• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۲۳:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۵ GMT+۱

د امریکا جمهوري‌پال سناتور لینډسي ګراهام خبرداری ورکړی، که سعودي عربستان، قطر او پاکستان له ابراهيمي تړون سره له يو ځای کېدو څخه انکار وکړي، «دا به زموږ د راتلونکو اړیکو لپاره جدي پایلې ولري او دغه د سولې وړاندیز به د منلو وړ نه وي».

لينډسي ګراهم پر اېکس حواله رسنۍ ویلي، « که په حقیقت کې د ایران د شخړې د پای ته رسولو لپاره د دې مذاکراتو په پایله کې، زموږ عرب او مسلمان متحدین په سیمه کې د ابراهیمي تړون سره یوځای کېدو ته تیار شي، دا به دغه تړون د منځني ختیځ په تاریخ کې یو له تر ټولو مهمو تړونونو څخه وګرځوي».

هغه زیاته کړه، «د سعودي عربستان، قطر او پاکستان د ابراهیمي تړون سره یو ځای کېدل به د سیمې او نړۍ لپاره ژور بدلون رامنځته کړي. دا د ولسمشر ټرمپ له خوا یو ډېر هوښیار ګام دی».

سناتور ګراهم، سعودي عربستان او نورو هېوادونو ته په اشارې سره وويل، «اوس د دې وخت دی چې د نوي منځني ختیځ د راتلونکي لپاره زړور ګام واخلئ. زه تمه لرم، لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ وړاندیز کړی، تاسو به په رښتیا سره د ابراهیمي تړون برخه شئ او په عملي ډول به د عرب-اسرایل شخړه پای ته ورسوئ».

همداراز هغه خبرداری ورکړ، «که تاسو د دې لارې له منلو څخه انکار وکړئ، نو دا به زموږ د راتلونکو اړیکو لپاره جدي پایلې ولري او دغه د سولې وړاندیز به د منلو وړ نه وي. سربېره پر دې، تاریخ به دا یوه لویه سیاسي تېروتنه وبولي».

هغه ولسمشر ټرمپ ته، له ایران سره د یوې ښې معاملې لپاره په خپل دریځ د ټينګ پاتې کېدو ترڅنګ وويل، «دا هم مهمه ده چې پر دې ټینګار وکړې چې سعودي عربستان او نور هېوادونه باید د ابراهیم تړون برخه وګرځي».

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۲۰:۳۷ GMT+۱

د حال‌وش په نوم د بشري حقونو بنسټ ادعا کړې، چې د ایران پوله‌ساتو ځواکونو د سیستان او بلوچستان ولایت اړوند د «بچه‌راهي» په سیمه کې پر هغو افغان کډوالو ډزې کړې چې غوښتل یې ایران ته ننوځي. د راپور له مخې، په دغه پېښه کې لږ تر لږه درې افغانان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

دغه بنسټ د یکشنبې په ورځ د سیمه‌ییزو سرچینو له قوله ویلي چې پېښه د غبرګولي په دویمه رامنځته شوې ده. د راپور له مخې، د ایران پوله‌ساتو پرته له مخکنۍ خبرتیا د افغانانو پر یوې ډلې ډزې پیل کړې.

حال‌وش ویلي، له ډزو وروسته یو شمېر افغانانو د تسلیمۍ په موخه خپل لاسونه پورته کړي وو، خو د سرچینو په وینا، ډزو بیا هم دوام موندلی دی.

د راپور له مخې، په دې ډله کې ښځو او ماشومانو هم شتون درلود. عیني شاهدانو ویډیوګانې او معلومات له حال‌وش سره شریک کړي چې ښيي له تسلیمېدو وروسته ځینې ژوندي پاتې شوې ښځې او ماشومان د ایراني سرحدي ځواکونو له تاوتریخوالي او وهلو ټکولو سره هم مخ شوي دي.

سرچینو دا هم ویلي چې سرحدي ځواکونو د دغو کسانو ګرځنده ټیلیفونونه او یو شمېر شخصي وسایل هم ضبط کړي دي.

حال‌وش ویلي چې د قربانیانو هویت تر اوسه نه دی روښانه شوی او ایراني چارواکو هم تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې پر بې‌وسلې کسانو او کډوالو د ګرمو وسلو کارول غیرقانوني دي او د بشري، اخلاقي او نړیوالو اصولو خلاف عمل ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې هم د ایران په سرحدي سیمو کې پر افغان کډوالو د ډزو ورته راپورونه خپاره شوي او د بشري حقونو بنسټونو پرې اندېښنې څرګندې کړې دي.

د ټرمپ مشر زوی: پلار مې ژمنه کړې وه چې ایران به اټومي وسلې ته له رسېدو منع کړي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۱

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مشر زوی ټرمپ جونیور ویلي، چې پلار یې ژمنه کړې وه څو ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو راوګرځوي او د هغه په وینا، اوس هم د همدې موخې د عملي کولو په لور ګامونه اخیستل کېږي.

ټرمپ جونیور په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي: «دا د امریکا لپاره یوه ستره بریا ده. موږ باید هغه کسان له پامه وغورځوو چې تر هغې هېڅکله نه قانع کېږي، څو د ایران پر ضد ځمکنۍ پوځي حمله ونه شي».

هغه زیاته کړې: «زما پلار ژمنه کړې وه چې ایران به اټومي وسلو ته له رسېدو منع کړي او اوس دقیقاً همدغه موخه عملي کوي».

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ایران د اټومي پروګرام، سیمه‌ییزو کړکېچونو او د واشنګټن ـ تهران اړیکو په اړه بحثونه لا هم د نړیوالو پام ځانته اړولی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و چې ایران باید اټومي وسلو ته د لاسرسي فرصت ترلاسه نه کړي.

ټرمپ او د اسراییل لومړی وزیر: ایران ته به د اټومي وسلو جوړولو اجازه ورنه کړل شي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۶:۱۸ GMT+۱

د امریکا او اسراییل د ولسمشرانو په تازه خبرو کې د ایران د اټومي پروګرام، هرمز تنګي او سیمه ییزو ګواښونو په تړاو خبرې شوې او دواړو لوریو ویلي چې تهران ته به د اټومي وسلو د لرلو اجازه ورنه کړل شي.

د اسراییل لومړي وزیر په خپل ایکس لیکلې چې تېره شپه یې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو د هوکړه لیک او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د وروستیو خبرو اترو پر سر خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، د اسراییل د امنیت لپاره یې د ټرمپ له دوامداره ملاتړ مننه کړې، په ځانګړي ډول د «غرېدونکي زمري» او «ستر قهر» عملیاتو پر مهال، چې د ده په وینا، امریکايي او اسراییلي ځواکونو د ایران د ګواښ پر ضد اوږه په اوږه جګړه کړې ده.

هغه ویلي، له ټرمپ سره یې موافقه کړې چې له ایران سره هر وروستی تړون باید اټومي ګواښ له منځه یوسي. د ده په وینا، دا دا مانا لري چې د ایران د یورانیمو د بډاینې تاسیسات باید له منځه یووړل شي او بډایه شوي اټومي توکي یې له خاورې وایستل شي.

د نوموړي په وینا، ټرمپ یو ځل بیا د اسراییل د ځاني دفاع حق تایید کړی دی.

هغه زیاته کړې، د امریکا او اسراییل ترمنځ ملګرتیا په جګړه ییز ډګر کې ثابته شوې او اوس تر بل هر وخت پیاوړې ده.

د اسراییل لومړي وزیر ټینګار کړی چې د ده پالیسي، لکه د ټرمپ په څېر، بدله شوې نه ده او ایران ته به د اټومي وسلو د لرلو اجازه ورنه کړل شي.

بل خوا ټرمپ په خپل ټولنیز پلیټفارم «ټروت سوشل» کې لیکلي چې له بنیامین نتنیاهو سره یې ټلیفوني خبرې «ډېرې ښې» وې.

د بلوچستان د اورګاډي چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ تنو ته لوړ شوی

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۰:۵۶ GMT+۱

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یکشنبې په ورځ د امنیتي سرتېرو او د هغوی د کورنیو پر یوه لېږدوونکي اورګاډي د بمي چاودنې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ تنو ته لوړ شوی او ۷۰ نور ټپیان دي. پاکستاني چارواکي وايي برید بلوڅ بېلتونپالو وسله‌والو کړی دی.

د بلوچستان د حکومت درې ایالتي سرچینې د اورګاډي د پېښې د تلفاتو شمېر لږ تر لږه ۲۴ تنه مړه او له ۷۰ څخه زیات ټپیان ښيي.

بلوچ ازادۍ پوځ وسله‌والې ډلې رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د برید مسوولیت منلی او دا یې ځانمرګی برید بللی دی، خو رويټرز دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید کړې.

د پاکستان د رېل پټلۍ وزارت وايي چې دغه اورګاډی د کوټې له پوځي سیمې څخه له جعفر ایکسپریس سره د نښلول کېدو په حال کې و، چې د ایالت په مرکز کې د رېل پټلۍ ترڅنګ چاودنه پرې وشوه.

د چاودنې له امله د اورګاډي انجن او درې بوګۍ له پټلۍ واوښتې او دوه نورې بوګۍ چپه شوې.

یوه امنیتي چارواکي ویلي چې چاودېدونکي توکي په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو او برید یوې استوګنیزې سیمې ته څېرمه شوی چې له امله یې ځینې وژل شوي کسان د نږدې اپارتمان اوسېدونکي هم دي.

له سیمې خپاره شوي انځورونه سوځېدلي موټرونه، ویجاړه ودانۍ، ماتې شوې فلزي برخې او د اورګاډي شاوخوا خورې شوې ټوټې ښيي.

پر کیف د روسیې پراخ توغندیز او ډرون برید؛ څو استوګنیزې ودانۍ زیانمنې او درې کسان ټپیان شوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۱

د اوکراین پلازمېنه کیف د یکشنبې په لومړیو ساعتونو کې د روسیې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو تر پراخ برید لاندې راغله، چې له امله یې لږ تر لږه درې کسان ټپیان شوي او د ښار په بېلابېلو سیمو کې استوګنیزو ودانیو ته زیان اوښتی دی.

د راپورونو له مخې، دا برید له هغې وروسته ترسره شو چې د اوکراین هوايي ځواکونو خبرداری ورکړی و، ښايي روسیه د «اورېشنیک» په نوم هایپرسونیک بالېستیک توغندی وکاروي.

د کیف ښاروال وېتالي کلیچکو، په ټیلیګرام کې ویلي، له ځايي وخت سره سم د شپې له یوې بجې لږ وروسته په ښار کې د پرله‌پسې چاودنو غږونه واورېدل شول. نوموړي زیاته کړې چې د ښار په څو برخو کې استوګنیزې ودانۍ زیانمنې شوي او د ښار په مرکزي سیمه کې د یوه ښوونځي په انګړ کې د توغندیزو یا ډروني ټوټو له لوېدو وروسته اور هم لګېدلی دی.

له دې وړاندې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي، خبرداری ورکړی و چې روسیه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د «اورېشنیک» توغندي په کارولو د نوي برید لپاره چمتووالی نیسي. نوموړي ویلي وو چې دا معلومات د اوکراین، امریکا او اروپايي سرچینو له لوري ترلاسه شوي دي.

تر اوسه د اوکراین هوايي ځواکونو په رسمي ډول نه دي ویلي چې په دې برید کې د «اورېشنیک» توغندی کارول شوی که نه.