د بلوچستان چمن ولسوالۍ کې د مالي جرمونو په تور افغان وګړي نیول شوي

د پاکستان د فډرالي څېړونو ادارې د بلوچستان څانګې چارواکو ویلي، یو شمېر افغان اتباع چې د حوالې او د اسعارو د ناقانونه تبادلې په قضیو کې ښکېل وو، تر سزا وروسته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
چارواکو د شنبې په ورځ وویل، د دغو کسانو پر ضد د بهرنیو اسعارو د مقرراتو قانون له مخې مقدمې ثبت شوې وې. د چمن ولسوالۍ او محکمې په بېلابېلو قضیو کې تورنو کسانو ته د بند سزاوې اورولې وې.
د فدرالي پلټنوادارې په وینا، په یوه قضیه کې محکمې د ملي خزانې په ګټه د ۱،۸ میلیونه پاکستانیو روپیو د ضبطولو امر هم کړی دی.
ادارې زیاته کړې، هغه کسان چې د حوالې او د ناقانونه اسعارو د تبادلې پر مهال نیول شوي وو، په اغېزمن ډول محکمې ته وړاندې شول.
د بلوچستان د فدرالي د پلټنو ادارې مشر محمد بهرام خان ویلي، د هېواد د اقتصاد د خوندي ساتلو لپاره به د مالي جرمونو پر ضد عملیات دوام ولري او له ناقانونه مالي کاروبار سره به سخت چلند کېږي
