• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون: حکومت په بلوچستان کې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۸ GMT+۱

د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون (اېچ ار سي پي) په بلوچستان ایالت کې پر زياتېدونکې ناامنۍ ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې«په دغه ايالت کې د ناامنۍ زياتېدونکې پېښې د حکومتي واک د کمزورۍ ښکارندويي کوي».

دغه کمېسیون په یوه اعلامیه کې، د يکشنبې په ورځ په کویټه کې په اورګاډي د شوې چاودنې وروسته وويل، «په دغه برید کې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښټې، دا په دې ولایت کې پر ملکي وګړو د بریدونو د زیاتېدو نښه ده».

د بشري حقونو کمېسيون وويل، بلې خوا ته د اندېښنې وړ هغه راپورونه دي چې د چاغي اړوند ریکو ډیک او زیارت سیمو کې په تېره اونۍ کې وسله‌والو ډلو لږ تر لږه ۲۱ ملکي وګړي، په شمول د یوه پولیس افسر، تښتولي او موټرې یې په بې‌پروا ډول سوځولي دي.

اېچ ار سي پي په بلوچستان کې د ناامنۍ د تازه رامنځته شوو پېښو په ترڅ کې وویل، دا تازه پېښې د می په میاشت کې په نوشکي او قلات کې له ورته بریدونو وروسته رامنځته کېږي چې په کې ۵ کارګران او ۵ پولیس د وسله‌والو کسانو لخوا تښتول شوي وو.

د بشري حقونو کمیسیون ټینګار کړي چې،«د جګړې او ناامنۍ په وضعيت کې د ملکي وګړو او غیر جنګیالیو د یوې وسیلې په توګه کارول د منلو وړ نه دي».

کمېسيون په مرکزي او د بلوچستان پر ايالتي حکومتونو غږ کړي، «چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او د ټولو لورو لخوا د بشري حقونو د سرغړونو د حساب ورکولو ډاډ ترلاسه کړي».

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په بلوچستان کې پر اورګاډي خونړی برید وغنده

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۴:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې پر یوه اورګاډي وروستی برید غندلی او وايي، د ملکي وګړو هرډول مرګ‌ژوبله غندي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د برید د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي ښودل شوې ده.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یکشنبې په ورځ د امنیتي سرتیرو او د هغوی د کورنیو پر یوه لېږدوونکي اورګاډي د بمي چاودنې له امله ۲۴ کسان مړه او ۷۰ نور ټپیان دي.

د یاد برید مسوولیت د بلوڅ ازادۍ پوځ وسله‌والې ډلې منلی دی او دايې ځانمرګی برید بللی دی.

کوټه کې د اورګاډي چاودنې ورستي جزیات؛ ۲۲ کسان وژل شوي او له ۷۰ زیات ټپیان دي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۰۸:۲۰ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکزي ښار کوټه کې د چمن پاټک په سیمه کې د جعفر ایکسپریس پر اورګاډي زوروره چاودنه شوې، چې له امله یې د روغتیايي او پولیسو سرچینو په وینا ۲۲ کسان وژل شوي او له ۷۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې له کوټې څخه پېښور ته روان جعفر ایکسپریس اورګاډی د چمن پاټک له سیمې تېرېده.

د روغتون سرچینې وایي چې د پېښې له ځایه تر اوسه د ۲۲ کسانو مړي روغتون ته لېږدول شوي، په داسې حال کې چې د پولیسو سرچینې د ټپیانو شمېر له ۷۰څخه زیات ښيي.

چاودنې له امله د اورګاډي دوه ډبې له پټلۍ وتلي او یوه ډبه سخته زیانمنه شوې ده. د پېښې وروسته د ژغورنې ډلې، امبولانسونه او امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او عملیات روان دي.

چارواکي وایي د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او د چاودنې د نوعیت د معلومولو هڅې دوام لري.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددغه چاودنې مسولیت په غاړه ندی اخیستی.

کوټه کې پر اورګاډي چاودنه؛ تر دې مهاله شپږ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۰۶:۳۲ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د چمن پاټک ته نږدې د مسافرو پر ډک اورګاډي زوروره چاودنه شوې، چې له امله یې د امنیتي سرچینو په وینا شپږ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي. ځينې سرچینو ویلي چې مرګ ژوبله تر دې ډېره ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې اورګاډی د چاوڼۍ له سیمې څخه د ښار پر لور روان و او د چمن پاټک نږدې سیمې ته رسېدلی و.

امنیتي سرچینې وایي، د چاودنې له امله د اورګاډي دوه ډبې له پټلۍ وتلي او یوه ډبه سخته زیانمنه شوې ده. د پېښې ځای ته د ژغورنې ډلې، امبولانسونه او د ملبې د لرې کولو لپاره کرېنونه لېږل شوي او عملیات روان دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو ځانګړي سلاکار بابر یوسفزي ویلي، چې د پېښې په اړه بشپړ معلومات راټولېږي او تر وروستیو څېړنو وروسته به نور جزیات له رسنیو سره شریک کړل شي.

نوموړي زیاته کړې چې ټولو اړوند ادارو ته خبردارې ورکړل شوی چې د احتمالي وضعیت د کنټرول لپاره چمتو وي.

بل لور ته، د کوټې په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او د ټپیانو د درملنې لپاره اضافي طبي ډلې رابلل شوې دي.

چارواکو له خلکو غوښتي چې د پېښې له ځایه لرې پاتې شي او د ګڼه‌ګوڼې له جوړولو ډډه وکړي، څو د ژغورنې عملیات په اسانۍ سره پر مخ ولاړ شي.

کوټه کې پر اورګاډي چاودنه؛ ډزې روانې دي او ګومان کیږي چې ځانمرګی برید و

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۰۵:۵۳ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د چمن پاټک ته نږدې د مسافرو پرډک اورګاډي زوروره چاودنه شوې، چې له امله یې څو ډبې له پټلۍ وتلي او د احتمالي مرګ‌ژوبلې وېره شته، په داسې حال کې چې د پېښې په ځای کې د ډزو دوام او د ځانمرګي برید احتمال هم یاد شوی دی.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، چاودنه هغه مهال شوې چې اورګاډی له کینټ سیمې څخه د ښار پر لور روان و او د چمن پاټک نږدې سیمې ته رسېدلی و.

راپورونه وایي چې دا پېښه ښايي ځانمرګی برید وي، خو تر اوسه یې رسمي پخلی نه دی شوی. امنیتي سرچینې همداراز وایي چې د پېښې په ځای کې لا هم ډزې روانې دي او وضعیت ترینګلی دی.

د معلوماتو له مخې، اورګاډی له ګڼو مسافرو ډک و، ځکه د اختر د رانږدې کېدو له امله ګڼ شمېر خلک خپلو کورونو ته روان وو.

چاودنه دومره زوروره وه چې غږ یې تر لرې پرتو سیمو پورې اورېدل شوی او د سیمې اوسېدونکو یې د سختې وېرې او ګډوډۍ راپور ورکړی دی.

بل لور ته، روغتیايي او امنیتي ادارې لا هم د مرګ‌ژوبلې د کره شمېرې په اړه څه نه وايي، خو په ټولو نږدې روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او د ټپیانو د انتقال لپاره امبولانسونه ځای پر ځای شوي دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو د ځانګړي سلاکار بابر بوسفزي ویلي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او د وضعیت د کنټرول لپاره اضافي امنیتي ځواکونه سیمې ته لېږل شوي دي.

بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو په عملیات کې نهه وسلوال او څلور امنتي سرتېري وژل شوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۰۴:۲۰ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت د کوټې اړوند په کچلاک او نوحصار سیمو کې د ترهګرۍ ضد ځواکونو او وسلوالو ترمنځ په نښته کې نهه شکمن وسلوال او څلور امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

چارواکو ویلي، دا عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ترهګرۍ ضد څانګې او نورو امنیتي ځواکونو له خوا ترسره شول، چې پکې د وسلوالو پټنځایونه په نښه شوي.

د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند شاهد رند ویلي، عملیات په بریالیتوب ترسره شوي او امنیتي ځواکونو د وسلوالو پر ضد “مسلکي او چټک” اقدام کړی دی.
د نوموړي په وینا، د عملیاتو پر مهال وسلوالو سخت مقاومت وکړ، چې له امله یې درنه نښته رامنځته شوه او څلور امنیتي سرتېري پکې ووژل شول، د نوموړي په وینا، په دغه نښته کې د وژل شویو ترڅنګ ټپیان هم شته.
هغه ټینګار کړی چې د بلوچستان حکومت به د وسلوالو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي او هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د ایالت امنیت ګډوډ کړي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددغه خبر په تړاو رسنیو ته څه ندي ویلي.
په وروستیو کلونو کې بلوچستان د ناامنۍ او وسله‌والو بریدونو له زیاتوالي سره مخ شوی او امنیتي ځواکونه وخت ناوخت د وسلوالو پر ضد عملیات ترسره کوي.