صحرا کریمي: په افغانستان کې د «فکري موضوعاتو د له منځه وړلو سیسټماټیکه پروژه» روانه ده

د جمهوري نظام پر مهال د افغان فلم رییسې صحرا کریمي ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه یوازې ټولنیز بندیزونه نه دي، بلکې د هغې په وینا د «فکري او انساني موضوعاتو د له منځه وړلو یوه سیسټماټیکه پروژه» ده چې د انسان د ذهن، لید او غبرګون ظرفیتونه کمزوري کوي.
