې ناسور پر ضد راپورته کېږو. زموږ څومره چې نجونې، هلکان او ځوانان د دې درندګانو په ولکه کې دي، د ټولو لپاره به یې غږ پورته کوو او له دولت څخه به د دې درندګانو د نیولو غوښتنه هم کوو».

هغه همداراز زیاته کړه: «اوس موږ دا پوښتنه هم لرو، چې دغه نجلۍ تر سنده څنګه ورسېده؟ د دې قضیې د بشپړې او شفافې پلټنې غوښتنه به هم کوو».

پېښور کې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو جوړولو په تور ۱۴ افغانان نیول شوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۶ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د فدرالي پلټنو ادارې (ایف ای اې) د چاپې پر مهال ۱۴ افغان وګړي نیولي، چې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو په جوړولو او کارولو تورن شوي دي. چارواکي وايي، نیول شویو کسانو غوښتل د دغو جعلي اسنادو له لارې سعودي عربستان ته سفر وکړي.

د چارواکو په وینا، دغه کسان د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو د جوړولو او ترلاسه کولو په تور نیول شوي، او ویل کېږي چې دوی د دغو اسنادو د برابرولو لپاره دلالانو ته له ۲۵ تر ۲۸ لکه پاکستانۍ کلدارې ورکړې وې.

د فدرالي پلټنو ادارې په وینا، له نیول شویو کسانو سره جعلي پاکستاني پاسپورټونه هم ترلاسه شوي دي.

د پلټنو له مخې، په دې قضیه کې د یوې منظمې نړیوالې شبکې د لاس لرلو شک هم شته، چې په پاکستان او افغانستان کې فعالیت کوي.

ایف ای اې ویلي چې د پاکستان د ثبت ادارې (نادرا) او د پاسپورټ دفترونو د احتمالي رول په اړه هم څېړنې روانې دي.

بلوچستان: تربت کې ایران ته پر لاره د افغانانو موټر ټکر کړی؛ ۹ کسان ټپیان شوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۹:۱۷ GMT+۱

د بلوچستان ایالت د تربت ولسوالۍ په ګن سیمه کې ایران ته پر لاره د افغانانو یو موټر له ترافیکي پېښې سره مخ شوی، چې له امله یې ۹ افغان وګړي ټپیان شوي دي. د چارواکو په وینا، په ټپیانو کې پنځه ښځې هم شاملې دي.

ځايي پولیسو ویلي، د ټکر د څرنګوالي او لاملونو په اړه تر اوسه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

ځايي چارواکي وایي چې له پېښې وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې او ټول ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.

د راپورونو له مخې، یادو افغان وګړو غوښتل د غیرقانوني سفر له لارې ایران ته ولاړ شي.