• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پېښور کې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو جوړولو په تور ۱۴ افغانان نیول شوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۶ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د فدرالي پلټنو ادارې (ایف ای اې) د چاپې پر مهال ۱۴ افغان وګړي نیولي، چې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو په جوړولو او کارولو تورن شوي دي. چارواکي وايي، نیول شویو کسانو غوښتل د دغو جعلي اسنادو له لارې سعودي عربستان ته سفر وکړي.

د چارواکو په وینا، دغه کسان د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو د جوړولو او ترلاسه کولو په تور نیول شوي، او ویل کېږي چې دوی د دغو اسنادو د برابرولو لپاره دلالانو ته له ۲۵ تر ۲۸ لکه پاکستانۍ کلدارې ورکړې وې.

د فدرالي پلټنو ادارې په وینا، له نیول شویو کسانو سره جعلي پاکستاني پاسپورټونه هم ترلاسه شوي دي.

د پلټنو له مخې، په دې قضیه کې د یوې منظمې نړیوالې شبکې د لاس لرلو شک هم شته، چې په پاکستان او افغانستان کې فعالیت کوي.

ایف ای اې ویلي چې د پاکستان د ثبت ادارې (نادرا) او د پاسپورټ دفترونو د احتمالي رول په اړه هم څېړنې روانې دي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي د افغانانو جبري اېستل دې ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

د خیبر پښتونخوا حکومت: د دوی په ګاز د پنجاب کارخونې چليږي خو پښتونخوا ته غنم نه‌ورکوي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۲۲:۳۶ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، دغه صوبه له خپلې اړتیا درې برابره زیات ګاز تولیدوي، خو خپلو کارخونو ته ګاز نه‌لري. د دوی په وینا، د پنجاب کارخونې د پښتونخوا پر ګاز چلېږي، خو پنجاب بیا خپل غنم پښتونخوا ته نه ورکوي او له دوی سره توپیري چلند کېږي.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو او عامه اړیکو وزیر شفیع جان د جمعې په ورځ (د غبرګولي لومړۍ) په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وویل، «خیبر پښتونخوا هره ورځ ۵۰۸ میلیونه متر مکعب ګاز تولیدوي او په ايالت کې د سي‌اېن‌جي ګاز سټېشنونو په ګډون ورځنی مصرف ۱۸۰ میلیونه متر مکعب دی، خو څو ورځې وړاندې په دغه ولایت کې ګاز نه‌وو».

هغه وویل، له دوی سره د مرکزي حکومت له‌خوا نه یوازې د ګاز، بلکې په هره برخه کې توپیري چلند کېږي.

د شفیع جان په خبره، پښتونخوا خپل ګاز تولیدوي، خو د ګاز د نشتوالي له امله یې کارخونې تړلې دي او په کورونو کې هم ګاز نه‌وي.

هغه وویل: «زموږ پر ګاز د پنجاب کارخونې چلېږي» او نوموړي د مسلم لیګ ن پر مرکزي حکومت نیوکې وکړې او ویې ویل: «کله چې هم ن لیګ حکومت واک ته رسېږي، پر پښتونخوا د غنمو بندیز لګېږي».

هغه زیاته کړه: «دا کار له اساسي قانون څخه سرغړونه ده. زموږ پر ګاز د هغوی کارخونې روانې دي، خو د غنمو د بندیز له امله زموږ د اوړو ژرندې درېدلې دي».

نوموړي په خیبرپښتونخوا کې د ناامنۍ په اړه وویل، د قبایلي او سویلي ولسوالیو امنیتي وضعیت ډېر خراب شوی او زیاته یې کړه: «موږ له لومړۍ ورځې وایو چې په پښتونخوا کې د ترهګرۍ روانه څپه د هغو پټو پرېکړو پایله ده، چې د تړلو دروازو تر شا شوې دي».

هغه زیاته کړه، هغه کسان دا پرېکړې کوي چې د پښتونخوا له جغرافیې سره هېڅ بلد نه‌دي او دلته یوازې پوځي عملیات تپل کېږي.

د پاکستان مرکزي حکومت او په ځانګړې توګه د پنجاب حکومت لا تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

د خیبرپښتونخوا د باجوړ ګڼو پوليسو د ناامنۍ له امله د دندو پرېښودو عريضې وړاندې کړي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۳ GMT+۱
•
فضل عزیز

د خيبرپښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ لسګونه پوليسو د ناامنۍ له امله له دندو د پرېښودو عریضې وړاندې کړې دي. تر دې مخکې هم ګڼ پولیس له خپلو دندو لاس په سر شوي دي. د سيمې سياسي مشرانو بیا د امن لپاره د را روان جون په شپږمه د پرلت اعلان کړی دی.

د خیبر پښتونخوا د باجوړ پوليسو يوه لوړپوړي چارواکي د نوم د نه‌خپرېدو په شرط افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، په تېرو څو ورځو کې د پوليسو له ۳۰ تر ۴۰ سرتېرو عریضې وړاندې کړي او ويلي یې دي، چې په طبي بنيادونو دې د دوی د دندو پرېښودو عريضې ومنل شي.

هغه زياته کړه، تر دې مخکې هم یو شمېر پولیس په همدغه ډول عريضو سره له خپلو دندو لاس په سر شوي دي.

هغه وويل، «په سیمه کې ناامني ده، ګواښونه دي، سرتيري د ژوند ژغورولو لپاره دندې پرېږدي، ځکه چې وژل کيږي او د پوښتنې یې څوک نشته».

هغه زیاته کړه، پوليسو ته په‌خپله هم ستونزې ورپېښې دي، خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه‌کړل او په وینا یې، دمګړۍ په باجوړ کې شاخوا ۲۳۰۰ پولیس پر دندو بوخت دي.

د باجوړ پولیسو يوه پخواني سرتيري رياض احمد افغانستان انټرنشنل ته وويل، دی د پولیسو له لیکو په جبري توګه ځکه اېستل شوی، چې د ناامنۍ او د پوليس ځوانانو د وژل کېدو پر ضد او امن لپاره ډاګيزه خبره کوله.

په دې وروستيو کې له باجوړ څخه تر وزيرستان او د پښتونخوا په سویلي ولسوالیو کې د ناامنۍ لمن پراخه شوې او په بېلابېلو پېښو کې یو زیات شمېر پولیسو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

څو ورځې وړاندې د لکي مروت يوه پوليس چارواکي هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د پوليسو او ملېشې ځواک سرتېري اوس د دندو دوام ته دومره لېوالتیا نه‌لري او غواړي چې خپلې دندې پرېږدي.

د خيبرپښتونخوا حکومت تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه‌دي ویلي.

له باجوړ څخه د عوامي نشنل ګوند د ايالتي اسمبلۍ غړي نثار باز خان افغانستان انټرنشنل ته وويل: «دا وخت باجوړ کې حالات انتهايي کړکېچن دي، ويره او ترهه ده. هره ورځ هدفي وژنې کيږي، پوليس سرتيري په نښه کيږي او د طالبانو او پوځیانو ترمنځ شخړو کې عام ولس په نښه کیږي».

هغه زیاته کړه: «په باجوړ کې يو ځای هم خوندي نشته، د ۲۰۰۷ په څېر حالات جوړیږي، له باجوړ نه تر وزيرستان پورې حکومتي عملداري نشته، د تحریک انصاف ايالتي او بيا فدرالي حکومت هم پښتونخوا کې امنيت ته سنجيده نه ښکاري».

نوموړي څرګنده کړه، ايالتي حکومت د ناامنۍ د مخنیوي پر وړاندې بې‌وسه دی، په داسې حالاتو کې دا حکومت د واک حق له لاسه ورکوي، «نه نارينه، نه زنانه او نه ماشومان خوندي دي».

د باجوړ امن جرګې مشر هارون رشيد افغانستان انټرنشنل ته وويل، باجوړ کې دوی ته يوازنۍ ستونزه د امنیت نشتوالی دی او زیاته یې کړه، دوی چې د امن لپاره د جون په شپږمه د پرلت اعلان کړی اوس ورسره د نورو قبايلي ولسواليو د مشرانو له‌خوا اړیکې نیول کيږي، چې په ټولو قبايلي ولسواليو کې بايد په شريکه غږ پورته کړل شي.

هغه زياته کړه، د پرلت لپاره له سلا مشورو وروسته به پرېکړه وکړي، چې د قبايلي ولسوالیو په مرکزونو کې پرلت وکړي يا اسلام‌اباد ته لاړ شي.

هارون رشيد وويل، «موږ د افغانستان او پاکستان له حکومتونو غوښتنه کوو، چې د خبرو له لارې ستونزې هوارې کړي او د امن لپاره جدي اقدامات وکړي».

نوموړي په سيمه کې د امنيت لپاره د پوځي عملياتو په اړه وويل: «له۲۴ کلونو راهیسې چې څومره عملیات کيږي، ناامني او ترهګري ورسره لا نوره سېوا کيږي، خو کمېږي نه».

پولیس وايي له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې ماشومه به ژر وموندل شي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۱
•
فضل عزیز

د پاکستان د سند د شکارپور ولسوالۍ پوليس وايي، د هغې ماشومې چې له پېښوره د سند شکارپور ته یې د تښتولو راپور ثبت شوی، د موندلو لپاره د پوليسو عمليات دوام لري. پوليس چارواکي زیاتوي، ډېره ژر به دغه ماشومه د تښتوونکو له منګولو راخلاصه کړي. یاده ماشومه نږدې ۲ میاشتې مخکې تښتول شوې ده.

د شکاپور ولسوالۍ د پوليسو مشر محمد کلیم افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، دوی ته د ماشومې په اړه ويل شوي، چې هغه لادرکه ده او په ټولنيزو رسنيو او مطبوعاتو کې د ماشومې د لادرکۍ په اړه له خبرونو سره سم یې د کچې په علاقه کې عمليات پيل کړي دي.

هغه وويل، «موږ له پرون (پنجشنبې) څخه عمليات پيل کړي، يوه بله نجلۍ مو له ډاکوانو څخه راخوشې کړې ده، دغه نجلۍ له لاهوره راتښتول شوې او د خوشې کولو په عملياتو کې یې يو ډاکو هم وژل شوی دی».

نوموړي زیاته کړه: «د پېښور د ماشومې لپاره مو عمليات چټک کړي او تمه ده، چې په ۲۴ ساعتونو کې ورته ورسو او د دوشنبې پورې یې بيا عدالت ته وړاندې کړو».

د ماشومې مور سلمه افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، ماشومه لور یې (حرم سعيد) د مارچ په ۲۸مې له پېښور څخه تښتول شوې ده. هغې وويل، د خپلې لور د موندنې لپاره له خپل خاوند سره د سند سکهر سيمې ته ورغلې، خو ورته وويل شول، چې د تښتوونکو خواته «يوازې» ورشي.

هغې وويل، «زه یوازې ورغلم، له ما څخه يې ۱۵ لکه روپۍ واخیستې، هغو خلکو پر ما جنسی تيری او تشدد هم کړی، زما ماشومه یې پلورلې او بیا یې زه هم وپلورم، بيا یې زه د نورو روپیو راوړلو په بهانه پرېښودم».

د ماشومې د لادرکۍ راپور د کراچۍ په مومن اباد پوليس تاڼه کې د هغې د پلار سعيد خان له‌خوا د مارچ په ۲۸مه ثبت شوی، چې په‌کې ويل شوي، ماشومه لور یې، چې د ۱۱ يا ۱۲ کلو ده، حرم نومېږي، له کوره د یوه څه پسې وتلې وه، خو بېرته بيا نه ده راغلې. بیا ورته د سند له سکهر سيمې څخه له یوه موبايل نمبر څخه زنګ راغلی چې ماشومه له دوی سره ده».

د ماشومې مور سلمه وويل، د پېښور پوليسو یې د ماشومې د لادرکۍ راپور نه ثبتولو ځکه یې په کراچۍ کې ثبت کړی دی.

د تښتول شوې ماشومې د مور ځينې ويډیويي پیغامونه او مرکې په ټولنيزو رسنيو خپرې شوي، چې په‌کې وايي، «د ماشومې واده په خپله خوښه یې شوی او زه هم پرې رضا يم».

خو هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، «له زما څخه يوازې يوه نه، بلکې درې ويډيويي بيانونه په زوره ثبت کړای شوي دي».

د شکارپور د پوليسو مشر محمد کليم هم وویل، دوی ته هم د ماشومې د واده او ډاکوانو ته د پیسو ورکولو راپور ورکړل شوی، خو دا هر څه به له هغې وروسته معلوم شي چې ماشومه ترلاسه او عدالت ته وړاندې کړل شي.

د تښتول شوې حرم سعيد لپاره د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي او د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان هم د عدالت غوښتنه کړې او همداراز د سند لپاره د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر شاهي سيد افغانستان انټرنشنل ته وويل، د سند د کورنيو چارو ايالتي وزیر او د پوليسو له ايالتي مشر سره یې په دې اړه خبرې شوي او ژمنه ورسره شوې، چې ماشومه به ډېر ژر له ډاکوانو څخه راخوشې کړي.

په ټولنيزو رسنيو کې خلکو يادې پېښې ته سخت غبرګون ښودلی او له سند حکومت څخه یې د ماشومې د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

نثار باز خان: خیبر پښتونخوا کې پر تاوتریخوالي د ملي رسنیو چوپتیا د توکمیز تبعیض نښه ده

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۲:۴۴ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ غړي نثار باز خان د پاکستان په ملي رسنیو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د خلکو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې د رسنیو چوپتیا د «توکمیز تبعیض» او دوه ګوني چلند څرګندونه کوي.

نثار باز خان په خپله اېکس پاڼه کې ویلي چې د شپې تر دولسو بجو او نږدې لس ساعتونو وروسته هم د پاکستان په هېڅ برېښنايي رسنۍ کې، په باجوړ کې د یوه وژل شوي بې‌ګناه ماشوم پر وړاندې د «ظلم او بربریت» په اړه ځانګړی خپرونه یا ټېلويزيوني بحث نه دی خپور شوی.

هغه پوښتنه کړې: «ایا زموږ وینه دومره ارزانه ده؟»

نثار باز خان ویلي چې هر ځل چې په خیبر پښتونخوا کې د ظلم او بربریت پېښې رامنځته کېږي، ملي رسنۍ چوپ پاتې کېږي او هېڅ ځانګړي پروګرامونه یا بحثونه نه پرې ترسره کېږي.

هغه زیاتوي چې دا حالت د پښتنو او بلوڅو پر وړاندې د «دوه ګوني معیار او تبعیضي چلند» څرګندونه کوي.

نوموړي له دولتي ادارو پوښتنه کړې چې ایا د دې پوښتنو لپاره کوم منطقي ځواب لري او ویلي یې دي: «یو ریاست، دوه قانونونه، د منلو وړ نه دي.»

محمد حنیف اتمر: د نثار محمد یوسفزي فداکاري د سیمه‌ییز یووالي او تاریخي پیوستون نښه ده

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۱:۵۸ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د نثار محمد یوسفزي فداکارۍ د ستاینې په ترڅ کې ویلي، چې د هغه مبارزه د سیمې د ملتونو ترمنځ د تاریخي یووالي او پیوستون څرګندونه کوي او د ګډ تمدني فضا د پیاوړتیا پیغام لري.

هغه پر اېکس خواله رسنۍ کې د نثار محمد یوسفزي د فداکارۍ ستاینه کړې او هغه یې د یو «متعهد او ځان‌بسیا وطنپال» په توګه یاد کړی دی.

اتمر لیکلي چې نثار محمد یوسفزي د ازادۍ او د یو بل هېواد د امنیت د دفاع لپاره په زړورتیا جګړه کړې او دا کار د هغه په وینا د هغه ملت د یووالي او همغږۍ ښکاره بېلګه ده چې «د رسمي پولو هاخوا په شمال، ختیځ او جنوب کې ولاړ دی».

هغه زیاته کړې: «دا فداکاري د هغه ګډ تمدني حوزې ترمنځ د نه شلېدونکي پیوستون تایید دی چې زموږ ملتونه سره نښلوي.»

اتمر د تاجکستان له لوري د نثار محمد یوسفزي د فداکارۍ د ستاینې هرکلی هم کړی او ویلي یې دي چې دا اقدام د افغان ملت د «پایدارې او لویې مبارزې» درناوی دی.

هغه ټینګار کړی چې د ازادۍ، مشروع نظام او د خلکو د اساسي حقونو لپاره مبارزه په اوسني وخت کې تر بل هر وخت زیات د ملي تفاهم او سیمه‌ییزې همغږۍ اړتیا لري.