د پاکستان د پوځ مشر په تهران کې د پزشکیان په ګډون له قالیباف او عراقچي سره وکتل

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر تهران ته د سفر پر مهال د ایران د ولسمشر مسعود بزشکیان، د دغه هېواد د پارلمان له رییس قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره جلا جلا لیدنې کړي دي. د العربیه نیوز شبکې د راپور لهمخې، منیر په دغه سفر کې ایران ته د امریکا پېغام لېږدوي.

