د راپورونو لهمخې، دا سفر د واشنګټن او نوي ډیلي ترمنځ د تېر کال د سوداګریزو تعرفو له امله د خرابو شویو اړیکو د رغولو په موخه ترسره شوی دی.
روبیو په خپلو خبرو کې د ایران د حکومت پر ضد هم سخت دریځ نیولی او ویلي یې دي، چې امریکا به اجازه ورنه کړي چې د انرژۍ نړیوال بازار د ایران د کړنو له امله له ګواښ سره مخ شي.
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر تهران ته د سفر پر مهال د ایران د ولسمشر مسعود بزشکیان، د دغه هېواد د پارلمان له رییس قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره جلا جلا لیدنې کړي دي.
د العربیه نیوز شبکې د راپور لهمخې، منیر په دغه سفر کې ایران ته د امریکا پېغام لېږدوي.
عاصم منیر په داسې حال کې تهران ته سفر کړی، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ غیر مستقیمې خبرې اترې دوام لري او په سیمه کې سیاسي او امنیتي فضا لاهم کړکېچنه ده.
د ایران د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې، عاصم منیر د شنبې په ورځ، د غبرګولي۲مه په تهران کې له محمد باقر قالیباف سره کتلي او د سیمې د وروستیو پرمختګونو، د وروستیو نښتو وروسته وضعیت او د خبرو اترو د پروسې په اړه یې خبرې کړي دي.
په دې غونډه کې قالیباف د ایران سره د پاکستان د اړیکو او همکارۍ ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تعاملات د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ یوه نمونه کیدای شي.
هغه د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو ته په اشاره ټینګار کړی چې ایران به له خپلو حقونو څخه پر شا نه شي.
د ایران دپارلمان رییس وروستیو نښتو او د مذاکراتو پروسې ته په اشارې سره ادعا کړې چې امریکا د خبرو اترو په جریان کې جګړه پیل کړې او د اوربند وروسته یې خپلې ژمنې ماتې کړې دي. قالیباف خبرداری ورکړی چې که شخړه بیا پیل شي، ایران به «ډیر سخت او قاطع» ځواب ورکړي.
په ورته مهال عاصم منیر د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوستانه اړیکو ټینګار کړی او یلي یې دي، چې اسلام اباد په سیمه کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی.
د پاکستان د پوځ مشر د جمعې په ورځ تهران ته ورسېد او د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني یې هرکلی وکړ.
منیر د ایران د پارلمان له مشر سره تر لیدنې وړاندې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره هم لیدلي دي.
په ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند تهران ته د لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سفر ته په اشارې سره ویلي، چې دا سفرونه د سیمه ییزو مشورو دوام په ګوته کوي.
هغه ټینګار وکړ چې د خبرو اترو د دوام سره سره، د ایران او امریکا ترمنځ اختلافات ژور پاتې دي او یوې هوکړې ته رسیدل به وخت او پېچلې پروسې ته اړتیا ولري.
تهران ته د عاصم منیر سفر پر داسې مهال کېږي چې امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ چمتو دی چې پر ایران برید وکړي.
د دغه وزارت په خبره، مسافر دې د الوتنو د بدلون یا لغوه کېدو لپاره هم چمتو وي او له سفر مخکې دې له خپل هوايي شرکت سره اړیکه ونیسي.
تر دې وړاندېد ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی وه چې کانګو او یوګانډا کې د «بونډيبوجیو» ویروس له امله د ایبولا ناروغۍ خپرېدل د نړیوالې اندېښنې وړ عامه روغتیايي بېړنی حالت رامنځته کړی.
دغه سازمان همداراز سپارښتنه کړې وه چې هېوادونه دې خپلې پولې نه تړي او پر سفرونو او سوداګرۍ دې محدودیتونه نه لګوي، ځکه د دوی په وینا دا ډول اقدامات علمي بنسټ نه لري او ښايي د ناروغۍ د کنټرول هڅې لا ستونزمنې کړي.