د روغتیا نړۍوال سازمان د لوی اختر پر مهال د کانګو تبې د خپرېدو خبرداری ورکړ

د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د راتلونکي لوی اختر په درشل کې د «کریمیا-کانګو» وینې تویېدونکې تبې د احتمالي خپرېدو په اړه جدي خبرداری ورکړی او له ښاریانو، بزګرانو او د څارویو له مالکانو یې غوښتي، چې ځانګړي روغتیايي اصول مراعات کړي.
