په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۴ کسان وژل شوي

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله په تېرو ۴۸ ساعتونو کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله په تېرو ۴۸ ساعتونو کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د سیمهییزو او د طالبانو طبیعي پېښو د ادارو د چارواکو په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ کسان په بغلان ولایت، دوه تنه په بدخشان او یو کس په میدان وردګو کې د چټکو سېلابونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بغلان کې د طالبانو د والي ویاند فاروق خپلواک ویلي، د سېلابونو له امله لسګونه کسان ټپیان شوي او پراخ مالي زیانونه هم اوښتي دي.
په بدخشان کې سیمهییزو چارواکو ویلي، دوه کسان وژل شوي، دوه نور لادرکه دي او له سلو ډېر کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي.
چارواکي وایي، سختو بارانونو د چهارشنبې ورځې راهیسې د هېواد ډېری برخې ځپلي او په ګڼو سیمو کې یې سېلابونه، د غرونو ښوویېدنې او د کرنیزو ځمکو زیانمنېدو پېښې رامنځته کړې دي.
د طالبانو تر چتر لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارې ادارې ویاند محمد یوسف ویلي، یوازې د پنجشنبې په ورځ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې شپږ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د روان کال د وري میاشتې له پیل راهیسې سختو ورښتونو او توپاني هوا په افغانستان کې پراخ زیانونه اړولي دي. تر دې وړاندې هم د حوت میاشتې د سېلابونو او بارانونو له امله لږ تر لږه ۱۴۸ کسان وژل شوي او ۱۳۷ نور ټپیان شوي وو.
افغانستان له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې د اقلیمي بدلون اغېزو کې ډېر زیانمن وي. د کمزورې بنسټیزې زېربنا، اوږدو جګړو او اقتصادي ستونزو له امله په لرې پرتو سیمو کې طبیعي پېښې ډېر درانه زیانونه اړوي.