ټرمپ د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲مه) په خپلې ټروث سوشل کې لیکلي: «څو شېبې مخکې مې د سعودي عربستان له محمد بن سلمان، د متحده عربي امارات له محمد بن زاید ال نهیان، د قطر له امیر تمیم بن حمد ال ثاني، د قطر له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني، د پاکستان له عاصم منیر، د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان، د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د اردن له پاچا عبدالله دوم او د بحرین له پاچا حمد بن عیسی ال خلیفه سره د ایران اسلامي جمهوریت او د سولې اړوند ټولو موضوعاتو په اړه ډېرې ښې خبرې وکړې».
د امریکا ولسمشر ویلي، چې دغه خبرې د ایران اسلامي جمهوریت او د سولې د یوې تفاهمنامې اړوند ټولو موضوعاتو په اړه ترسره شوې دي. هغه زیاته کړه: «دغه هوکړه تر ډېره د امریکا متحده ایالاتو، د ایران اسلامي جمهوریت او هغو هېوادونو ترمنځ چې نومونه یې یاد شول، تر بحث او خبرو لاندې راغلې او اوس یوازې وروستۍ بشپړونه پاتې ده».
ټرمپ همداراز د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره جلا ټیلیفوني خبرې هم «ډېرې ښې» بللې دي.
هغه زیاتوي: «د هوکړې وروستي اړخونه او جزییات اوس تر ارزونې لاندې دي او ډېر ژر به اعلان شي». ټرمپ ټینګار کړی: «د دې هوکړې د ګڼو نورو مادو ترڅنګ، د هُرمز تنګی به هم بېرته پرانېستل کېږي».
ټرمپ تر دې وړاندې هم څو ځله ویلي، یوازې هغه هوکړه به مني چې د ایران د یورانیمو د غني کولو او د غني شویو یورانیمو د زېرمو برخلیک هم پهکې شامل وي.
تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم ویلي وو، چې تهران او واشنګټن د جګړو د پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه وروستي پړاو نږدې شوې ده.
د اسماعیل بقایي په وینا، په دې هوکړه لیک کې د هُرمز تنګي تدریجي پرانېستل، د امریکا له لوري د بندیزونو نرمول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول هم شامل دي.
بقایي زیاته کړې، چې د دغه هوکړه لیک له احتمالي لاسلیک وروسته به د یوې پراخې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره له ۳۰ تر ۶۰ ورځو پورې نورې خبرې هم پیل شي.