• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

کوټه کې د اورګاډي چاودنې ورستي جزیات؛ ۲۲ کسان وژل شوي او له ۷۰ زیات ټپیان دي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۰۸:۲۰ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکزي ښار کوټه کې د چمن پاټک په سیمه کې د جعفر ایکسپریس پر اورګاډي زوروره چاودنه شوې، چې له امله یې د روغتیايي او پولیسو سرچینو په وینا ۲۲ کسان وژل شوي او له ۷۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې له کوټې څخه پېښور ته روان جعفر ایکسپریس اورګاډی د چمن پاټک له سیمې تېرېده.

د روغتون سرچینې وایي چې د پېښې له ځایه تر اوسه د ۲۲ کسانو مړي روغتون ته لېږدول شوي، په داسې حال کې چې د پولیسو سرچینې د ټپیانو شمېر له ۷۰څخه زیات ښيي.

چاودنې له امله د اورګاډي دوه ډبې له پټلۍ وتلي او یوه ډبه سخته زیانمنه شوې ده. د پېښې وروسته د ژغورنې ډلې، امبولانسونه او امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او عملیات روان دي.

چارواکي وایي د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او د چاودنې د نوعیت د معلومولو هڅې دوام لري.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددغه چاودنې مسولیت په غاړه ندی اخیستی.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

کوټه کې پر اورګاډي چاودنه؛ تر دې مهاله شپږ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۰۶:۳۲ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د چمن پاټک ته نږدې د مسافرو پر ډک اورګاډي زوروره چاودنه شوې، چې له امله یې د امنیتي سرچینو په وینا شپږ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي. ځينې سرچینو ویلي چې مرګ ژوبله تر دې ډېره ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې اورګاډی د چاوڼۍ له سیمې څخه د ښار پر لور روان و او د چمن پاټک نږدې سیمې ته رسېدلی و.

امنیتي سرچینې وایي، د چاودنې له امله د اورګاډي دوه ډبې له پټلۍ وتلي او یوه ډبه سخته زیانمنه شوې ده. د پېښې ځای ته د ژغورنې ډلې، امبولانسونه او د ملبې د لرې کولو لپاره کرېنونه لېږل شوي او عملیات روان دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو ځانګړي سلاکار بابر یوسفزي ویلي، چې د پېښې په اړه بشپړ معلومات راټولېږي او تر وروستیو څېړنو وروسته به نور جزیات له رسنیو سره شریک کړل شي.

نوموړي زیاته کړې چې ټولو اړوند ادارو ته خبردارې ورکړل شوی چې د احتمالي وضعیت د کنټرول لپاره چمتو وي.

بل لور ته، د کوټې په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او د ټپیانو د درملنې لپاره اضافي طبي ډلې رابلل شوې دي.

چارواکو له خلکو غوښتي چې د پېښې له ځایه لرې پاتې شي او د ګڼه‌ګوڼې له جوړولو ډډه وکړي، څو د ژغورنې عملیات په اسانۍ سره پر مخ ولاړ شي.

کوټه کې پر اورګاډي چاودنه؛ ډزې روانې دي او ګومان کیږي چې ځانمرګی برید و

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۰۵:۵۳ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د چمن پاټک ته نږدې د مسافرو پرډک اورګاډي زوروره چاودنه شوې، چې له امله یې څو ډبې له پټلۍ وتلي او د احتمالي مرګ‌ژوبلې وېره شته، په داسې حال کې چې د پېښې په ځای کې د ډزو دوام او د ځانمرګي برید احتمال هم یاد شوی دی.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، چاودنه هغه مهال شوې چې اورګاډی له کینټ سیمې څخه د ښار پر لور روان و او د چمن پاټک نږدې سیمې ته رسېدلی و.

راپورونه وایي چې دا پېښه ښايي ځانمرګی برید وي، خو تر اوسه یې رسمي پخلی نه دی شوی. امنیتي سرچینې همداراز وایي چې د پېښې په ځای کې لا هم ډزې روانې دي او وضعیت ترینګلی دی.

د معلوماتو له مخې، اورګاډی له ګڼو مسافرو ډک و، ځکه د اختر د رانږدې کېدو له امله ګڼ شمېر خلک خپلو کورونو ته روان وو.

چاودنه دومره زوروره وه چې غږ یې تر لرې پرتو سیمو پورې اورېدل شوی او د سیمې اوسېدونکو یې د سختې وېرې او ګډوډۍ راپور ورکړی دی.

بل لور ته، روغتیايي او امنیتي ادارې لا هم د مرګ‌ژوبلې د کره شمېرې په اړه څه نه وايي، خو په ټولو نږدې روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او د ټپیانو د انتقال لپاره امبولانسونه ځای پر ځای شوي دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو د ځانګړي سلاکار بابر بوسفزي ویلي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او د وضعیت د کنټرول لپاره اضافي امنیتي ځواکونه سیمې ته لېږل شوي دي.

بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو په عملیات کې نهه وسلوال او څلور امنتي سرتېري وژل شوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۰۴:۲۰ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت د کوټې اړوند په کچلاک او نوحصار سیمو کې د ترهګرۍ ضد ځواکونو او وسلوالو ترمنځ په نښته کې نهه شکمن وسلوال او څلور امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

چارواکو ویلي، دا عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ترهګرۍ ضد څانګې او نورو امنیتي ځواکونو له خوا ترسره شول، چې پکې د وسلوالو پټنځایونه په نښه شوي.

د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند شاهد رند ویلي، عملیات په بریالیتوب ترسره شوي او امنیتي ځواکونو د وسلوالو پر ضد “مسلکي او چټک” اقدام کړی دی.
د نوموړي په وینا، د عملیاتو پر مهال وسلوالو سخت مقاومت وکړ، چې له امله یې درنه نښته رامنځته شوه او څلور امنیتي سرتېري پکې ووژل شول، د نوموړي په وینا، په دغه نښته کې د وژل شویو ترڅنګ ټپیان هم شته.
هغه ټینګار کړی چې د بلوچستان حکومت به د وسلوالو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي او هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د ایالت امنیت ګډوډ کړي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددغه خبر په تړاو رسنیو ته څه ندي ویلي.
په وروستیو کلونو کې بلوچستان د ناامنۍ او وسله‌والو بریدونو له زیاتوالي سره مخ شوی او امنیتي ځواکونه وخت ناوخت د وسلوالو پر ضد عملیات ترسره کوي.

امير حيدر خان هوتي: مرکزي او د پښتونخوا ایالتي حکومتونه پر پښتنو «لوبې» کوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۵ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا پخواني اعلی وزير امير حیدر خان هوتي پر مرکزي او د پښتونخوا پر صوبايي یا ایالتي حکومتونو نيوکې کړي، چې دغه صوبه یې له پامه غورځولې او داسې ښکاري چې «مرکزي او ايالتي حکومتونه پر پښتنو لوبې کوي».

هوتي د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه په خپره کړې ويډیو کې د پاکستان په مرکزي او د تحریک انصاف د خيبرپښتونخوا پر حکومتونو په نیوکو سره وايي، «دا وخت ايالتي او فدرالي حکومتونه بې غوره دي، فدرالي حکومت دا وخت لومړيتوب دې ته ورکوي، چې ايالتونو ته کوم واک ورکړل شوی هغه ترې بېرته واخلي».

هغه وويل، فدرالي حکومت د ايالتونو د بودجې کمولو په هڅه کې دی، «پښتونخوا په خپله برېښنا، په خپل ګاز او خپلو وسايلو واک نه‌لري او چې لږ ډېر یې ترلاسه کړی هغه ترې هم تروړل غواړي».

هوتي د تحريک انصاف پر ايالتي حکومت په نيوکو سره زیاته کړې: «په پښتونخوا کې ډاګيز اداري فساد روان دی، خو د ايالتي حکومت واکمن ځانونه پوره کوي، په تېرو ۱۳ کلونو کې د دوی شتمنۍ سېوا شوې او ايالت قرضداری شوی، د دوی جېبونه ډک شول او د پښتونخوا خزانه خالي شوه».

هغه همداراز څرګنده کړې، چې پښتونخوا کې د نا امنۍ لمن مخ په پراخېدو ده او «ايالتي حکومت هېڅ ډول مسووليت اخېستو ته تيار نه دی. ايالتي حکومت نه د ترهګرۍ پرضد پرېکړو او نه پرې عمل کولو ته چمتو دی».

فدرالي او په خيبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف حکومت د امير حيدر خان هوتي تورونو ته تراوسه څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

خو فدرالي او ايالتي حکومتونه تل ادعاوې کوي، چې پښتونخوا کې د امنیت ټينګښټ لپاره یې اقدامات کړي.

د خيبرپښتونخوا والي له لومړي وزير شهباز شریف څخه د غنمو د ازاد لېږد غوښتنه کړې

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۹ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا والي فيصل کريم کنډي د پاکستان له لومړي وزير شهباز شريف څخه غوښتنه کړې، چې «د مرکزي حکومت د پیاوړتیا لپاره دې د غنمو ازاد لېږد سمدستي یقیني کړي او خیبرپښتونخوا ته دې بیړنۍ مرستې ورسوي».

فيصل کريم کنډي د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، د پاکستان په اساسي قانون کې په ټول هېواد کې د ازادې او عادلانه سوداګرۍ ضمانت ورکړل شوی، نو د پنجاب او خیبر پښتونخوا ترمنځ هم د ازادې او عادلانه سوداګرۍ موجودیت اړین دی. په «دې تړاو د ايالتونو ترمنځ د غنمو پر لېږد هر ډول مصنوعي بندیز د سختې اندېښنې وړ دی».

هغه زیاته کړه، دغه ډول خنډونه د اساسي قانوني ضمانتونه کمزوري کوي، چې له دې سره کروندګر او عام ولس لاپسې ځپل کېږي.

فيصل کريم کنډي ويلي، د خیبر پښتونخوا د سیاسي او اداري وضعیت، په ځانګړې توګه د غنمو او ګازو د اکمالاتو په برخه کې صوبايي ستونزې یې د خپل سياسي ګوند له مشر بلاول بوټو زرداري سره هم شريکې کړې دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت: د دوی په ګاز د پنجاب کارخونې چليږي خو پښتونخوا ته غنم نه‌ورکوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

پرون هم د خيبرپښتونخوا د اطلاعاتو او عامه اړيکو وزير شفيع جان ويلي وو، د دوی پر ګاز د پنجاب کارخونې چليږي خو دوی ته له پنجاب څخه غنم نه ورکول کيږي.