• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي د پکتیکا په مټاخان ولسوالۍ کې یې ۸۴ لرغوني اثار کشف کړي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۱:۴۰ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ په رشکي غونډۍ سیمه کی یې د کیندونو پرمهال ۸۴ قلمه لرغوني او تاریخي اثار موندلي دي. طالبانو ویلي، چې کشف شوي اثار د کوشاني او ساساني دورو پورې تړاو لري.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن شنبه، د غبرګولي پر ۲مه په اېکس کې لیکلي، چې دغه اثار د لرغون‌پېژندنې ریاست د مسلکي پلاوي د څېړنو په ترڅ کې موندل شوي دي.
د طالبانو د معلوماتو له‌مخې، کشف شوي اثار د کوشاني او ساساني دورو پورې تړاو لري او تاریخي مخینه یې له لومړۍ څخه تر څلورمې میلادي پېړۍ پورې رسېږي.
په دغو موندنو کې د ودانیزو پاتې‌شونو ترڅنګ له ډبرو، خټو، هډوکو، ښیښو او فلزاتو څخه جوړ شوي توکي شامل دي.
د لرغون‌پوهانو په وینا، د موندل شویو اثارو له مخې دغه سیمه په تېرو زمانو کې د خټینو لوښو د جوړولو د کارخونې په توګه کارېدله.
طالب چارواکو ویلي، چې کشف شوي اثار د ثبت او راجستر کولو له پروسې وروسته د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارل شوي او غیر لېږد اثار هم په معیاري ډول خوندي شوي دي.
د طالبانو مسوولینو ویلي، چې دا ډول کیندنې د تاریخ د پټو برخو د روښانولو او د موزیمونو د بډاینې لامل ګرځي، چې دا چارې خلک له تېر کلتور سره اشنا کوي او د سیمې اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابروي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي د افغانانو جبري اېستل دې ودرول شي

۵

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

په تېرو دوو میاشتو کې له ایران څخه د نیمروز له لارې څه باندې ۸۳ زره کډوال راستانه شوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۰:۴۵ GMT+۱

په نمیروز کې د طالبانو د کډوالو ریاست ویلي، چې د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې د نیمروز د ورېښمو پله له لارې څه باندې ۸۳ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

په نیمروز ولایت کې د طالبانو د کډوالو رییس عبدالله ریاض د یادې ډلې تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو د نیمروز کې د ورېښمو پله له لارې له ایران څخه ۸۳۳۷۳ تنه افغان کډوال راستانه شوي دي.

نوموړي ویلي، چې یاد کډوالو کې کورنۍ او مجرد کسان هم شامل وو.

طالبانو ویلي، چې د راستانه شویو کډوالو له ډلې څخه یې له څه باندې ۳۰ زره بې‌وزله کډوالو سره د کډوالو د نړۍوالو ادارو په همکارۍ د نغدي پیسو او خوراکي توکو مرستې هم کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ورستیو دوو میاشتو کې له پاکستان او ایران څخه یو ځل بیا د افغان کډوالو د جبري راستنېدو بهیر چټک شوی او له یادو هېوادونو څخه نږدې هره ورځ تر ۵۰۰۰ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستنول کېږي.

طالبان وایي لغمان کې د پاچا جوی کانال رغنیزې چارې نږدې بشپړې شوې دي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۸ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې د لغمان ولایت د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د دغه وزارت په وینا، د مهترلام اړوند د یاد کانال د رغنیزو چارو بهیر د اړوندو ادارو د ګډ تخنیکي پلاوي له لوري ارزول شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه پروژه د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ او د لغمان د فرعي سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې د یوه کورني شرکت له خوا پلې کېږي.

د یادې پروژې لګښت نږدې سل زره امریکایي ډالر ښودل شوي دي.

د یاد وزرت په خبره، د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د ۲هکتاره(۹۵۰۰جریب)کرنیزه ځمکه خړوبه شي او د اوبو رسولو اسانتیاوې به ورته برابرې شي.

طالبان وایي خوست کې یې پر وژنو تورنه یوه ډله نیولې ده

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۴ GMT+۱

خوست کې طالب چارواکو ویلي چې د صبریو ـ یعقوبیو ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ امنیتي ځواکونو د علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ له امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ پر وژنو تورنه یوه ډله نیولې ده.

ددغه ولایت د والي ویاند، مستغفر ګربز په وینا، دغې ډلې څو ورځې وړاندې د صبریو ـ یعقوبیو ولسوالۍ د نوري کلي په سیمه کې یو کس په ډزو ټپي کړی و او له سیمې تښتېدلې وه، خو وروسته امنیتي ځواکونو د طوطي کلي په سیمه کې ونیوله.

ګربز وایي، نیول شویو کسانو په خپلو لومړنیو څرګندونو کې پر جرم اعتراف کړی او منلې یې ده چې د ۲۰ لکه پاکستانۍ کلدارو په بدل کې یې د یاد کس د وژلو هڅه کړې وه.

د هغه په وینا، له نیول شویو کسانو څخه دوه میله کلاشینکوفونه، شاجورې، مرمۍ او یو عراده موټر هم نیول شوی دی.

ګربز زیاته کړې چې نیول شوې ډله د نورو قانوني اجرااتو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شوې ده.

بلوچستان: تربت کې ایران ته پر لاره د افغانانو موټر ټکر کړی؛ ۹ کسان ټپیان شوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۹:۱۷ GMT+۱

د بلوچستان ایالت د تربت ولسوالۍ په ګن سیمه کې ایران ته پر لاره د افغانانو یو موټر له ترافیکي پېښې سره مخ شوی، چې له امله یې ۹ افغان وګړي ټپیان شوي دي. د چارواکو په وینا، په ټپیانو کې پنځه ښځې هم شاملې دي.

ځايي پولیسو ویلي، د ټکر د څرنګوالي او لاملونو په اړه تر اوسه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

ځايي چارواکي وایي چې له پېښې وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې او ټول ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.

د راپورونو له مخې، یادو افغان وګړو غوښتل د غیرقانوني سفر له لارې ایران ته ولاړ شي.

ملګري ملتونه: د کانګو تبې د مخنیوي لپاره دې د اختر پر مهال روغتیايي سپارښتنې مراعت شي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۹:۰۳ GMT+۱

په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ادارې د اختر له رانږدې کېدو سره له خلکو غوښتي چې د حیواناتو د حلالولو او غوښې د پروسس پر مهال روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي، څو د کانګو وینې بهېدونکې تبې او نورو ساري ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي.

په افغانستان کې دروغتیا نړیوالې ادارېدفتر په خپل اېکس پوسټ کې د عامې روغتیا او د ناروغیو د مخنیوي په موخه یو لړ سپارښتنې خپرې کړې دي.

ادارې ویلي چې د حیواناتو حلالول باید د کورونو له چاپېریاله لرې، په پاک او خلاص ځای کې ترسره شي، ترڅو د احتمالي ناروغیو د خپرېدو خطر کم شي.

د روغتیا نړیوالې ادارې همدارنګه سپارښتنه کړې چې خلک دې د حیواناتو د حلالولو او غوښې پرېکولو پر مهال له محافظتي وسایلو لکه دستکشو، ماسکونو او محافظتي چپنو استفاده وکړي، څو د حیواناتو له وینې او نورو مایعاتو سره د مستقیم تماس خطر راکم شي.

په پوسټ کې راغلي چې د غوښې د پرېکولو او چمتو کولو ځایونه باید پاک وساتل شي او حیوان دې تر هغې ځوړند وساتل شي چې وینه یې په بشپړ ډول ووځي او وچه شي.

ادارې له خلکو غوښتي چې د حیواناتو پاتې شوني هم په خوندي او مناسب ډول له منځه یوسي، څو چاپېریال پاک او خوندي پاتې شي.

د روغتیا نړیوالې ادارې د اختر په مناسبت خلکو ته د خوندي او سالم اختر هیله هم څرګنده کړې ده.