• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهباز شریف د سي‌پیک پروژې د دویم پړاو د پلي کولو پره چین ته لاړ

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۱:۰۶ GMT+۱

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د یوه څلور ورځنې ورځني رسمي سفر په موخه د چین د هانګژو ښار ته په سفر لاړ. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه سفر اصلي موخه د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز د دویم پړاو عملي کول دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، ټاکل شوې ده چې شهباز شریف به لومړی په هانګژو ښار کې د ژیجیانګ ایالت له چارواکو سره وګوري او د سي‌پیک د دویم پړاو په تړاو د سوداګرۍ په جوړ شوي فورم کې ګډون وکړي. نوموړي زیاته کړې، چې شریف به په دغه سفر کې د نړیوال سوداګریز شرکت «علي بابا» له مرکزي دفتر څخه د لیدنې ترڅنګ د دوه اړخیزو همکاریو څو مهم هوکړه‌لیکونه هم لاسلیک کړي.

ټاکل شوې، چې د پاکستان لومړی وزیر به له هانګژو ښار څخه وروسته د چین پلازمېنې بېجینګ ته سفر وکړي. نوموړی به په بېجینګ کې د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ او لومړي وزیر لي چیانګ سره جلا جلا رسمي لیدنې او خبرې اترې ولري او د دې ترڅنګ شهباز شریف به د پاکستان او چین د ډیپلوماټیکو اړیکو د ۷۵مې کلیزې په مناسبت په جوړه شوې ځانګړې غونډه کې هم ګډون وکړي.
د پاکستاني چارواکو په وینا، چین ته د شهباز شریف دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته نوې بڼه ورکړي او په ځانګړې توګه به د سي‌پیک پروژې د دویم پړاو په چوکاټ کې د پاکستاني او چینایي شرکتونو ترمنځ همکارۍ لا پسې پراخې کړي.

ترویج لرونکی

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی
۱

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۲

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي د افغانانو جبري اېستل دې ودرول شي

۵

برېتانیا کې ۷ افغانان د ماشومانو پروړاندې د جنسي ځورونو په تور نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

په چین کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله ۹۰ کسان وژل شوي دي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۱ GMT+۱

د چین د شانشي ولایت په چینیوان ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په يوه کان کې د چاودنې له امله لږ ترلږه ۹۰ کان کېندونکي وژل شوي دي. چارواکو دا پېښه له ۲۰۰۹ کال راهیسې په دغه هېواد کې د کانونو تر ټولو خونړۍ او مرګونې پېښه بللې ده.

د چین شینهوا خبري اژانس راپور ورکړی، یاده پېښه د جمعې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې په کان کې سلګونه متره لاندې ۲۴۷ کارګر په کار بوخت وه.

د راپورونو له‌مخې، د ژغورنې عملیات په شدت سره روان دي او د پېښې د رامنځته کېدو اصلي لامل تر څېړنې لاندې دی. د قیچاشا» د شرکتونو د ډیټابیس معلومات ښيي چې د دغه کان چارې د «شانشي تونګژو ګروپ لیوشینیو کول انډسټري» لخوا مخته وړل کېدې؛ دا شرکت په ۲۰۱۰ کال کې تاسیس شوی او د «شانشي تونګژو کول کوکینګ ګروپ» تر کنټرول لاندې کار کوي.

په ورته مهال د چین ولسمشر شي جین پینګ له ټولو اړوندو چارواکو وغوښتل چې د ټپیانو د درملنې او د ورکو شویو کسانو د پلټنې او ژغورنې په عملیاتو کې له «هیڅ ډول هڅې درېغ ونه کړي». نوموړي دغه راز امر وکړ چې د پېښې د علت په اړه دې دقیقې څېړنې وشي.

بلوچستان: تربت کې ایران ته پر لاره د افغانانو موټر ټکر کړی؛ ۹ کسان ټپیان شوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۹:۱۷ GMT+۱

د بلوچستان ایالت د تربت ولسوالۍ په ګن سیمه کې ایران ته پر لاره د افغانانو یو موټر له ترافیکي پېښې سره مخ شوی، چې له امله یې ۹ افغان وګړي ټپیان شوي دي. د چارواکو په وینا، په ټپیانو کې پنځه ښځې هم شاملې دي.

ځايي پولیسو ویلي، د ټکر د څرنګوالي او لاملونو په اړه تر اوسه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

ځايي چارواکي وایي چې له پېښې وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې او ټول ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.

د راپورونو له مخې، یادو افغان وګړو غوښتل د غیرقانوني سفر له لارې ایران ته ولاړ شي.

نبیل: د بلوڅو وسله‌وال خوځښت کې د ښځو راڅرګندېدل د مبارزې په روایت کې نوی بدلون دی

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۸:۴۱ GMT+۱

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل ویلي چې د بلوڅو وسله‌وال خوځښت په پیغامونو او تبلیغاتي روایتونو کې د ښځو راڅرګندېدل د دې خوځښت په سمبولیک، ټولنیز او تبلیغاتي جوړښت کې د پام وړ بدلون څرګندوي.

رحمت الله نبیل په خپله اېکس پاڼه کې د بلوڅو د وسله‌وال خوځښت د وروستیو پرمختګونو په اړه تبصره کړې او دا یې «د پام وړ تحول» بللی دی.

هغه لیکلي: «له چوپتیا تر مقاومت پورې، د بلوڅو ښځو راڅرګندېدل د وسله‌والو بېلتون‌پالو پیغامونو په ډګر کې د بلوڅو د پاڅون په سمبولیک، روایتي او ټولنیز نفوذ کې د پام وړ بدلون څرګندوي.»

د نبیل څرګندونې وروسته له هغې رامخته شوې، چې د بلوڅو اړوند یوې رسنیزې پاڼې ویډيوي راپور خپور کړ، چې د بلوڅ ازادي‌ غوښتونکي پوځ اړوند ښځینه قومندانې شېناز بلوچ پکې د ښځينه ټولي روزنه کوي.

د شېناز بلوچ په خپره شوې ویډیو کې د بلوڅو نجونو د وسله‌والې روزنې صحنې هم ښودل شوي دي. نوموړې په دغه ویديو کې ادعا کړې چې پر بلوڅو «جبر او فشار» روان دی او بلوڅان یې «محکوم» بللي دي. د راپور له مخې هغې همدارنګه پر هغو هېوادونو نیوکه کړې چې د بلوڅو د وسله‌والو خوځښتونو په اړه منفي دریځ یا تبلیغات کوي.

په راپور کې دا د بلوڅو د وسله‌وال خوځښت په رسنیز او تبلیغاتي حضور کې د ښځو د لومړي ښکاره حضور په توګه یاد شوی، خو د دغو ادعاوو او د ویډیو د محتوا په اړه لا خپلواکو سرچینو جلا تایید نه دی کړی.

د امریکا حکومت د ایبولا ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي لپاره نوي سفري محدودیتونه اعلان کړي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۴:۳۰ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سفري او قونسلي خدمتونو څانګې خبرداری ورکړی چېد ایبولا ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي لپاره حکومت تازه سفري محدودیتونه وضع کړي دي.

د دغه خبرداري له مخې، هغه امریکايي وګړي او د ګرین‌کارټ لرونکي کسان چې په تېرو ۲۱ ورځو کې د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت، یوګانډا یا سویلي سوډان کې پاتې شوي وي، امریکا ته به یوازې د ځانګړو هوايي ډګرونو له لارې دننه کیږي او په دغو هوايي ډګرونو کې به د ایبولا ځانګړې روغتیايي معاینات ترسره کېږي.

هغه میدانونه چې روغتیایي تدابیر ورته نیول شوي د واشنګټن ډلس نړیوال هوايي ډګر، د اټلانتا نړیوال هوايي ډګر او هوسټن جورج بوش نړیوال هوايي ډګر دی.

د دغه وزارت په خبره، مسافر دې د الوتنو د بدلون یا لغوه کېدو لپاره هم چمتو وي او له سفر مخکې دې له خپل هوايي شرکت سره اړیکه ونیسي.

تر دې وړاندېد ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی وه چې کانګو او یوګانډا کې د «بونډي‌بوجیو» ویروس له امله د ایبولا ناروغۍ خپرېدل د نړیوالې اندېښنې وړ عامه روغتیايي بېړنی حالت رامنځته کړی.

دغه سازمان همداراز سپارښتنه کړې وه چې هېوادونه دې خپلې پولې نه تړي او پر سفرونو او سوداګرۍ دې محدودیتونه نه لګوي، ځکه د دوی په وینا دا ډول اقدامات علمي بنسټ نه لري او ښايي د ناروغۍ د کنټرول هڅې لا ستونزمنې کړي.

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۳:۳۶ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا د کرمې ولسوالۍ په منځنۍ برخه کې د تحریک طالبان پاکستان او د هغې نه بېلې شوې ډلې جمعیت الاحرار ترمنځ په خونړیو خپلمنځي نښتو کې لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي دي.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، دغه نښتې د مناتو په سیمه کې هغه مهال پیل شوې چې د تحریک طالبان پاکستان مرکزي شورا د جمعیت الاحرار د ځینو قوماندانانو پر ضد د انضباطي ګامونو پرېکړه وکړه.

سرچینې وایي، د جمعیت الاحرار جنګیالیو ته ویل شوي وو چې خپلې وسلې کېږدي او یا د سیمې د طالب قوماندانانو لارښوونې ومني، خو د دواړو لورو ترمنځ ترینګلتیا وروسته په وسله‌واله نښته بدله شوه.

د راپورونو له مخې، په دغو نښتو کې د جمعیت الاحرار ۱۹ جنګیالي وژل او د تحریک طالبان پاکستان درې غړي وژل شوي دي.
سرچینو زیاته کړې چې د شخړې د هواري لپاره یوه قومي جرګه هم راغوښتل شوې وه، خو د خبرو پر مهال وضعیت ترینګلی شو او د دواړو ډلو ترمنځ ډزې پیل شوې.

ویل کېږي، جمعیت الاحرار د خپلو وژل شویو کسانو د غچ اخیستو ژمنه کړې او د خپلو غړو انځورونه یې هم په ټولنیزو شبکو کې خپاره کړي دي.

په جلا پېښه کې، امنیتي سرچینو ویلي چې د شمالي وزیرستان د شوال او سپینوام په سیمو کې د وروستیو پوځي عملیاتو پر مهال یو مهم وسله‌وال قوماندان، چې جان میر مشهور په تور ثاقب نومېده، له شاوخوا ۳۰ نورو وسله‌والو سره یو ځای وژل شوی دی.

د سرچینو په خبره، نوموړی د چاودېدونکو توکو او کورنیو بمونو په جوړولو کې ماهر بلل کېده او د جګړه‌ییزو تګلارو له امله پېژندل کېده.

ددغه قومندان او ورسره وژل شویو وسله والو په اړه تر اوسه مخالفو وسله والو څه ندي ویلي.