• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د بلخ والي له خپلو معلولو پخوانیو جنګیالیو سره مرسته کړې

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۷:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د بلخ والي محمد یوسف وفا د خپلې ډلې له یو شمېر معلولو جنګیالیو سره لیدلي او د هغوی د ستونزو د اوارولو ژمنه یې کړې ده. د طالبانو د بلخ د والي دفتر وايي، چې وفا له خپلو معلولو پخوانیو جنګیالیو سره «فوق العاده مرسته» کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د بلخ ولایت مقام په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغو کسانو د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د روغتیايي درملنې، اقتصادي ستونزو او کاري فرصتونو په برخو کې خپلې غوښتنې وړاندې کړې.

د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو د بلخ والي د دوی ستونزې واورېدې او له هر یوه سره یې نغدي مرسته وکړه.

محمد یوسف وفا په دې لیدنه کې خپلو معلولو طالب وسله والو ته ویلي، چې د طالبانو د اوسني حکومت واک ته رسېدل د دوی «د هغو قربانیو پایله ده چې په تېرو دوو لسیزو کې یې ورکړې دي».

نوموړي ادعا کړې چې د دوی په حکومت کې د ټولو خلکو حقونه په مساوي ډول خوندي دي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي، چې د طالبانو دغو معلولو غړو د لوی اختر لپاره د مالي همکارۍ ترڅنګ، د خپلو موټرو د ترمیم او تېلو په برخه کې هم د مرستې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د بلخ ولایت رسنیز دفتر وايي، وفا له دوی سره د فوق العاده نغدي مرستې ترڅنګ د دوی د ستونزو د حل ژمنه کړې ده.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د رسنیو ملاتړو سازمانونو په کندهار کې د دریو راډیوګانو تړل د رسنیو ځپل بللي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۷:۲۶ GMT+۱

د خبریالانو او رسنیو ملاتړو بنسټونو په کندهار کې د طالبانو له لوري د دریو سیمه‌ییزو راډیوګانو تړلو ته غبرګون ښودلی او دا اقدام یې د ازادو رسنیو د ځپلو د لړۍ یوه بله ښه بللې ده. طالبانو نن په کندهار کې د تحسین القران، زما زېور او څانګه راډیوګانو دفترونه وتړل.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له لوري په کندهار کې د درېیو سیمه‌ییزو راډیوګانو تړلو په غبرګون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې یادې راډیوګانې په ظاهره د جوازونو نه لرلو او غیرمعیاري نشراتو په پلمه تړل شوې، خو په حقیقت کې دا د ازادو رسنیو د ځپلو د پروسې یوه بله څرګنده نښه ده.

یاد سازمان په کندهار کې د تړل شوې یوې راډیو د مسوول له قوله ویلي:« د څانګې او زما زېور راډیوګانو په اړه د مالیې نه ورکول او غیرمعیاري نشرات یوازې یوه پلمه وه. د جوازونو د نوې کولو پروسې په برخه کې د استخباراتو تایید ته اړتیا وه، خو ریاست یې غوښتنلیکونه ځنډولي دي».

پر همدغه مهال د امسو په نوم د رسنیو یو بل ملاتړي سازمان هم په کندهار کې د طالبانو له لوري د درېیو سیمه‌ییزو راډیوګانو تړل د رسنیو پر وړاندې یو بل ننګوونکی او د افسوس وړ ګام بللی دی.

د رسنیو ملاتړو ادارو له طالبانو غوښتنه کړې، چې په سملاسي توګه دې په کندهار کې د تازه دریو راډیوګانو د تړلو ترڅنګ په هېواد کې ټولو تړل شويو رسنیو ته د فعالیت اجازه ورکړل شي او د رسنیو پر وړاندې دې روان ځپونکي اقدامات پای ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د استخباراتو ریاست په ګډون د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست یوې ګډې کمیټې په کندهار کې درې سیمه‌ییزې راډیوګانې د جوازونو نه لرلو، مالیاتو نه ورکولو او غیرمعیاري نشراتو په تور وتړلې.

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د ترانسپورټ وزارت ویلي، چې په افغانستان کې د ټولو هغو موټرو شترینګونه بدلوي چې د افغانستان خلاف لاس وي. دغه وزارت ویلي، چې یاده پریکړه پر شخصي او ترانسپورټي موټرو پلې کېږي.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند حکمت‌الله اصفي وايي، چې یاده ډله پلان لري په افغانستان کې ټول ترانسپورټي وسایط په معیار برابر کړي.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان خلاف ټولو موټرو شترینګونه بدلوي او د افغانستان د ترافیکو د قانون په معیار یې جوړوي.

اصفي ويلي، د ترانسپورټ وزارت هڅې پیل کړي، چې د افغانستان خلاف لاس شترینګونو د بدلولو لپاره یوې بهرنۍ کمپنۍ ته بلنه ورکړي، څو د افغاستان خلاف لاس موټرو شترینګونه بدل کړي.

نوموړي ویلي:«د بهرنۍ کمپنۍ د دعوت او جذب په برخه کې زموږ کارونه تقریبا ۹۵ سلنه پرمخ تللي دي او ډېر ژر به هوکړې ته ورسره ورسېږو».

د طالبانو د ترانسپورټ وزارت چارواکو ویلي، چې له بهرنۍ کمپنۍ سره تر هوکړې وروسته به د افغانستان خلاف لاس موټرو شترینګونو د بدلولو پروسه پر ټولو خصوصي او ترانسپورټي وسایطو پلې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت شاوخوا ۷ میاشتې وړاندې له خلکو غوښتي وو، چې د افغانستان خلاف لاس موټرونه ثبت او ورته ځانګړي سټیکرونه واخلي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۶:۳۱ GMT+۱

د رارسېدلو اسنادو له مخې، طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ۸۲ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي. د یاد وزارت یو شمېر کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو تیره اونۍ له مخکینۍ خبرتیا پرته ګوښه کړي دي.

د هغو کارکوونکو له ډلې څخه چې د طالبانو د دې اقدام له امله یې خپلې دندې له لاسه ورکړې، یوه کس افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دی د طالبانو له واکمنۍ مخکې د ازادې سیالۍ له لارې ګومارل شوی و او له لسو کلونو زیات یې په دغه وزارت کې دنده کړې ده.

100%

هغه د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د طالبانو چارواکي تورن کړل چې د خپلو نږدې کسانو د راوستلو لپاره یې کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

هغه وویل، چې ډیری هغه کسان چې له دندې ګوښه شوي دي د تېر حکومت کارکوونکي دي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري د طالبانو د مشر او بنسټ اېښودونکي ورور دی.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ګومارنو اعلان کړی او ویلي یې دي چې د وړ او متخصصو کسانو د ګومارنې لپاره یې ۸۲ پوستونه اعلان کړي دي.

100%

په دغو پوستونو کې له پخوا ګومارل شوي کسان وايي چې ډیری یې په دې برخو کې تجربه او تخصص لري او دا د پخوانیو حکومتي کارکوونکو د یوې ډلې د ګوښه کولو لپاره یوه پلمه ده.

واک ته له راستنیدو راهیسې، طالبانو په ګڼو دولتي څانګو کې مسلکي کارکوونکي لرې کړي دي او د هغوی پر ځای یې ملایان ګومارلي دي.

بحرین له سپاه پاسدان سره د همکارۍ په تور ۹ کسانو ته د عمر بند سزا واوروله

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۶:۲۷ GMT+۱

د بحرین یوې محکمې د ایران له سپاه پاسداران ځواک سره د همکارۍ په تور نهو کسانو ته د عمري بند سزا اورولې ده. محکمې دوه نور کسان په دری درې کلونو بند محکوم کړي دي.

د بحرین دولتي خبري اژانس د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې دوی د بحرین پر ضد له«دښمنو او ترهګریزو اقداماتو»سره همکاري کړې ده.

په راپور کې ویل شوي چې دغه کسان د حساسو ځایونو په اړه د معلوماتو راټولولو او د اړوندو مالي انتقالاتو په اسانولو کې ښکېل وو.

د بحرین د کورنیو چارو وزارت د مې په نهمه نېټه ویلي وو چې له سپاه پاسداران سره د همکارۍ په تور یې۴۱ کسان نیولي دي.

د کابل سیلو ژرنده بېرته فعاله شوې

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۶:۰۵ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل سیلو مسوولان وايي، چې له ۳۵ کاله ځنډ وروسته د کابل د سیلو ژرنده بیا فعاله شوې ده. د کابل مرکزي سېلو اجرایوي رییس نصرت الله منصور خبریالانو ته ویلي، چې دا ژرنده په ۲۱ میلیونه افغانۍ رغول شوې ده او په ۲۴ ساعتونو کې به ۱۲۰ ټنه اوړه تولید کړي.

همدراز د کابل د مرکزي سېلو مسوولین وايي، چې د ۱۵۰۰۰ ولټه برېښنا سرکټ چارې د نږدې ۲ نیم میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.

دوی زیاتوي چې غواړي په نږدې راتلونکې کې له ازبکستان څخه ۱۰۰ زره ټنه غنم وپیري څو بازار ته عرضه او د خوراکي توکو اړتیا پوره شي.

په دې جوړه شوې غونډه کې د طالبانو ځینو نورو چارواکو ویلي، چې له دې سره به په بازار کې د اوړو بیه راټیټه شي.

طالب چارواکي د کابل سیلو بیا فعالېدل د خوراکي توکو د بیو د ثبات، د کورني تولید د پیاوړتیا او د ځان بسیاینې پر لور مهم ګام بولي.

د یادونې وړ ده، چې کابل مرکزي سیلو له ۳۰ ځنډ وروسته د تېر جمهوریت پر مهال بیا رغول شوې وه او فعالیت یې پیل کړی و.