بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

د بلوچستان ایالت د ګوادر ولسوالۍ په جیونۍ سیمه کې پولیسو د عملیاتو پر مهال ۴۷ افغان وګړي نیولي، چې ویل کېږي د جیونۍ سمندر له لارې په وړو کېښتیو کې یې ایران ته په ناقانونه ډول د تګ هڅه کوله.
چارواکي وایي، نیول شوي کسان لومړنیو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو وروسته د نورو پلټنو او قانوني چارو لپاره د پاکستان د فدرالي پلټنو ادارې ته سپارل شوي دي.
پولیسو ټینګار کړی چې د انسان قاچاق، ناقانونه تګ راتګ او په سرحدي سیمو کې د جرمونو د مخنیوي لپاره به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، څو د سیمې امنیت او د قانون واکمني خوندي وساتل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې د بلوچستان په کیچ ولسوالۍ کې هم شاوخوا سل افغانان د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي وو، چې غوښتل یې په ناقانونه ډول ایران ته ولاړ شي.
