• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بابر: د افغان خبریالانو او د حقونو د فعالانو جبري ستنول هغوی د وېرې ژوند ته اړ باسي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۴:۴۰ GMT+۱

د پاکستان پخواني سناتور او پښتو سیاستوال فرحت الله بابر ویلي، د افغان خبریالانو، هنرمندانو، موسیقارانو او د بشري حقونو د فعالانو جبري بېرته ستنول هغوی داسې چاپېریال ته اړ کوي چې یو وخت ترې د خپل ژوند د ژغورلو لپاره وتلي وو.

فرحت الله بابر په خپله اېکس پاڼه کې د افغان کډوالو د جبري ستنولو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د بېلابېلو ټولنیزو او مدني برخو د افغانانو بېرته استول به پر هغوی سختې اغېزې ولري.

هغه لیکلي: «د افغان خبریالانو، هنرمندانو، موسیقارانو او د حقونو د فعالانو هغه هېواد ته جبري ستنول چې یو وخت یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره ترې تېښته کړې وه، په اصل کې هغوی د وېرې، اندېښنې او چوپتیا ژوند ته اړ کوي.»

بابر همدارنګه د هغو افغان ښځو د وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې چې له پاکستاني اتباعو سره یې واده کړی دی.

هغه ویلي: «د افغان ښځو غیرارادي بېرته ستنول، چې د کوربه هېوادونو له اتباعو سره واده لري، کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ کوي او د کورنیو د بېلتون لامل کېږي.»

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۴

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۴ کسان وژل شوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۴:۰۹ GMT+۱

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله په تېرو ۴۸ ساعتونو کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د سیمه‌ییزو او د طالبانو طبیعي پېښو د ادارو د چارواکو په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ کسان په بغلان ولایت، دوه تنه په بدخشان او یو کس په میدان وردګو کې د چټکو سېلابونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بغلان کې د طالبانو د والي ویاند فاروق خپلواک ویلي، د سېلابونو له امله لسګونه کسان ټپیان شوي او پراخ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

په بدخشان کې سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، دوه کسان وژل شوي، دوه نور لادرکه دي او له سلو ډېر کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي.

چارواکي وایي، سختو بارانونو د چهارشنبې ورځې راهیسې د هېواد ډېری برخې ځپلي او په ګڼو سیمو کې یې سېلابونه، د غرونو ښوویېدنې او د کرنیزو ځمکو زیانمنېدو پېښې رامنځته کړې دي.

د طالبانو تر چتر لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارې ادارې ویاند محمد یوسف ویلي، یوازې د پنجشنبې په ورځ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې شپږ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د روان کال د وري میاشتې له پیل راهیسې سختو ورښتونو او توپاني هوا په افغانستان کې پراخ زیانونه اړولي دي. تر دې وړاندې هم د حوت میاشتې د سېلابونو او بارانونو له امله لږ تر لږه ۱۴۸ کسان وژل شوي او ۱۳۷ نور ټپیان شوي وو.

افغانستان له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې د اقلیمي بدلون اغېزو کې ډېر زیان‌من وي. د کمزورې بنسټیزې زېربنا، اوږدو جګړو او اقتصادي ستونزو له امله په لرې پرتو سیمو کې طبیعي پېښې ډېر درانه زیانونه اړوي.

سمیع سادات: طالبان د بشري کرامت لپاره ګواښ دي او باید بدیل حکومت رامنځته شي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۳:۲۸ GMT+۱

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پخواني قومندان سمیع سادات پر طالبانو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دغه ډله د هېواد د اقتصادي وضعیت او بشري ناورین مسولیت نه مني او افغانستان داسې حکومت ته اړتیا لري چې د خلکو له ازادیو او مدني حقونو ملاتړ وکړي.

سمیع سادات په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې طالبان تر ډېره د ځپونکو اقداماتو پر تمویل تمرکز کوي او د حکومتولۍ په برخه کې اغېزناک فعالیت نه لري.

هغه ویلي: «له ځپنې او فشارونو پرته دوی ډېر څه نه کوي او د اقتصاد د سقوط، لوږې او د هغو خلکو مسولیت نه مني چې د دوی تر واک لاندې له سختو ستونزو سره مخ دي.»

سادات همدارنګه طالبان د بشري ارزښتونو لپاره ګواښ بللي او ټینګار یې کړی چې افغانستان باید داسې حکومت ولري چې د خلکو اساسي حقونه او ازادۍ خوندي کړي.

هغه لیکلي: «طالبان د بشري کرامت لپاره ګواښ دي او باید پر ځای یې داسې افغان حکومت رامنځته شي چې د ملت له مدني ازادیو او ازادۍ ملاتړ وکړي.»

د سمیع سادات دغه څرګندونې داسې مهال شوي چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت، بشري ستونزو او سیاسي راتلونکي په اړه بحثونه لا هم دوام لري.

احمد مسعود د افغانستان د بشري حقونو ناورین په تړاو د اروپايي پارلمان پرېکړه لیک وستایه

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۳ GMT+۱

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود ویلي، د اروپايي پارلمان له هغو غړو منندوی دی، چې د افغانستان د خلکو له حقونو ملاتړ کوي او له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو پر ضد روښانه دریځ لري. اروپايي پارلمان په یوه پرېکړه‌لیک کې د طالبانو پر لوړپوړو چارواکو د بندیزونو پر پراخولو ټينګار کړی دی.

احمد مسعود د جمعې په ماخوستن (د غبرګولي لومړۍ) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، چې اروپا باید د بشري حقونو، ولسواکۍ، د انسان کرامت او د قانون حاکمیت ارزښتونه وساتي او په وینا یې، دا ارزښتونه باید د «عمل‌پالنې» یا له «یوه ترهګر رژیم» سره د نرمښت په نوم قرباني نه‌شي. هغه زیاته کړه، چې اروپا دې د افغانستان له ازادي‌غوښتونکو خلکو سره ودرېږي، نه له «ترهګرو او ظالمانو» سره چې دوی ځوروي.

د مقاومت جبهې مشر زیاته کړې، چې اروپا باید هغو اصولو ته ژمنه پاتې شي، چې له کلونو راهیسې یې د دفاع ادعا کوي؛ لکه د بشري حقونو ملاتړ، ولسواکي، د انسان وقار او د قانون حاکمیت.

مسعود له طالبانو سره د اړیکو د «عادي کېدو» مخالفت تکرار کړی او د اروپایي پارلمان د هغو غړو ستاینه یې کړې، چې د افغانستان د خلکو د حقونو په دفاع کې یې روښانه دریځ څرګند کړی دی. ده له نړیوالو وغوښتل چې د اصولو پر بنسټ تعامل ته دوام ورکړي.

اروپايي پارلمان په یوه پرېکړه لیک کې د طالبانو پر مشرانو د بندیزونو پراخولو غوښتنه کړې | افغانستان انټرنشنل پښتو

د اروپايي پارلمان غړو د تېرې پنجشنبې په ورځ (د غويي ۳۱مه) د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ او په دې پرېکړه لیک کې یې له اروپايي ټولنې غوښتي چې د طالبانو پر لوړپوړو چارواکو بندیزونه لاپسې جدي او پراخ کړي.

یاد پرېکړه‌لیک په ۴۸۰ موافقو، ۵ مخالفو او ۸۳ ممتنعو رایو سره تصویب شوی دی.

د غر ختونکې ذکیه احمد بریا؛ رحمت‌الله نبیل د افغان ښځو اراده لوړه وبلله

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۳ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رييس رحمت‌الله نبیل ویلي، چې ذکیه احمد د افغان ښځو اراده تر لوړو څوکو پورته کړې ده. هغه زیاته کړې، چې ذکیه یوازې اورېسټ څوکې ته نه‌ده رسېدلې، بلکې د «هیلو، ارادې او توان» بیرغ یې د نړۍ بام ته پورته کړی دی.

رحمت‌الله نبیل د جمعې په ورځ (د غبرګولي لومړۍ) په خپله اېکس‌پاڼه زیاته کړې، په داسې ورځو کې چې افغان ښځې «تیارو او چوپتیاوو» کې ساتل کېږي، ذکیه احمد تر ټولو لوړې څوکې ته وخته څو وښيي چې هېڅ څوکه د افغان ښځو له ارادې لوړه نه‌ده.

د ده په وینا، دا بریا د افغان ښځو لپاره الهام‌بښونکې نښه ده.

ذکیه احمد لومړنۍ افغان مېرمن ده، چې د نړۍ تر ټولو لوړه څوکه اورېسټ یې فتحه کړې ده.

له کابله د نړۍ تر چته؛ ذکیه احمد د اورېسټ ۸۸۴۸ متره لوړې څوکې په فتح کولو تاریخ جوړ کړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

دغه څوکه ۸۸۴۸ متره لوړوالی لري او د همالیا په لړۍ کې د نیپال او د چین د تبت ترمنځ پرته ده. دا تاریخي لاسته راوړنه د افغانستان او نړۍ د غره‌ختنې په تاریخ کې بې‌ساری دی.
ذکیه احمد په غزني کې زېږېدلې او په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې اسټرالیا ته پناه یوړه او هلته یې نوی ژوند پیل کړی دی.

د جرمني څېړنیزه رسنۍ: ټرانس افغانان له تېښتې وروسته هم خوندي نه‌دي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۲۳:۲۳ GMT+۱

د جرمني یوې څېړنیزې رسنۍ کورکټېف په یوه راپور کې ویلي، هغه افغانان چې بېلابېل جنسي تمایلات او جنسیتي هویتونه لري، له افغانستان څخه تر تېښتې وروسته هم په پاکستان او جرمني کې د سرپناه له نشتوالي، د اېستلو له وېرې، کورني تاوتریخوالي او د ملاتړ له کمښت سره مخ دي.

کورکټېف «هغوی هېڅ ځای نه‌لري» تر سرلیک لاندې راپور کې لیکلي، چې دا راپور د پنځو شخصي کیسو پر بنسټ جوړ شوی او د بشري حقونو د څار سازمان، بښنې نړیوال سازمان، د افغان ال‌جي‌بي‌ټي‌کيو ټولنې او د اروپا او جرمني د رسمي شمېرو له معلوماتو سره ارزول شوی دی.

په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، پر هغو افغانانو فشارونه زیات شوي، چې بېلابېل جنسي تمایلات او جنسیتي هویتونه لري.

کورکټېف لیکلي، چې د طالبانو د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ میاشتې په نوي جزايي قانون کې، د همجنس‌پالنې اړیکو لپاره د مرګ سزا په پام کې نیول شوې ده.

راپور وایي، د دغو کسانو لپاره ګواښ یوازې د طالبانو له لوري نه‌دی، بلکې کورنۍ، ټولنه، ګاونډیان او ان ټولنیزې رسنۍ هم هغوی په نښه کولای شي.

په څو روایتونو کې راغلي، چې کورنیو د ملاتړ پر ځای، دغه کسان وهلي ټکولي، بندي کړي، سپک کړي او د خپل ژوند د پرېکړو حق یې ترې اخیستی دی.

کورکټېف لیکلي، چې پاکستان ته تېښته هم د ډېرو دغو کسانو لپاره د خوندیتوب معنا نه‌لري. د دې رسنۍ په وینا، پاکستان د ګڼو افغان کډوالو لپاره د انتظار، نامعلوم برخلیک، استثمار او د اېستلو د وېرې ځای ګرځېدلی دی.

راپور د جرمني وضعیت ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي، چې دغه هېواد د جنسي تمایل او جنسیتي هویت له امله ځورول د پناه غوښتنې یو دلیل مني، خو په عملي توګه د هغو پناه غوښتونکو لپاره چې بېلابېل جنسي تمایلات او جنسیتي هویتونه لري، د ملاتړ ډېر بنسټونه کمزوري شوي او یا د له‌منځه تلو په حال کې دي.