• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افتخار ملک: پاکستان او افغانستان د مرکزي اسیا د سوداګرۍ لپاره د دروازې په توګه کارېدلی شي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۴ GMT+۱

د سارک هېوادونو سازمان د سوداګرۍ او صنایعو خونې پخواني مشر افتخار علي ملک ویلي، پاکستان او افغانستان د خپل ستراتېژیک جغرافیایي موقعیت له امله د مرکزي اسیا، سویلي او ختیځې اسیا د انرژۍ د بازارونو ترمنځ یو طبیعي پل جوړولای شي.

د پاکستان د دولتي خبري اژانس (اې پي پي) د خبر له مخې، افتخار ملک په يو بيان کې ویلي، چې پاکستان ځانګړی جیوپولیټیک، سوداګریز او ستراتیژیک اهمیت لري او کولای شي د سیمې په بدلولو کې له یوې جګړه ځپلې سیمې څخه په یو لوی سوداګریز او ترانزیتي دهلیز کې مرسته وکړي.

همداراز هغه ټینګار کړی، چې د دې لیدلوري لاسته راوړل په افغانستان کې سیاسي ثبات او مسؤلانه حکومتولۍ ته اړتیا لري. هغه یادونه وکړه، افغانستان چې په وچه کې ایسار هېواد دی، د اوږدمهاله اقتصادي ثبات لپاره له ګاونډیو هېوادونو سره د باور وړ ترانزیتي ملګرتیاوو ته اړتیا لري. هغه وویل، پاکستان د ترهګرۍ او پولې پورې غاړې د وسله والو فعالیتونو له امله د امنیتي ننګونو سره سره په دوامداره توګه د سیمه‌ییزې همکارۍ ملاتړ کړی دی.

افتخار ملک د قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او کرغزستان په ګډون د مرکزي اسیا د هېوادونو پراخو طبیعي سرچینو ته په اشارې وویل، پاکستان او افغانستان د دغو سرچینو د نړیوالو او سیمه‌ییزو بازارونو سره د نښلولو لپاره تر ټولو لنډه ځمکنی لار برابروي.

هغه زیاته کړه، اقتصادي فرصتونو د پرانیستلو لپاره تلپاتې سوله او سیمه‌ییزه همکاري اړینه ده. او د ترهګرۍ، د وسله والو د پټنځایونو او د پولې پورې غاړې د بریدونو له منځه وړلو پرته دوامداره سوداګري او اتصال بریالي کېدای نشي.

د سویلي اسیا د اته غړو هېوادونو د سیمه‌ییزې همکارۍ سازمان سارک په ۱۹۸۵ کال کې جوړ شوی، چې په اړه یې ويل کیږي، دا سازمان له ۲۰۱۶کال راهیسې تر ډېره غیرفعاله پاتې شوی او ګټورې چارې یې نه دي ترسره کړې.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون: حکومت په بلوچستان کې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۷ GMT+۱

د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون (اېچ ار سي پي) په بلوچستان ایالت کې پر زياتېدونکې ناامنۍ ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې«په دغه ايالت کې د ناامنۍ زياتېدونکې پېښې د حکومتي واک د کمزورۍ ښکارندويي کوي».

دغه کمېسیون په یوه اعلامیه کې، د يکشنبې په ورځ په کویټه کې په اورګاډي د شوې چاودنې وروسته وويل، «په دغه برید کې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښټې، دا په دې ولایت کې پر ملکي وګړو د بریدونو د زیاتېدو نښه ده».

د بشري حقونو کمېسيون وويل، بلې خوا ته د اندېښنې وړ هغه راپورونه دي چې د چاغي اړوند ریکو ډیک او زیارت سیمو کې په تېره اونۍ کې وسله‌والو ډلو لږ تر لږه ۲۱ ملکي وګړي، په شمول د یوه پولیس افسر، تښتولي او موټرې یې په بې‌پروا ډول سوځولي دي.

اېچ ار سي پي په بلوچستان کې د ناامنۍ د تازه رامنځته شوو پېښو په ترڅ کې وویل، دا تازه پېښې د می په میاشت کې په نوشکي او قلات کې له ورته بریدونو وروسته رامنځته کېږي چې په کې ۵ کارګران او ۵ پولیس د وسله‌والو کسانو لخوا تښتول شوي وو.

د بشري حقونو کمیسیون ټینګار کړي چې،«د جګړې او ناامنۍ په وضعيت کې د ملکي وګړو او غیر جنګیالیو د یوې وسیلې په توګه کارول د منلو وړ نه دي».

کمېسيون په مرکزي او د بلوچستان پر ايالتي حکومتونو غږ کړي، «چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او د ټولو لورو لخوا د بشري حقونو د سرغړونو د حساب ورکولو ډاډ ترلاسه کړي».

د سوېډن بشري مرستې؛ د افغان راستنېدونکو او زیانمنو ټولنو د ملاتړ لپاره نوی پروګرام پیلېږي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۳ GMT+۱

د کډوالۍ نړیوال سازمان (اې او ایم) اعلان کړی چې د سوېډن هېواد په مالي ملاتړ به په افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو او زیانمنو ټولنو د ملاتړ لپاره یو نوی بشرپاله پروګرام پلي کړي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۳مه، په خپل راپور کې ویلي چې دا مرسته د دې لپاره ځانګړې شوې څو د راستنېدونکو د دوامدار ادغام، ټولنیز یووالي او د هغوی او کوربه ټولنو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو برخه کې مرسته وکړي.

د راپور له مخې، دا پروګرام په داسې وخت کې پلي کېږي چې افغانستان لا هم د اوږدو جګړو، طبیعي پېښو، کورني بې‌ځایه کېدو او له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو د پراخې راستنېدنې له اغېزو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو اړوند بنسټ ویلي،چې دا ۱۳میاشتنی پروګرام به په هغو سیمو کې عملي شي چې د راستنېدونکو شمېر پکې لوړ دی. د دې پروګرام موخه د ټولنیز مشارکت پیاوړتیا، د خلکو د پوهاوي زیاتوالی او د سیمه‌ییزو نوښتونو ملاتړ بلل شوی دی.

د اقتصادي برخې په چوکاټ کې به د کارموندنې فرصتونو رامنځته کولو، مسلکي زده‌کړو، د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ او بازارونو ته د لاسرسي پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه وشي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ټینګار کړی چې دغه اقدامات به د خلکو د معیشت په ښه کېدو، د زیانمننې په کمېدو او د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د طالبانو د بلخ والي له خپلو معلولو پخوانیو جنګیالیو سره مرسته کړې

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۷:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د بلخ والي محمد یوسف وفا د خپلې ډلې له یو شمېر معلولو جنګیالیو سره لیدلي او د هغوی د ستونزو د اوارولو ژمنه یې کړې ده. د طالبانو د بلخ د والي دفتر وايي، چې وفا له خپلو معلولو پخوانیو جنګیالیو سره «فوق العاده مرسته» کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د بلخ ولایت مقام په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغو کسانو د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د روغتیايي درملنې، اقتصادي ستونزو او کاري فرصتونو په برخو کې خپلې غوښتنې وړاندې کړې.

د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو د بلخ والي د دوی ستونزې واورېدې او له هر یوه سره یې نغدي مرسته وکړه.

محمد یوسف وفا په دې لیدنه کې خپلو معلولو طالب وسله والو ته ویلي، چې د طالبانو د اوسني حکومت واک ته رسېدل د دوی «د هغو قربانیو پایله ده چې په تېرو دوو لسیزو کې یې ورکړې دي».

نوموړي ادعا کړې چې د دوی په حکومت کې د ټولو خلکو حقونه په مساوي ډول خوندي دي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي، چې د طالبانو دغو معلولو غړو د لوی اختر لپاره د مالي همکارۍ ترڅنګ، د خپلو موټرو د ترمیم او تېلو په برخه کې هم د مرستې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د بلخ ولایت رسنیز دفتر وايي، وفا له دوی سره د فوق العاده نغدي مرستې ترڅنګ د دوی د ستونزو د حل ژمنه کړې ده.

د رسنیو ملاتړو سازمانونو په کندهار کې د دریو راډیوګانو تړل د رسنیو ځپل بللي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۷:۲۶ GMT+۱

د خبریالانو او رسنیو ملاتړو بنسټونو په کندهار کې د طالبانو له لوري د دریو سیمه‌ییزو راډیوګانو تړلو ته غبرګون ښودلی او دا اقدام یې د ازادو رسنیو د ځپلو د لړۍ یوه بله ښه بللې ده. طالبانو نن په کندهار کې د تحسین القران، زما زېور او څانګه راډیوګانو دفترونه وتړل.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له لوري په کندهار کې د درېیو سیمه‌ییزو راډیوګانو تړلو په غبرګون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې یادې راډیوګانې په ظاهره د جوازونو نه لرلو او غیرمعیاري نشراتو په پلمه تړل شوې، خو په حقیقت کې دا د ازادو رسنیو د ځپلو د پروسې یوه بله څرګنده نښه ده.

یاد سازمان په کندهار کې د تړل شوې یوې راډیو د مسوول له قوله ویلي:« د څانګې او زما زېور راډیوګانو په اړه د مالیې نه ورکول او غیرمعیاري نشرات یوازې یوه پلمه وه. د جوازونو د نوې کولو پروسې په برخه کې د استخباراتو تایید ته اړتیا وه، خو ریاست یې غوښتنلیکونه ځنډولي دي».

پر همدغه مهال د امسو په نوم د رسنیو یو بل ملاتړي سازمان هم په کندهار کې د طالبانو له لوري د درېیو سیمه‌ییزو راډیوګانو تړل د رسنیو پر وړاندې یو بل ننګوونکی او د افسوس وړ ګام بللی دی.

د رسنیو ملاتړو ادارو له طالبانو غوښتنه کړې، چې په سملاسي توګه دې په کندهار کې د تازه دریو راډیوګانو د تړلو ترڅنګ په هېواد کې ټولو تړل شويو رسنیو ته د فعالیت اجازه ورکړل شي او د رسنیو پر وړاندې دې روان ځپونکي اقدامات پای ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د استخباراتو ریاست په ګډون د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست یوې ګډې کمیټې په کندهار کې درې سیمه‌ییزې راډیوګانې د جوازونو نه لرلو، مالیاتو نه ورکولو او غیرمعیاري نشراتو په تور وتړلې.

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د ترانسپورټ وزارت ویلي، چې په افغانستان کې د ټولو هغو موټرو شترینګونه بدلوي چې د افغانستان خلاف لاس وي. دغه وزارت ویلي، چې یاده پریکړه پر شخصي او ترانسپورټي موټرو پلې کېږي.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند حکمت‌الله اصفي وايي، چې یاده ډله پلان لري په افغانستان کې ټول ترانسپورټي وسایط په معیار برابر کړي.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان خلاف ټولو موټرو شترینګونه بدلوي او د افغانستان د ترافیکو د قانون په معیار یې جوړوي.

اصفي ويلي، د ترانسپورټ وزارت هڅې پیل کړي، چې د افغانستان خلاف لاس شترینګونو د بدلولو لپاره یوې بهرنۍ کمپنۍ ته بلنه ورکړي، څو د افغاستان خلاف لاس موټرو شترینګونه بدل کړي.

نوموړي ویلي:«د بهرنۍ کمپنۍ د دعوت او جذب په برخه کې زموږ کارونه تقریبا ۹۵ سلنه پرمخ تللي دي او ډېر ژر به هوکړې ته ورسره ورسېږو».

د طالبانو د ترانسپورټ وزارت چارواکو ویلي، چې له بهرنۍ کمپنۍ سره تر هوکړې وروسته به د افغانستان خلاف لاس موټرو شترینګونو د بدلولو پروسه پر ټولو خصوصي او ترانسپورټي وسایطو پلې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت شاوخوا ۷ میاشتې وړاندې له خلکو غوښتي وو، چې د افغانستان خلاف لاس موټرونه ثبت او ورته ځانګړي سټیکرونه واخلي.