حاجي حضرت علي: پاکستان په افغانستان کې د بې ثباتۍ لپاره د داعش ډلې روزنه او تمویل کوي
د مشرقي جهادي شورا مشر حاجي حضرت علي ویلي، د پاکستان له خوا د داعـ. ـش او ورانکارو ډلو عملي روزنه او تمویل روان دی.
هغه زیاته کړې، دا روزنیز مرکزونه د خېبر پښتونخوا اورکزیو ایجنسۍ، باجوړ، تیرا او چترال سربېره په بلوچستان او مستونګ کې فعال دي چې د پوځ افسران یې اداره کوي.
حضرت علي په یوه خپور کړي پیغام کې ټینګار کړی چې افغانستان د نیابتي جګړو قرباني نه، بلکې د خپلواک ولس ګډ کور دی. ده ادعا کړې چې پاکستان یو ځل بیا هڅه کوي ځینې مخالفې څېرې او د داعش ډلې سره راټولې او تجهیز کړي څو په افغانستان کې بېثباتي، ګډوډي او سیاسي بحران رامنځته کړي.
هغه زیاته کړې چې افغان ولس د تېرو لسیزو له ترخو تجربو زدهکړه کړې او دا ډول لوبې به بریالۍ نه شي.
هغه د ډیورنډ په کرښه د پرتو سیمو اوسېدونکو باندې غږ کړی څو د دغو هڅو پر وړاندې ویښ او حساس پاتې شي او د افغانستان د ورانولو لپاره د دوی د نوم او احساساتو څخه ناوړه استفاده و نه شي. هغه ټینګار کړی چې د ترهګرو ډلو د جوړولو او د داخلي اختلافاتو د ژوندي ساتلو سیاست د هېڅ ګاونډي په ګټه نه دی.
حضرت علي له اسلاماباد غوښتي چې د تېرو تجربو زدهکړه وکړي، د ترهګرۍ او افراطیت له ملاتړ څخه لاس واخلي او د سالم ګاونډیتوب، متقابل احترام او سیمهییز ثبات لاره خپله کړي. ده ویلي که پاکستان ریښتینې مبارزه د ترهګرۍ پر ضد وکړي، سیمه او نړۍ به له ښه امنیته برخمنه شي، او که نه وي، نړۍ ته به یو ځل بیا ثابته شي چې د ترهګرۍ ملاتړ د سیمې او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی.
هغه همدارنګه ډیورنډ کرښه «ملي او تاریخي موضوع» بللې چې د ټول ملت د حاکمیت او تاریخ برخه ده.
د مشرقي جهادي شورا دغه مشر د افغانستان له اوسنیو حاکمانو هم غوښتنه کړې چې خلک د کډوالۍ او بېبرخلیکۍ ترخو شپو ته نه اړ باسي، بلکې د ملي تفاهم، پراخ سیاسي مشارکت او ملي یووالي لپاره عملي ګامونه پورته کړي، څو ټول وګړي د هېواد په راتلونکې کې ځان شریک احساس کړي او افغانستان د تلپاتې امنیت، ثبات او پرمختګ پر لور ولاړ شي.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او د دې خاورې ساتنه او روښانه راتلونکی د هر افغان ګډ مسؤلیت دی.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.