• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د اقتصاد وزارت: برېټانیا افغانستان سره د یو نیم میلیون یورو بشري مرستو ډاډ ورکړی

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۲۰:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د اقتصاد وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر دین محمد حنیف د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي سره لیدلي دي. د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې برېټانوي پلاوي د افغانستان له خلکو سره د یو نیم میلیون یورو بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي او بشري همکاریو د ښه والي، د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او د خصوصي سکتور د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي. د طالبانو د اقتصاد وزارت زیاته کړې، چې د برېټانیا ځانګړي استازي له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

د طالبانو د اقتصاد وزیر د برېټانیا له بشري مرستو د مننې تر څنګ پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د پراختیایي پروژو او کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې لا زیاته همکاري وکړي. طالب وزیر د بندیزونو په لیرې کولو او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په ازادولو هم ټینګار کړی دی.

نوموړي همدارنګه ویلي چې د کاري فرصتونو په برابرولو، د خصوصي سکتور په ملاتړ او د پراختیایي پروژو په پیاوړتیا سره به د اقتصادي ځان بسیاینې زمینه برابره شي. هغه زیاته کړې چې دا ګامونه به پر بهرنیو مرستو د خلکو تکیه کمه کړي.

طالبان که څه هم په هېواد کې د اقتصادي ثبات دعوېدار دي، خو بیا یې هم د مرستو لپاره نړیوالې ټولنې ته لاسونه اوږده کړي دي. د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ افغانان له سخت بشري ناورین سره مخ دي او تر نیمایي ډېر وګړي یې د خوړو امنیت نه لري او سخت فقر کې ژوند کوي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي د افغانانو جبري اېستل دې ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

په ایران کې د طالبانو سفیر له ایراني لوري سره د اقتصادي مسایلو په تړاو خبرې کړي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۱ GMT+۱

په ایران کې د طالبانو د سفارت سرپرست فضل محمد حقاني د ایران د اوسپنې پټلۍ شرکت له اجراییه رييس سره په کتنه کې د افغان سوداګرو د ستونزو، د ټرانزیتي چارو او د هرات- مزارشریف د اوسپنې پټلۍ په تړاو خبرې کړې دي. په دې کتنه کې په کابل کې د ایران سفارت سرپرست هم حضور درلود.

په ایران کې د طالبانو سفارت د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، فضل محمد حقاني د ایران د اوسپنې پټلۍ له اجراییه رييس جبار علي ذاکري او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت له سرپرست علي‌رضا بېګدلي سره په کتنه کې د اقتصادي مسایلو په تړاو خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې کتنه کې د افغان سوداګرو د ستونزو، د ټرانزیت په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو او همداراز د هرات- مزارشریف د اوسپنې پټلۍ په تړاو خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې د دغې لیدنې په تړاو نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

په بنګله‌دېش کې د شري ناروغۍ له امله د مړه شویو ماشومانو شمېر له ۵۰۰ څخه واوښت

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۶:۳۵ GMT+۱

د بنګله‌دېش روغتیايي چارواکو خبر ورکړی، چې د روان کال د مارچ میاشتې راهیسې په دغه هېواد کې د شري ناروغۍ له امله له ۵۰۰ څخه ډېر ماشومان مړه شوي دي.

د بنګله‌دېش د روغتیايي خدماتو د عمومي ریاست د شنبې په ورځ راپور ورکړی، د روان کال د مارچ له ۱۵مې د مې تر ۲۳مې نېټې پورې په دغه هېواد کې ۶۲۵۰۷ د شري شکمنې پېښې او ۸۴۹۴ په لابراتواري توګه تایید شوې انتاني پېښې ثبت شوې دي.

د راپورونو له‌مخې، په وروستیو میاشتو کې د دغې ناروغۍ پېښې په بنګله‌دېش کې په خورا چټکۍ سره خپرې شوې، چې له امله یې روغتونونه له ناروغانو ډک شوي او د بنګله‌دېش پر کمزوري روغتیایي سیستم یې په ځانګړي ډول په کلیوالو ولسوالیو او د ښارونو په ګڼه ګوڼه لرونکو او بې‌وزلو سیمو کې سخت فشار راوړی دی.

روغتیایي چارواکي وایي، تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د دغه سخت انتان او مړینې پر وړاندې تر ټولو ډېر زیانمن دي؛ په ځانګړې توګه هغه ماشومان چې یا بیخي نه دي واکسین شوي او یا یې یوازې په نیمګړې توګه د واکسین ډوزونه ترلاسه کړي دي.

بل‌خوا د روغتیا نړیوال سازمان تېره میاشت ویلي وو چې د واکسیناسیون د منظم پوښښ کمښت او کمزورۍ، د دغې لویې کچې د ساري ناروغۍ د خپرېدو خطر زیات کړی دی.

د هبت‌الله په امر؛ په هلمند کې د کرېکټ د یوه معیاري لوبغالي د ویجاړولو چارې پیل شوې

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۶:۰۸ GMT+۱

په هلمند کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د مولوي هبت‌الله اخوندزاده په امر په لښکرګاه کې د کرېکټ د یوه معیاري لوبغالي د ویجاړولو عملي چارې پیل کړي. هبت‌الله هلمند ته په خپل وروستي سفر کې د کرېکټ په لوبغالي کې د عیدګاه جومات د بنسټ ډبره کېښوده.

هغه ویډیوګانې او انځورونه چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، ښکاري چې له لوبغالي څخه ورزشي او نور ودانیز توکي د انتقال په حال کې دي او په عملي توګه د کرېکټ د یاد معیاري لوبغالي د وېجاوړولو چارې پیل شوي دي.

په هلمند کې زرګونه ځوانان او د کرېکټ لوبغاړي د طالبانو د مشر د یادې پریکړې له امله خواشیني دي او وايي، چې هبت‌الله د نورو بندیزونو ترڅنګ د کرېکټ د لوبغالي په ویجاړولو سره هلمندیان له ورزش کولو څخه منع کړل.

له دې وړاندې په هلمند کې د کرېکټ لوبغاړو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د طالبانو له‌خوا د کرېکټ معیاري لوبغالی په عیدګاه جومات بدلیدونکی دی.

هلمندي لوبغاړو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د دغه ولایت د کرېکټ امریت ټولو لوبغاړو ته ویلي، چې له لوبغالي او اړوندې کرېکټ اکاډمۍ څخه خپل د لوبو وسایل وباسي.

د هلمند په کرېکټ لوبغالي کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د افغانستان د زونونو په کچه کورنۍ سیالۍ کېدې او د یادو سیالیو پرمهال به زرګونه نندارچیان هم یاد لوبغالي ته ورتلل.

طالبانو په جومات د لوبغالي بدلولو موضوع په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د یاد لوبغالی د بنسټ ډبره د تېر جمهوري نظام پرمهال د ۱۳۹۶ کال په لیندۍ میاشت د لښکرګاه ښار د اوومي حوزې د صافیانو په سیمه کې کېښودل شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له مودي سره د انرژۍ د اړیکو پر بیا رغولو غږېدلی

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۴:۵۰ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هند د سفر پرمهال په نوي ډیلي کې د هند له لومړي وزیر سره وکتلي دي. د دغه سفر او لیدنې اصلي موخه د واشنګټن او نوي ډیلي ترمنځ د سوداګرۍ او انرژۍ پر مسایلو خبرې کول او د هغو دوه اړخیزو اړیکو بیا رغول دي، چې تېر کال د سوداګریزو تعرفو له امله زیانمنې شوې وې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او مودي اعلان وکړ، چې مارکو روبیو د شنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره وکتلي او دواړو لوریو د سوداګرۍ او په ځانګړې توګه د انرژۍ د پېر او پلور په اړه خبرې کړې دي.

د یادې لیدنې پرمهال روبیو ټینګار کړی، چې د امریکا د انرژۍ تولیدات کولای شي د هند د انرژۍ سرچینې پیاوړي کړي.

د راپورونو له‌مخې، دا سفر د واشنګټن او نوي ډیلي ترمنځ د تېر کال د سوداګریزو تعرفو له امله د خرابو شویو اړیکو د رغولو په موخه ترسره شوی دی.

روبیو په خپلو خبرو کې د ایران د حکومت پر ضد هم سخت دریځ نیولی او ویلي یې دي، چې امریکا به اجازه ورنه کړي چې د انرژۍ نړیوال بازار د ایران د کړنو له امله له ګواښ سره مخ شي.

طالبان: زابل کې مو درې نیم ټنه نشه‌يي توکو سوځولي دي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۳:۵۹ GMT+۱

په زابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي چې په یاد ولایت کې یې د تېرو درېیو میاشتو په لړ کې نیول شوي، درې نیم ټنه نشه‌يي توکي سوځلي دي.

په زابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیح‌الله جوهر ویلي، چې په یاد ولایت کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدریت له لوري په تېرو درېیو میاشتو کې نیول شوي، درې نیم ټنه نشه‌يي توکي سوځولي دي.

نوموړي ویلي، چې په یادو نشه‌يي توکو ۲۹۵۴ کیلوګرامه ومان، ۵۵ کیلوګرامه چرس، ۸ کیلوګرامه تاریاک، ۴ کیلوګرامه شیشه او ۵۱۳ دانې د کا ګولۍ شاملې وي.

د زابل سیمه‌ییزو طالبانو ویلي، چې یاد نشه‌يي توکي یې د زابل په مرکز قلات او بېلابېلو ولسوالیو کې نیولي وو، خو د نشه‌يي توکو په تړاو د نیول شویو کسانو په اړه یې معلومات نه دې ورکړي.