• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانستان کې د خصوصي روغتونونو ادعاوې او نیوکې؛ د خدمتونو پراختیا که تجارتي چلند؟

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۰۶:۰۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت وایي، خصوصي روغتونونه اوس په افغانستان کې د تخصصي روغتیايي خدمتونو شاوخوا ۸۰ سلنه وړاندې کوي او د پېچلو عملیاتو د ترسره کولو وړتیا لري، خو هم‌مهاله د دغو خدماتو د کیفیت او لوړو لګښتونو په اړه جدي نیوکې هم مطرح دي.

ددغه وزارت د خصوصي روغتونونو د ټولنې رییس احمد عبید مجیدي، وایي چې په هېواد کې دننه خصوصي روغتونونه اوس د زړه جراحي، د پښتورګو پیوند، د اعصابو عملیات، د مفاصلو بدلول او نور پیچلي طبي خدمات ترسره کولی شي.

هغه ادعا کوي چې د دغو پرمختګونو له امله د افغان ناروغانو لپاره د درملنې په موخه بهرنیو هېوادونو ته د تګ اړتیا کمه شوې او ډېری تخصصي خدمات اوس په کور دننه وړاندې کېږي.

خو په ورته وخت کې د خصوصي روغتیايي سکټور په اړه نیوکې هم زیاتې شوې دي. یو شمېر منتقدین وایي چې خصوصي روغتونونه تر ډېره تجارتي بڼه لري او د روغتیايي خدمت پر ځای د مالي ګټې ترلاسه کولو ته لومړیتوب ورکوي.

منتقدین ادعا کوي چې ځینې خصوصي روغتونونه د عادي ناروغیو لپاره هم بې‌ځایه او ډېرې معاینې تجویزوي، چې د دوی په وینا د ناروغانو مالي بوج زیاتوي. دوی زیاتوي چې د افغانستان په اوسنیو اقتصادي شرایطو کې ډېری خلک د خصوصي روغتونونو د لوړ لګښت توان نه لري.

د دوی په وینا، خلک له یوې خوا د دولتي روغتونونو د کمزورو خدماتو له ستونزې سره مخ دي او له بلې خوا د خصوصي روغتونونو د لوړو بیو له امله اړ کېږي چې درملنه یا وځنډوي او یا یې نیمګړې پرېږدي، چې دا وضعیت د هېواد د روغتیايي سیستم د توازن په اړه پوښتنې راپورته کوي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي د افغانانو جبري اېستل دې ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

د مارخور نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د نادر غرني ژوي د ساتنې پر اړتیا ټینګار

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۰۵:۲۹ GMT+۱

ملګرو ملتونو د مې ۲۴مه د «مارخور نړیوالې ورځې» په توګه نمانځلې او په دې مناسبت یې د افغانستان په ګډون د منځنۍ او سویلي اسیا په غرنیو سیمو کې د دغه نادر ژوي د ساتنې پر بیړني اهمیت ټینګار کړی، چې د هستوګن ځای له منځه تلل، غیرقانوني ښکار او اقلیمي بدلون یې جدي ګواښونه ګڼل کېږي.

ملګرو ملتونو ویلي چې مارخور (Capra falconeri) د افغانستان د غرنیو سیمو په ګډون د منځنۍ او سویلي اسیا په څو هېوادونو کې موندل کېږي او د سیمه‌ییز ایکوسیستم د توازن په ساتنه کې مهم رول لري.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې دی چې مارخور پکې طبیعي ډول ژوند کوي، خو د نورو سیمو په څېر دلته هم د استوګنځایونو کمېدو، غیرقانوني ښکار او اقلیمي بدلون له امله د دې نادر ژوي بقا له ننګونو سره مخ ده.

مارخور په ۲۰۱۴ کال کې د طبیعت د ساتنې نړیوالې اتحادیې (IUCN) په لېست کې د «نږدې ګواښمن» ژوو په توګه ثبت شوی او د خطرناکو وحشي ژوو د نړیوالې سوداګرۍ کنوانسیون (CITES) په لومړي ضمیمه کې هم شامل دی.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د مارخور ساتنه نه یوازې د ایکولوژۍ له نظره مهمه ده، بلکې د سیمې هېوادونو کې د پایدار ګرځندوی او سیمه‌ییز اقتصاد د ودې لپاره هم فرصتونه رامنځته کولی شي.

دغه سازمان له غړو هېوادونو او اړوندو ادارو غوښتي چې د مارخور د ساتنې لپاره نړیواله او سیمه‌ییزه همکاري پیاوړې کړي، څو دا نادر غرنی ژوی او د هغه طبیعي چاپېریال خوندي پاتې شي.

په لوګر کې له ۵۰ سوالګرو سره نغدي مرسته وشوه

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۰۲:۲۱ GMT+۱

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري له ۵۰ سوالګرو سره نغدي مرسته وشوه. دغې قومندانۍ ویلي، دغه مرستې د هبت‌الله د فرمان له‌مخې ترسره شوې دي. د دوی په وینا، هر سوالګر ته ۳۰ زره افغانۍ ورکړل شوي دي.

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د هبت‌الله د فرمان له‌مخې له هر «مستحق» سوالګر سره ۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د دغې قومندانۍ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر عبدالله نور خادم وویل: «دغه مرسته د بې‌وزلو او اړمنو خلکو د ملاتړ، د سوالګرۍ کچې د راکمولو او د هغوی لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوې ده».

په خبرپاڼه کې نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي، خو طالبانو د یوې طرحې له‌مخې په هېواد کې د سوالګرو د ټولو بهیر پیل کړی وو او ژمنه یې کړې وه، چې د سوالګرو له چاڼ کولو وروسته به له «مستحقو» سوالګرو سره په دوامداره توګه مرستې وکړي.

ایران یوه بلوڅه او د هغې دوه ماشومان «افغانستان ته وشړل»

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۴ GMT+۱

د «حال‌وش» په نوم د ایران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی، چې ایران یوه بې‌تذکرې بلوڅه او د هغې ۲ ماشومان په هیرمند سیمه کې له پنځو ورځو توقیف وروسته، پرته له کوم قضايي حکم څخه افغانستان ته شړلي دي. حال‌وش زیاتوي، د دې ښځې کورنۍ د هغې د برخلیک په تړاو هېڅ معلومات نلري.

د «حال‌وش» په نوم د ایران د بشري حقونو سازمان د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، ۲۳ کلنه کلثوم رخشاني د زاهدان د شېراباد سیمې اوسېدونکې ده. د حال‌وش د راپور له مخې، هغه له خپلو دوو ماشومانو سره چې یو یې یو نیم کلن او بل یې څلور کلن دی، شړل شوې ده او د هغې یو ماشوم په دواړو پښو معلول دی او په لاره نه‌شي تللی.

د حال‌وش د بشري حقونو سازمان زیاته کړې، چې د ایران امنیتي ځواکونو د دې ښځې پر کور د چاپې وهلو پر مهال د هغې دوه نور نږدې کسان هم نیولي، خو تر اوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نه‌شته.

د بشري حقونو دغه سازمان د بې‌تذکرې بلوڅو، په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو شړل، د دوی د هویت او حقوقي وضعیت له خپلواکې ارزونې پرته، د نړیوالو اصولو نقض او «په جبر سره د لادرکه کولو» ښکاره بېلګه بللې ده.

د لوګر په ازره ولسوالۍ کې په وړیا توګه د سترګو څه باندې ۱۹۰۰ ناروغانو درملنه وشوه

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۵ GMT+۱

د لوګر ولایت لپاره طالب مسوولین وايي، په ازره ولسوالۍ کې د سترګو د ناروغانو د درملنې او عملیاتو د درې ورځني وړیا کمپاین په ترڅ کې د څه باندې ۱۹۰۰ ناروغانو درملنه وشوه.د مسوولینو په وینا، په دې ناروغانو کې د څه باندې سلو ناروغانو جراحي عملیات هم شوي دي.

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د عامې روغتیا وزارت د متخصصینو د ګرځنده ټیم له‌خوا په ازره ولسوالۍ کې د سترګو د ناروغانو د وړیا درملنې او جراحۍ درې ورځنی ځانګړی کمپاین پایته ورسېد.

د خبرپاڼې له‌مخې، د دغه کمپاین په لړ کې ۱۸۰۷ تنه د سترګو ناروغان په دقیق ډول معاینه شول چې د اړتیا له مخې یو شمېر ناروغانو ته لازم درمل، طبیعي عینکې او روغتیایي مشورې ورکړل شوې.

خبرپاڼه کاږي، په یاد کمپاین کې د ۱۰۸ تنو هغو ناروغانو جراحي عملیات په بریا سره ترسره شول چې د سترګو پردې «کترکت» ستونزه یې درلوده او له ښې پایلې سره رخصت شول.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د ډاکټرانو سپارښتنو ته د نه پاملرنې او یا هم د سیمې د لرېوالي له امله د څلورو ناروغانو عملیات بې پایلې شوي، چې د لادقیقو معایناتو او ځانګړي مراقبت لپاره د کابل نور روغتون ته لېږدول شوي او هلته بستر دي.

طالبان: په بېلابېلو طبیعي پېښو کې ۲۸ کسان مړه او ۱۰ نور ټپيان شوي دي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۰۱:۱۲ GMT+۱

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې اداره وايي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په ۱۷ ولایتونو کې د سېلابونو او تالندې برېښنا په ګډون په بېلابېلو طبیعي پېښو کې ۲۸ کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي. دغه اداره زیاتوي، دې پېښو کې لسګونه کورونه ویجاړ او د زرګونه جریبه ځمکو حاصلات هم له‌منځه تللي دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې ویاند محمد یوسف حماد د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲مه) ویلي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په ۱۷ ولایتونو کې د تالندې برېښنا، توپانونو، ږلۍ، ډبرو ښوېیدو، بارانونو او سېلابونو له امله ۲۸ کسان مړه او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.

حماد زیاتوي، په دې پېښو کې ۱۷۶ کورونه او ۱۰۰ هټۍ په بشپړ ډول، ۵۳۴ کورونه او ۲۰ هټۍ په نیمه ډول او ۱۰ کیلومتره سړکونه ویجاړ شوي او همداراز ۲۸ څاروي تلف شوي او د ۱۹۵۶ جریبه کرنیزو ځمکو او ۸۱۰ جریبه باغونو حاصلات هم له‌منځه تللي دي.

د نوموړي په وینا، په یادو پېښو کې ۷۶ سولرونه او ۱۸ موټر زیانمن شوي، ۱۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي او په ټوله کې ۹۸۹ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د روان هجري- لمریز کال د وري له شپږمې تر اوسه په ټول هېواد کې د دغه ډول طبیعي پېښو له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۲۸۵ او د ټپیانو شمېر ۳۵۴ ته او همداراز د ویجاړو شویو کورونو شمېر ۱۸۸۴ ته او په ټوله کې د زیانمنو کورنیو شمېر ۱۸ زره او ۳۲۸ ته ورسېد.