• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مقاومت جبهې په مزار شریف کې د ۵ طالبانو د وژلو ادعا کړې

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۳:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۴:۲۳ GMT+۱

د طالبانو مخالفې مقاومت جبهې ویلي چې د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې یې د راکټي بریدونو په پایله کې ۵ طالبان وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي. طالبانو تر اوسه ددې ادعا په اړخه څه نه دي ویلي.

د دغې جبهې د ادعا له مخې، په دغه برید کې، چې د چارشنبې په شپه، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي پر ۳۰مه شوی، د بلخ ولایت د استخباراتو ریاست په نښه شوی دی.

په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې عملیاتو کې ملکي وګړو او د یادې جبهې ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

بلخوا د دې ادعا په اړه تر اوسه طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلې.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې ۲۷۵ بهرنیو کلمو ته ملي بدیلونه ټاکل شوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۲:۴۳ GMT+۱

په داسې حال کې، چې د طالبانو مشر پر ملي کلمه بندیز لګولی، د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د ژبې د پیاوړتیا او د اعلاناتو د تنظیم په موخه ۲۷۵ بهرنیو کلمو ته ملي بدیلونه ټاکلي.

د وزارت په وینا، شاوخوا ۹۰۰ هغه لوحې یې اصلاح کړې چې د اصولو او مقرراتو خلاف وې.

یاد وزارت زیاتوي چې دغه ګام یې ځکه اخیستی څو په رسمي او تجارتي اعلانونو کې د ملي ژبو کارونه پراخه شي او د لوحو بڼه له بهرنیو اصطلاحاتو پاکه شي.

دا په داسي حال کې ده چې دیادې ډلې د مشر د فرمان له مخې د افغانستان د ځینو ادارو له نومونو څخه د «ملي» کلمه لرې شوې ده.

د کابل په سرای شهزاده کې د ډزو خبر ور کړل شوی

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۱:۵۸ GMT+۱

سیمه ییزو سرچینو د کابل په شهزاده سرای کې د ډزو خبر ور کړی. درې عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې یوه وسله وال کس په سرای شهزاده کې پر څو کسانو د کلاشنکوف ډزې وکړې او بیا له سیمې وتښتېد. سرچینو په برید کې د مرګ ژوبلې خبر هم ور کړی.

یوې سرچینې وویل، چې بریدګر وسله وال غله ول.

سرای شهزاده په کابل کې د اسعارو د تبادلې ترټولو لوی بازار دی.

د طالبانو چارواکو د پیښې په اړه تبصره نه ده کړې.

طالبان د کونړ زلزله ځپلو لپاره د ننګرهار په ګمبیري دښته کې ښارګوټی جوړوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۱:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر د کونړ ولایت زلزله ځپلو لپاره د یوه ځانګړي ښارګوټي د جوړولو پلان تایید کړی دی. یاد ښار ګوټی د ننګرهار په ګمبیري دښته کې جوړیږي.

د طالبانو د کور او ښارجوړولو وزارت نن د یکشنبې په ورځ د غبرګولي ۳مه ویلي، چې د یادې ډلې د کور او ښارجوړولو وزیر نجیب‌الله حیات حقاني‌ د کونړ د زلزله ځپلو کورنیو د دایمي استوګنې لپاره د یوه ځانګړي او معیاري ښارګوټي تفصیلي پلان تایید او لاسلیک کړ.

طالبانو ویلي، چې یاد ښارګوټی د ننګرهار ولایت د ګمبیري په سیمه کې پر ۱۰۰۰ جریبه ځمکه د ۱۵۱۱ کورنیو لپاره جوړيږي، چې جوماتونه، شنې سیمې، پارکونه، ښوونځی، د عامه خدماتو سیمه، سړکونه او نور اړین تاسیسات به هم پکې وي.

طالبانو پرداسې مهال د کونړ د زلزله ځپلو لپاره په ننګرهار کې د دایمي استوګنې لپاره د ښارګوټي جوړولو خبر ورکړی، چې شاوخوا لس میاشتې وړاندې کونړ یوې شدیدي زلزلې ولړزاوه او له امله یې زرګونه کسان مړه او ټپیان شول او ګڼ نور بې کوره شول.

۳۶ زره طالب چارواکو او سوداګرو ته د وسلې ګرځولو جوازونه ورکړل شوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۱:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، تر اوسه یې له ۳۶ زرو ډېرو کسانو ته د وسلې ګرځولو جوازونه ورکړي او په بېلابېلو ولایتونو کې یې نږدې پنځه زره میله غیرقانوني وسلې راټولې کړې دي. د وسلې جوازونه طالب چارواکو او سوداګرو ته ورکړل شوي دي.

د وزارت د ډایاک پروګرام مدیر عنایت الله ذوالفقار ویلي، په دې لړ کې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې نږدې پنځه زره میله غیرقانوني وسلې راټولې کړې دي.

هغه زیاته کړې چې د وسلو د راټولولو او ثبت بهیر دوام لري او د غیرقانوني وسلو قانوني کول د امنیت د ټینګښت لپاره مهم ګام بلل کېږي.

ذوالفقار ویلي، د هغو کسانو وسلې به، چې ترې راټولې شوې دي، که قانوني مراحل بشپړ کړي، بېرته ورکړل شي.

د ایران په کرمان کې د ترافیکي پېښې له امله درې افغانان مړه شوي او ۱۰ ټپیان دي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۱:۱۵ GMT+۱

د ایران د کرمان ولایت په جیرفت ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې افغانان ځای پر ځای مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي. ددغو افغانانو موټر له سړک نه کوږ شوی او نسکور شوی دی.

د کرمان ولایت د جیرفت د بیړنيو طبي خدماتو مشر ویلي چې دا پېښه د شنبې په شپه شاوخوا ۱:۴۴ بجې د امام رضا کمربندي سړک په هغه سیمه کې شوې چې د «ابوالفضل د تېلو ټانک» ته نږدې ده.

د هغه په وینا، د پېښې خبر تر ترلاسه کولو وروسته د بیړنيو خدماتو امبولانسونه سیمې ته ولېږل شول او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته انتقال کړل.

ایراني چارواکي وايي چې پېښه د یوه موټر د چپه کېدو له امله، چې افغان کډوال پکې سپاره وو، شوې ده.