• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: د کانګو تبې د مخنیوي لپاره دې د اختر پر مهال روغتیايي سپارښتنې مراعت شي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۹:۰۳ GMT+۱تازه شوی: ۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۱ GMT+۱

په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ادارې د اختر له رانږدې کېدو سره له خلکو غوښتي چې د حیواناتو د حلالولو او غوښې د پروسس پر مهال روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي، څو د کانګو وینې بهېدونکې تبې او نورو ساري ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي.

په افغانستان کې دروغتیا نړیوالې ادارېدفتر په خپل اېکس پوسټ کې د عامې روغتیا او د ناروغیو د مخنیوي په موخه یو لړ سپارښتنې خپرې کړې دي.

ادارې ویلي چې د حیواناتو حلالول باید د کورونو له چاپېریاله لرې، په پاک او خلاص ځای کې ترسره شي، ترڅو د احتمالي ناروغیو د خپرېدو خطر کم شي.

د روغتیا نړیوالې ادارې همدارنګه سپارښتنه کړې چې خلک دې د حیواناتو د حلالولو او غوښې پرېکولو پر مهال له محافظتي وسایلو لکه دستکشو، ماسکونو او محافظتي چپنو استفاده وکړي، څو د حیواناتو له وینې او نورو مایعاتو سره د مستقیم تماس خطر راکم شي.

په پوسټ کې راغلي چې د غوښې د پرېکولو او چمتو کولو ځایونه باید پاک وساتل شي او حیوان دې تر هغې ځوړند وساتل شي چې وینه یې په بشپړ ډول ووځي او وچه شي.

ادارې له خلکو غوښتي چې د حیواناتو پاتې شوني هم په خوندي او مناسب ډول له منځه یوسي، څو چاپېریال پاک او خوندي پاتې شي.

د روغتیا نړیوالې ادارې د اختر په مناسبت خلکو ته د خوندي او سالم اختر هیله هم څرګنده کړې ده.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

فراه کې د جراحي عملیاتونو زیاتېدل؛ ایا ټولې پېښې عملیاتو ته اړتیا لري؟

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۸:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د روغتیا وزارت وايي چې د فراه ولایتي روغتون کې په یوه کال کې له ۳۵۰۰څخه زیات جراحي عملیات ترسره شوي، خو د دولتي روغتونونو د جراحي عملیاتو لوړې شمېرې د روغتیايي خدماتو او د غیرضروري عملیاتو د احتمال په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

طالبانو ویلي چې په تېر کال کې د فراه ولایتي روغتون کې ټولټال ۳۵۵۳ جراحي عملیات په بریالیتوب سره ترسره شوي دي، چې له دې ډلې ۱۸۸۲ لوی او ۱۶۷۱ واړه عملیات دي.

طالبان دا یوه لاسته راوړنه ګڼي او وایي چې دا د دې روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت ښکارندویي کوي.

خو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې په ځینو مواردو کې، په ځانګړي ډول د ښځو د ولادي قضیو په برخه کې، د دولتي روغتونونو ټول عملیاتونه روښانه طبي اړتیا نه لري او احتمال شته چې ځینې قضیې د دونرانو د مالي ملاتړ یا مالي هڅونو له امله عملیاتو ته واړول شي.

د دغو سرچینو په وینا، په ځینو حالاتو کې، په ځانګړي ډول د زېږون اړوند ستونزو کې، ښځې تر ډېره عملیات کېږي، په داسې حال کې چې ځینې نور ناروغان چې ورته ستونزې لري د واسطې لرلو له امله له عملیاتو معاف کېږي.

ماهره (مستعار نوم) وایي چې څه موده وړاندې له یوې ولادي ناروغې سره یو دولتي روغتون ته تللې وه. د هغې په وینا، ډېری ولادي ناروغان عملیات کېدل. هغه وایي: «پخوا به داسې نه وه، حتی ښځو به په کورونو کې زېږون کاوه او د عملیاتو شمېر به بیخي کم و، اوس ډېری ښځې د ماشوم د زېږون پر مهال عملیات کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان روغتیايي نظام د تجهیزاتو، امکاناتو او تخصصي خدماتو له کمښت سره مخ دی، چې همدې موضوع د روغتیايي خدماتو د کیفیت او عدالت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

فضلي: اروپا کې د ښي‌ اړخو زیاتېدونکي نفوذ د کډوالو پر وړاندې سخت دریځ پیاوړی کړی

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۷:۵۸ GMT+۱

د جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي ویلي چې په اروپا کې د ښي‌اړخو سیاسي جریانونو پراخېدو د کډوالو پر وړاندې د حکومتونو سخت اقدامات زیات کړي او له طالبانو سره د اروپایي ټولنې تعامل یې د بشري حقونو په برخه کې د دې ټولنې پر اعتبار پوښتنې راپورته کړې دي.

فضل محمود فضلي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې په اروپا کې د ښي‌ اړخو سیاستونو زیاتېدونکي نفوذ یو شمېر حکومتونه دې ته اړ کړي چې د کډوالو پر وړاندې لا سخت او بېړني اقدامات وکړي.

هغه همدارنګه د اروپایي ټولنې پر وروستي تعامل نیوکه کړې او ویلي یې دي چې له طالبانو سره اړیکې، چې د هغه په وینا میلیونونه ښځې او نجونې له زده‌کړې او کار څخه محروموي، د بشري حقونو په برخه کې د دې ټولنې اعتبار زیانمن کړی دی.

فضلي لیکلي: «په اروپا کې د ښي‌ اړخو سیاستونو زیاتېدونکي نفوذ ډېر حکومتونه د کډوالو پر وړاندې د سختو او بې‌وسه اقداماتو لوري ته بیولي دي. د اروپایي ټولنې وروستي تعاملات له طالبانو سره د دې ټولنې د بشري حقونو او ارزښتونو د اعتبار وروستی ټکان دی.»

هغه زیاته کړې چې اروپایي ټولنه نور اخلاقي صلاحیت نه لري چې پر نورو هېوادونو د ارزښتونو په اړه خبرې وکړي.

د هغه په وینا دا وضعیت د نړیوالو بشري حقونو په اړه د اروپا د دریځ پر اعتبار جدي پوښتنې راپورته کوي.

اروپایي ټولنه: بامیان کې د ښځو د ټولنیزو سپما ګروپونو له لارې ۵۳ کاروبارونه جوړ شوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۶:۲۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازولۍ ویلي چې په بامیان ولایت کې د یاکاولنګ ولسوالۍ د ښځو د ټولنیزو سپما ګروپونو له لارې ۵۳ټولنیز کاروبارونه رامنځته شوي او ښځو ته د مشرتابه او سوداګرۍ روزنه ورکړل شوې ده.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ په خپله اېکس پاڼه کې ویلي چې غړو یې په بامیان ولایت کې د یاکاولنګ ولسوالۍ د ښځو له یوې ټولنیزې سپما ډلې سره لیدنه کړې ده. دغه لیدنه په افغانستان کې د اغا خان پراختیايي شبکې په همکارۍ ترسره شوې ده.

په پوسټ کې ویل شوي چې د دې پروګرام له لارې تر اوسه ۵۳ټولنیز کاروبارونه جوړ شوي، ښځو ته د مشرتابه او سوداګرۍ په برخه کې روزنه ورکړل شوې، او د پانګونو دوران درې ځله ترسره شوی دی.

د اروپایي ټولنې استازولۍ دا اقدام د ښځو د سوداګرۍ، اقتصادي ودې او د ټولنې په کچه د پراختیایي پرمختګ یوه بریالۍ بېلګه بللې ده.

طالبان: تېره ورځ له پنځه زره زیات افغان کډوال هېواد ته جبري راستانه کړل شوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۵:۲۹ GMT+۱

د طالبانو تر چترلاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، د جمعې په ورځ ۵۰۶۰افغان کډوال له بېلابېلو لارو افغانستان ته جبري راستانه کړل شوي. دغه کمېسیون ویلي چې یاد کډوال له لومړنیو مرسته وروسته خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي.

یاد کمېسیون په خپل ورځني راپور کې ویلي چې د تورخم له لارې ۷۶۵ کورنۍ، چې ټول ۴۱۸۹ تنه کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

همدارنګه د سپین بولدک له لارې ۸۵ کورنۍ، چې ۳۹۳ کسان جوړېږي، افغانستان ته ستنې شوې دي.

په راپور کې ویل شوي چې د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۸۷ کورنۍ، چې ۳۸۹ تنه کېږي، هېواد ته راستانه شوي او همدارنګه ۱۷۲۰ تنه نور مسافر هم هېواد ته داخل شوي دي.

د هرات د اسلام‌کلا له لارې بیا ۲۴ کورنۍ، چې ۸۹ تنه جوړېږي، افغانستان ته راستنې شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، ټول ۹۶۱ کورنۍ او ۵۰۶۰ تنه ثبت شوي له لومړنیو مرستو ورسته خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي.

اوچا: په ننګرهار کې سېلاب ځپلي بېړنیو او دوامدارو مرستو ته اړتیا لري

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۵:۲۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د افغانستان د دفتر مشرې اېمي مارټین، ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال ویلي، هغه کورنۍ چې د سیند غاړو مېشت وو، سختو سېلابونو زیانمنې کړې دي او اوس بېړنیو او اوږدمهالو مرستو ته اړتیا لري.

نوموړې ویلي، مرستندویه ادارو زیانمنو شویو کورنیو ته لنډمهاله سرپناه، خوراکي توکي او غیرخوراکي مرستې رسولې دي، خو د خلکو اړتیاوې لا هم پراخې دي.

د اېمي مارټین په وینا، د سیمې خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي. ځینې کورنۍ ځکه خپلو سیمو ته بېرته ستنېدای نه شي چې د سیند پر غاړه یې ژوند کاوه او شخصي ځمکه نه لري او ځینې نور یوازې د خپلو ویجاړو شویو کورونو د بیا رغونې او ترمیم غوښتنه کوي.
هغې ټینګار وکړ چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له سختو اغېزو سره مخ هېواد دی او د واورو له ویلې کېدو سره به د سېلابونو ګواښ لا زیات شي.

د اوچا د افغانستان مشرې زیاته کړې: «په افغانستان کې زموږ لویه ستونزه د مرستو د بودجې کمښت دی. موږ تر اوسه یوازې د اړتیا وړ بودجې ۴۰ سلنه ترلاسه کړې ده.»

نوموړې یادونه کړې چې یوازې نهه میاشتې وړاندې همدې سیمې زلزله هم تجربه کړې وه او ډېر شمېر خلک لا هم بې‌ځایه شوی ژوند کوي او دایمي حل‌لارې ته اړتیا لري.
اېمي مارتین له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان له زیانمنو خلکو سره د لنډمهالو، انتقالي او دایمي استوګنځایونو د برابرولو لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي.