په بنګلهدېش کې د شري ناروغۍ له امله د مړه شویو ماشومانو شمېر له ۵۰۰ څخه واوښت

د بنګلهدېش روغتیايي چارواکو خبر ورکړی، چې د روان کال د مارچ میاشتې راهیسې په دغه هېواد کې د شري ناروغۍ له امله له ۵۰۰ څخه ډېر ماشومان مړه شوي دي.

د بنګلهدېش روغتیايي چارواکو خبر ورکړی، چې د روان کال د مارچ میاشتې راهیسې په دغه هېواد کې د شري ناروغۍ له امله له ۵۰۰ څخه ډېر ماشومان مړه شوي دي.
د بنګلهدېش د روغتیايي خدماتو د عمومي ریاست د شنبې په ورځ راپور ورکړی، د روان کال د مارچ له ۱۵مې د مې تر ۲۳مې نېټې پورې په دغه هېواد کې ۶۲۵۰۷ د شري شکمنې پېښې او ۸۴۹۴ په لابراتواري توګه تایید شوې انتاني پېښې ثبت شوې دي.
د راپورونو لهمخې، په وروستیو میاشتو کې د دغې ناروغۍ پېښې په بنګلهدېش کې په خورا چټکۍ سره خپرې شوې، چې له امله یې روغتونونه له ناروغانو ډک شوي او د بنګلهدېش پر کمزوري روغتیایي سیستم یې په ځانګړي ډول په کلیوالو ولسوالیو او د ښارونو په ګڼه ګوڼه لرونکو او بېوزلو سیمو کې سخت فشار راوړی دی.
روغتیایي چارواکي وایي، تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د دغه سخت انتان او مړینې پر وړاندې تر ټولو ډېر زیانمن دي؛ په ځانګړې توګه هغه ماشومان چې یا بیخي نه دي واکسین شوي او یا یې یوازې په نیمګړې توګه د واکسین ډوزونه ترلاسه کړي دي.
بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان تېره میاشت ویلي وو چې د واکسیناسیون د منظم پوښښ کمښت او کمزورۍ، د دغې لویې کچې د ساري ناروغۍ د خپرېدو خطر زیات کړی دی.