سمیع سادات: طالبان د بشري کرامت لپاره ګواښ دي او باید بدیل حکومت رامنځته شي
د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پخواني قومندان سمیع سادات پر طالبانو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دغه ډله د هېواد د اقتصادي وضعیت او بشري ناورین مسولیت نه مني او افغانستان داسې حکومت ته اړتیا لري چې د خلکو له ازادیو او مدني حقونو ملاتړ وکړي.
سمیع سادات په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې طالبان تر ډېره د ځپونکو اقداماتو پر تمویل تمرکز کوي او د حکومتولۍ په برخه کې اغېزناک فعالیت نه لري.
هغه ویلي: «له ځپنې او فشارونو پرته دوی ډېر څه نه کوي او د اقتصاد د سقوط، لوږې او د هغو خلکو مسولیت نه مني چې د دوی تر واک لاندې له سختو ستونزو سره مخ دي.»
سادات همدارنګه طالبان د بشري ارزښتونو لپاره ګواښ بللي او ټینګار یې کړی چې افغانستان باید داسې حکومت ولري چې د خلکو اساسي حقونه او ازادۍ خوندي کړي.
هغه لیکلي: «طالبان د بشري کرامت لپاره ګواښ دي او باید پر ځای یې داسې افغان حکومت رامنځته شي چې د ملت له مدني ازادیو او ازادۍ ملاتړ وکړي.»
د سمیع سادات دغه څرګندونې داسې مهال شوي چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت، بشري ستونزو او سیاسي راتلونکي په اړه بحثونه لا هم دوام لري.
د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود ویلي، د اروپايي پارلمان له هغو غړو منندوی دی، چې د افغانستان د خلکو له حقونو ملاتړ کوي او له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو پر ضد روښانه دریځ لري. اروپايي پارلمان په یوه پرېکړهلیک کې د طالبانو پر لوړپوړو چارواکو د بندیزونو پر پراخولو ټينګار کړی دی.
احمد مسعود د جمعې په ماخوستن (د غبرګولي لومړۍ) په خپله اېکسپاڼه ویلي، چې اروپا باید د بشري حقونو، ولسواکۍ، د انسان کرامت او د قانون حاکمیت ارزښتونه وساتي او په وینا یې، دا ارزښتونه باید د «عملپالنې» یا له «یوه ترهګر رژیم» سره د نرمښت په نوم قرباني نهشي. هغه زیاته کړه، چې اروپا دې د افغانستان له ازاديغوښتونکو خلکو سره ودرېږي، نه له «ترهګرو او ظالمانو» سره چې دوی ځوروي.
د مقاومت جبهې مشر زیاته کړې، چې اروپا باید هغو اصولو ته ژمنه پاتې شي، چې له کلونو راهیسې یې د دفاع ادعا کوي؛ لکه د بشري حقونو ملاتړ، ولسواکي، د انسان وقار او د قانون حاکمیت.