• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اېمل ولي خان: بلوچستان او پښتونخوا کې خرابېدونکی امنيتي وضعيت د رياستي ناکامۍ نښه ده

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۲۰:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۲۲:۵۸ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان پر پاکستاني رياست نيوکې کړي او ويلي يې دي، «په خيبرپښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې پرله پسې خرابېدونکی امنيتي وضعيت د رياست د ناکامۍ څرګند نښه دی».

اېمل ولي خان په يوه بيان کې، د دوشنبې په ورځ په کویټه کې شوې چاودنه وغندله، خو ویې ويل، «عوامي نشنل ګوند پرله پسې خبرداری ورکوي چې که د خلکو د سر او مال ساتنه یقیني نه شي، نو د دې پایلې به لا نورې سختې وي».

هغه د پاکستان پر مرکزي، د خيبرپښتونخوا او بلوچستان پر ايالتي حکومتونو سختې نيوکې کړي چې، «د امنيت په ټینګښت او د ترهګرۍ په مخنیوي کې په بشپړه توګه پاتې راغلي دي».

همداراز نوموړي زياته کړه چې، پاکستاني حکومتي چارواکي «د بهرنیو هېوادونو سفرونه کوي او د منځګړیتوب رول لوبوي خو په خپله پاکستان کې دننه بلوڅ او پښتون ولس له امن څخه بې برخې دي».

اېمل ولي خان دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي، چې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې نزدې هره ورځ د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې رامنځته کيږي.

بلخوا د پاکستان مرکزي او ايالتي حکومتونه ادعاوې کوي چې د ترهګرۍ په بشپړ ډول مخنيوي او د امنيت د ټينګښت لپاره جدي او کوټلي اقدامات کوي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري
۱

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۴

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۵

افغانه خبریاله:د طالبانو بیا واکمنۍ د افغان ښځو غږ کمزوری او لاسته راوړنې یې له منځه یووړې