• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په تېره یوه ورځ کې ۴نیم زره افغانان ګاونډیو هېوادونو په جبري ډول ستانه کړي دي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۲۳:۲۴ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، پاکستان او ایران یوازې پرون (یکشنبه د غبرګوي ۳مه) له بېلابېلو لارو ۸۸۳ کډوالې کورنۍ چې شمېر ۴۵۹۲ تنه کېږي، جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي.د دغه کمېسیون په وینا، په همدې ورځ ۱۲۵۶ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

د دغه کمېسیون دارلانشاء د د یکشنبې په ماخوستن (د غبرګولي ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د تورخم له لارې ۷۷۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۱۴۲ کېږي، د سپین بولدک له لارې ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۵ کېږي، د نیمروز د ورېښمو پل له لارې ۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۵ کېږي او همداراز له همدې لارې ۱۰۵۵ نور مسافر او د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۰ کېږي هېواد ته په جبري توګه را اړول شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، له دې شمېر څخه ۱۲۵۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۸۰۴ ته رسېږي او همداراز له کابل څخه هم ۳۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۵۰ ته رسېږي خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځينو دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کېدو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.

په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري اېستنې زور اخیستی او په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي.

طالبانو همداراز ویلي، چې له بیا واکمنېدو راهیسې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کډوالو په ښارګوټو کې تر اوسه پر ۳۵ زره او ۱۸۹ کورنیو د استوګنې نمرې وېشلي دي، خو د چارو د شنونکو په باور، په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې میلیونونو کډوالو ستنېدو ته په کتو دغه شمېر په نشت حساب دی.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

افغان ښځینه خوځښتونه: د «زوجینو د تفریق اصولنامه» د نجونو د غلامۍ د مشروعیت سند دی

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۲۱:۰۹ GMT+۱

د ښځو د خوځښت شبکې او د ازادۍ لپاره د افغان مېرمنو متحد غورځنګ د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامې» د توشیح په غبرګون کې ویلي، چې دغه سند د افغانستان د نجونو د غلامۍ د مشروعیت ورکولو لپاره یو «شرموونکی قانون» دی.

د افغان مېرمنو دغو دوو اعتراضي خوځښتونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د دغه قانون توشیح ښيي، د طالبانو حکومت د ځپنې، ښځو ضد سیاستونو او د ماشومانو د حقونو د له‌منځه وړلو پر بنسټ ولاړ دی.

په اعلامیه کې راغلي چې طالبان اوس په رسمي ډول هڅه کوي د «شریعت» تر نامه لاندې د ماشومانو پلور ته قانوني بڼه ورکړي. د دغو خوځښتونو په وینا، طالبان غواړي د افغانستان نجونې له ټولګیو او زده‌کړو راوباسي او د جبري ودونو، چوپتیا او تاوتریخوالي پر لور یې ټېل وهي.

اعتراض کوونکو ښځو د ماشومانو ودونه د بشریت او د افغانستان د راتلونکي پر وړاندې جرم بللی او ویلي یې دي چې طالبان د دغه اصول‌نامې په توشیح سره د نجونو بدنونه او ژوند د خپلو ایډیولوژیکو موخو لپاره د معاملې وسیله ګرځوي.

د دغو خوځښتونو غړو ادعا کړې، چې طالبان د دې سند په توشیح سره افغان نجونې د «قانوني تېري او عصري غلامۍ» قرباني کوي. هغوی ټینګار کړی چې دغه اقدام له ماشومانو سره د سازمان‌یافته جرمونو بڼه لري او نړۍ باید دا د کلتور، مذهب او دود تر نوم لاندې توجیه نه کړي.

اعتراضي ښځو له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له بنسټونو او د نړۍ له حکومتونو غوښتي چې طالبان د جنسیتي اپارتاید او د ماشومانو پر ضد د جرمونو عاملین وپېژني او وغندي.

دوی همداراز غوښتنه کړې چې طالبان د دغو «غیر انساني سیاستونو» د عملي کوونکو په توګه په نړیواله کچه تر عدلي تعقیب لاندې ونیول شي.

په افغانستان کې ۶۴ سلنه فقر او په لوړ لګښت د ملاهبت‌الله د ۱۵۳ زره ټوکه اختریز پیغام وېشنه

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۶ GMT+۱

په داسې حال کې چې ۶۴ سلنه افغانان په فقر کې ژوند کوي او ۱۴ میلیونه یې د لوږې له جدي ګواښ سره مخ دي، طالبانو د خپل مشر اختریز پیغام په لوړ لګښت په رنګه بڼه چاپ او کابو په ټولو ولایتونو کې یې وېشلی دی. څارونکي وايي، پر یوه فقر ځپلي ولس واکمن ته دغه ډول د «ځان ښودنې» چاره نه ښايي.

د کابو ټولو ولایتونو لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو د لوی اختر په مناسبت د خپل مشر ملا هبت‌الله اختریز پیغام په لوړ لګښت او «رنګه بڼه» لسګونه زره ټوکه چاپ کړی او د وېشنې بهیر یې پیل کړی دی.

طالبان په لومړي سر کې دغه اختریز پیغام په خپلو منځو، بیا پر دولتي کارکوونکو او بیا یې پر ولس په لارو او کوڅو کې وېشي.

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له‌مخې، په هر ولایت کې لږ تر لږه ۴۵۰۰ ټوکه دغه اختر پیغامونه چاپ شوي چې په دې سره یې په ټولو ولایتونو کې یې شمېر لږ تر لږه ۱۵۳ زره ټوکو ته رسېږي. د څارونکو په وینا، دغه ډول رسالې هغه هم په رنګه بڼه په ډېر لوړ لګښت چاپېږي.

د ملا هبت‌الله چاپ شوی اختریز پیغام
100%
د ملا هبت‌الله چاپ شوی اختریز پیغام

څارونکي زیاتوي په داسې شرایطو کې چې کابو په ټول هېواد کې رسنۍ او په ځانګړې توګه خواله رسنۍ فعالې دي، په چاپي بڼه د دغه ډول پیغامونو خپراوی «دومره اړین» نه‌ دی او په وینا یې، د یوه فقر ځپلي ولس واکمنانو ته دغه ډول د «ځان ښودنې» چاره نه‌ښايي.

د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده اختریز پیغام د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳مه) خپور شو. نوموړي په دې پیغام کې په ټولو مسایلو کې ښځو ته له خطاب پرته یوازې د «افغان وروڼو» خطاب کړی دی.

هبت‌الله اخوندزاده په دې پیغام کې طالبان پر ولس له «ظلم» کولو منع کړي او ویلي یې دي: «په خلکو باندې له ظلم څخه ځان وساتئ، ځکه په دنیا کې چې هرچا ظلم کړی، که هرڅومره طاقتور وي، هغوی الله تعالی ذلیله او له شکست سره مخ کړي».

هغه د خپل نظام پر ساتنې او پالنې او د کوم هېواد د نوم له یادولو پرته د «دښمنانو بدو ارادو» پر دفع کېدو ټينګار کړی دی.

خو په دې پیغام کې د افغان ښځو او نجونو چې له نږدې ۵ کلونو راهیسې له زده‌کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو محروم دي، هېڅ یادونه نه‌ده کړې او همداراز پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په تړاو هېڅ هم نه‌دي ویل شوي.

د یادونې وړ ده، چې د جرمني بېلډ ورځپاڼې په خپل وروستي راپور کې د دغه هېواد د پرمختیا وزارت له قوله ویلي، چې د افغانستان شاوخوا ۶۴ سلنه وګړي په فقر کې ژوند کوي او نږدې ۱۴ میلیونه خلک د لوږې له جدي خطر سره مخ دي. همدارنګه میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ او د ژوند ګواښونکو ناروغیو له خطر سره مخ دي.

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۲۰:۳۷ GMT+۱

د حال‌وش په نوم د بشري حقونو بنسټ ادعا کړې، چې د ایران پوله‌ساتو ځواکونو د سیستان او بلوچستان ولایت اړوند د «بچه‌راهي» په سیمه کې پر هغو افغان کډوالو ډزې کړې چې غوښتل یې ایران ته ننوځي. د راپور له مخې، په دغه پېښه کې لږ تر لږه درې افغانان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

دغه بنسټ د یکشنبې په ورځ د سیمه‌ییزو سرچینو له قوله ویلي چې پېښه د غبرګولي په دویمه رامنځته شوې ده. د راپور له مخې، د ایران پوله‌ساتو پرته له مخکنۍ خبرتیا د افغانانو پر یوې ډلې ډزې پیل کړې.

حال‌وش ویلي، له ډزو وروسته یو شمېر افغانانو د تسلیمۍ په موخه خپل لاسونه پورته کړي وو، خو د سرچینو په وینا، ډزو بیا هم دوام موندلی دی.

د راپور له مخې، په دې ډله کې ښځو او ماشومانو هم شتون درلود. عیني شاهدانو ویډیوګانې او معلومات له حال‌وش سره شریک کړي چې ښيي له تسلیمېدو وروسته ځینې ژوندي پاتې شوې ښځې او ماشومان د ایراني سرحدي ځواکونو له تاوتریخوالي او وهلو ټکولو سره هم مخ شوي دي.

سرچینو دا هم ویلي چې سرحدي ځواکونو د دغو کسانو ګرځنده ټیلیفونونه او یو شمېر شخصي وسایل هم ضبط کړي دي.

حال‌وش ویلي چې د قربانیانو هویت تر اوسه نه دی روښانه شوی او ایراني چارواکو هم تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې پر بې‌وسلې کسانو او کډوالو د ګرمو وسلو کارول غیرقانوني دي او د بشري، اخلاقي او نړیوالو اصولو خلاف عمل ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې هم د ایران په سرحدي سیمو کې پر افغان کډوالو د ډزو ورته راپورونه خپاره شوي او د بشري حقونو بنسټونو پرې اندېښنې څرګندې کړې دي.

طالبان: په ننګرهار کې مو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې وسلې نیولي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۲ GMT+۱

په ننګرهار کې ځایي طالب چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې یې هغه وسلې او د نظامي وسلو پرزې نیولي چې د دوی په وینا له پاکستان څخه افغانستان ته د قاچاق په توګه راوړل کېدلې.

د طالبانو اړوند د ۲۰۱خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي وحیدالله محمدي ویلي، دغه عملیات د کشفي معلوماتو پر بنسټ د لعلپورې ولسوالۍ اړوند د باغ ناو په سیمه کې ترسره شوي دي.

د نوموړي په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې ۱۱قبضې تفنګچې او د ایم ۴ ټوپک یو شمېر پرزې کشف او ضبط شوې دي.

طالب مسوولینو ویلي چې یادې وسلې او پوځي تجهیزات افغانستان ته د قاچاق له لارې لېږدول کېدل، خو د طالب ځواکونو له لوري تر کشف وروسته ونیول شول.

طالب چارواکو همداراز زیاته کړې، چې نیول شوې وسلې او نظامي پرزې به د نورو قانوني او حقوقي پړاوونو د بشپړولو لپاره اړوند طالب ارګانونو ته وسپارل شي خو په تور یې د نیول شویو کسانو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان په ځینو سرحدي سیمو کې د وسلو او نظامي تجهیزاتو د ناقانونه لېږد او قاچاق په اړه وخت ناوخت راپورونه خپرېږي.

فقر که مسلک: په هرات کې په تېرو ۶ میاشتو کې څه باندې ۸۸۰ کسان د غلاوو په تړاو نیول شوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۱ GMT+۱

افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د فقر کچه لوړه شوې او له ایرانه د میلیونونو افغان کارګرو له شړلو وروسته له دغه هېواد سره سرحدي ولایت هرات کې د غلاوو ګراف ډېر لوړ شوی دی.د موندنو له‌مخې، په تېرو ۶ میاشتو کې ۸۸۲ کسان یوازې په همدې ولایت کې د غلاوو په تړاو نیول شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له‌مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته او د میلیونونو ګډوالو له راستنېدو او په ځانګړې توګه د کاري فرصتونو د کمښت، فقر او د افغان کارګرو پر مخ د ګاونډيو هېوادونو د دروازو په تړل کېدو سره په هېواد کې د غلاوو او نورو جنايي پېښو ګراف ډېر لوړ شوی دی.

د طالبانو اړوندې ادارې یوازې د نیول شویو غلو او د نورو جنايي پېښو د عاملینو د نیول کېدو په اړه څرګندونې کوي، خو د غلاوو کچه له دغو څرګندونو لوړه ده، ځکه طالبان د ثبت شویو پېښو راپور نه رسنیز کوي او دغه ټول امار او ارقام د هرات ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ له لوري په تېرو شپږو میاشتو کې د خپرو شویو خبرپاڼو له‌مخې را اخیستل شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له‌مخې، یوازې د تېر کال په لیندۍ، مرغومي، سلواغې، کب او د سږکال په وري او غويي میاشتو کې په هرات ولایت کې د ښځو په ګډون ۸۸۲ کسان د بېلابېلو جنايي پېښو په تړاو نیول شوي او ځینې یې یا د سیمې د اوسېدونکو او یا هم د طالبانو له لوري د مقاومت پر مهال وژل شوي او ټپیان شوي هم دي. په دغو کسانو کې څه باندې ۹۵سلنه یې د غلاوو او پاتې نور یې د جنايي پېښو لکه؛ قتل، جعلکارۍ، د نشه‌يي توکو پېر او پلور او د وسلو لېږد په تړاو نیول شوي دي.

په دې نیول شویو غلو کې نږدې ۱۰ تنه یې ښځې دي او دوی تر ډېره له زرګریو غلاوې کوي او هغه داسې چې لومړی زرګرۍ ته په ننوتلو سره پلورونکی د سروزرو په ښکته او پورته کولو بوختوي او بله یې بیا سره زر غلا کوي.

دموندونو پر بنسټ، ډېری غلاوې له کورونو، په لارو کوڅو کې د موټرو، موټرسایکل، رېکشاوو او موبایلونو شوي او ان له هټیو ګاز ډبې او همداراز د کورونو له بامونو او کرنیزو ځمکو سولر او د اوبو پمپونه هم غلا شوي دي.

د موندنو له‌مخې، ډېری غلاوې په هرات ښار کې د دویمې، پنځمې، شپږمې، یولسمې، دولسمې او دیارلسمې امنیتي حوزو او همداراز په ولسوالیو کې ډېری غلاوې بیا د انجیل، ګذرې، غوریان او پښتون زرغون ولسوالیو په شاوخوا کې شوې دي.

د هرات په لویو لارو او په ځانګړې توګه د هرات- اسلام کلا تر منځ لاره کې له وسله‌والو غلاو سربېره د نشه‌يي توکو، وسلو او سپینو زرو قاچاقچیان چې غوښتل یې یاد مواد ایران ته ولېږدوي نیول شوي دي.

د هرات یو شمېر اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، په دغه ولایت کې تر ډېره غلاوې له کورونو سربېره د موټرسایلکونو، موټرو، ریکشاوو او موبایلونو کېږي.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، له دغو غلو څخه لسګونه موټر، موټرسایکلونه او رېکشاوې، میلیونونه افغانۍ، سلګونه زره ډالره، یوه اندازه سره او سپین زر، لسګونه وسلې، سلګونه موبایلونه، سلګونه کیلوګرامه تریاک او چرس، زرګونه نشه‌ کوونکي تابلیتونه، سولر، اب‌بازک او د ګازو ډبې هم ترلاسه شوې دي.

یوازې په سلواغې میاشت کې د ځايي طالبانو په وینا، د هرات ښار د ۱۱مې امنیتي حوزې په شاوخوا سیمو کې یو غل د غلا پر مهال د سیمې د اوسېدونکو له لوري وژل شوی دی او همداراز په غويي میاشت کې په کرُخ ولسوالۍ کې ۳ وسله‌وال غله له طالبانو سره په مخامخ نښته کې ټپيان او بیا نیول شوي دي.

همداراز په سلواغې میاشت کې ۷ داسې جعلکاران نیول شوي، چې د دغه ولایت له ځینو سیمو له خلکو په دې پلمه پیسې اخیستلې چې ګواکې نومونه یې د مرستو په بهیر کې شاملوي او یا هم جعلي پاسپورټونه یې جوړول.

په ورته وخت کې همدا ۳ ورځې مخکې (د غويي ۳۱مه) د جرمني بېلډ ورځپاڼې د دغه هېواد د پرمختیا وزارت له قوله ویلي، چې د افغانستان شاوخوا ۶۴ سلنه وګړي په فقر کې ژوند کوي او نږدې ۱۴ میلیونه خلک د لوږې له جدي خطر سره مخ دي. همدارنګه میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ او د ژوند ګواښونکو ناروغیو له خطر سره مخ دي.

په افغانستان کې ۶۴ سلنه وګړي په فقر کې ژوند کوي او ۱۴ میلیونه له لوږې سره مخ دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دې سره سم، یونېسف بیا په افغانستان کې د اقتصادي ناورین له امله خبرداری ورکړی او په ډاګه کړې یې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په دغه هېواد کې د افغانانو ژوند لا سخت شوی دی. د پخوانیو نړیوالو مرستو بندېدل، اوږدمهاله جګړې، فساد او طبیعي افتونو د افغانستان بشري وضعیت نور هم خراب کړی دی.

د یادې نړۍوالې ادارې په وینا، په هېواد کې داسې پېښې هم ثبت شوې چې ځینې کورنیو د بې‌وزلۍ له امله د خپلو ماشومانو پلور یا ودولو ته اړې شوې دي.

د یادونې وړ ده، همدا ۵ ورځې مخکې (د غويي ۲۹مه) د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند اریا ښارګوټي درېیم فاز ته نږدې د شمس په نوم یوه انجنیر د بې‌روزګاۍ او ناچارۍ له امله ځان ته اور اچولی وو او بیا د سختو ټپونو له امله ومړ.

هغه ځوان چې پرون یې په کابل کې ځان ته اور اچولی و د ټپونو له امله ومړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یاد کس کورنۍ غړو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه کس د کابل پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي نه فارغ شوی وو او یوه ځوانه مېرمن او درې ماشومان ترې پاتې دي.

د دغه ځوان مېرمنې له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته په استولي پیغام کې ویلي: «شمس هر ځای ولاړ، هېچا کار ورنه کړ، په پای کې یې له سختې نهیلۍ ځان وواژه».

د هغه مېرمن افغانستان انټرنشنل ته وايي، اوس د خپل ځان او ماشومانو د برخلیک په اړه اندېښمنه ده.