• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ مشر زوی: پلار مې ژمنه کړې وه چې ایران به اټومي وسلې ته له رسېدو منع کړي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۱

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مشر زوی ټرمپ جونیور ویلي، چې پلار یې ژمنه کړې وه څو ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو راوګرځوي او د هغه په وینا، اوس هم د همدې موخې د عملي کولو په لور ګامونه اخیستل کېږي.

ټرمپ جونیور په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي: «دا د امریکا لپاره یوه ستره بریا ده. موږ باید هغه کسان له پامه وغورځوو چې تر هغې هېڅکله نه قانع کېږي، څو د ایران پر ضد ځمکنۍ پوځي حمله ونه شي».

هغه زیاته کړې: «زما پلار ژمنه کړې وه چې ایران به اټومي وسلو ته له رسېدو منع کړي او اوس دقیقاً همدغه موخه عملي کوي».

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ایران د اټومي پروګرام، سیمه‌ییزو کړکېچونو او د واشنګټن ـ تهران اړیکو په اړه بحثونه لا هم د نړیوالو پام ځانته اړولی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و چې ایران باید اټومي وسلو ته د لاسرسي فرصت ترلاسه نه کړي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ او د اسراییل لومړی وزیر: ایران ته به د اټومي وسلو جوړولو اجازه ورنه کړل شي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۶:۱۸ GMT+۱

د امریکا او اسراییل د ولسمشرانو په تازه خبرو کې د ایران د اټومي پروګرام، هرمز تنګي او سیمه ییزو ګواښونو په تړاو خبرې شوې او دواړو لوریو ویلي چې تهران ته به د اټومي وسلو د لرلو اجازه ورنه کړل شي.

د اسراییل لومړي وزیر په خپل ایکس لیکلې چې تېره شپه یې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو د هوکړه لیک او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د وروستیو خبرو اترو پر سر خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، د اسراییل د امنیت لپاره یې د ټرمپ له دوامداره ملاتړ مننه کړې، په ځانګړي ډول د «غرېدونکي زمري» او «ستر قهر» عملیاتو پر مهال، چې د ده په وینا، امریکايي او اسراییلي ځواکونو د ایران د ګواښ پر ضد اوږه په اوږه جګړه کړې ده.

هغه ویلي، له ټرمپ سره یې موافقه کړې چې له ایران سره هر وروستی تړون باید اټومي ګواښ له منځه یوسي. د ده په وینا، دا دا مانا لري چې د ایران د یورانیمو د بډاینې تاسیسات باید له منځه یووړل شي او بډایه شوي اټومي توکي یې له خاورې وایستل شي.

د نوموړي په وینا، ټرمپ یو ځل بیا د اسراییل د ځاني دفاع حق تایید کړی دی.

هغه زیاته کړې، د امریکا او اسراییل ترمنځ ملګرتیا په جګړه ییز ډګر کې ثابته شوې او اوس تر بل هر وخت پیاوړې ده.

د اسراییل لومړي وزیر ټینګار کړی چې د ده پالیسي، لکه د ټرمپ په څېر، بدله شوې نه ده او ایران ته به د اټومي وسلو د لرلو اجازه ورنه کړل شي.

بل خوا ټرمپ په خپل ټولنیز پلیټفارم «ټروت سوشل» کې لیکلي چې له بنیامین نتنیاهو سره یې ټلیفوني خبرې «ډېرې ښې» وې.

د بلوچستان د اورګاډي چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ تنو ته لوړ شوی

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۰:۵۶ GMT+۱

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یکشنبې په ورځ د امنیتي سرتېرو او د هغوی د کورنیو پر یوه لېږدوونکي اورګاډي د بمي چاودنې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ تنو ته لوړ شوی او ۷۰ نور ټپیان دي. پاکستاني چارواکي وايي برید بلوڅ بېلتونپالو وسله‌والو کړی دی.

د بلوچستان د حکومت درې ایالتي سرچینې د اورګاډي د پېښې د تلفاتو شمېر لږ تر لږه ۲۴ تنه مړه او له ۷۰ څخه زیات ټپیان ښيي.

بلوچ ازادۍ پوځ وسله‌والې ډلې رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د برید مسوولیت منلی او دا یې ځانمرګی برید بللی دی، خو رويټرز دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید کړې.

د پاکستان د رېل پټلۍ وزارت وايي چې دغه اورګاډی د کوټې له پوځي سیمې څخه له جعفر ایکسپریس سره د نښلول کېدو په حال کې و، چې د ایالت په مرکز کې د رېل پټلۍ ترڅنګ چاودنه پرې وشوه.

د چاودنې له امله د اورګاډي انجن او درې بوګۍ له پټلۍ واوښتې او دوه نورې بوګۍ چپه شوې.

یوه امنیتي چارواکي ویلي چې چاودېدونکي توکي په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو او برید یوې استوګنیزې سیمې ته څېرمه شوی چې له امله یې ځینې وژل شوي کسان د نږدې اپارتمان اوسېدونکي هم دي.

له سیمې خپاره شوي انځورونه سوځېدلي موټرونه، ویجاړه ودانۍ، ماتې شوې فلزي برخې او د اورګاډي شاوخوا خورې شوې ټوټې ښيي.

پر کیف د روسیې پراخ توغندیز او ډرون برید؛ څو استوګنیزې ودانۍ زیانمنې او درې کسان ټپیان شوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۱

د اوکراین پلازمېنه کیف د یکشنبې په لومړیو ساعتونو کې د روسیې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو تر پراخ برید لاندې راغله، چې له امله یې لږ تر لږه درې کسان ټپیان شوي او د ښار په بېلابېلو سیمو کې استوګنیزو ودانیو ته زیان اوښتی دی.

د راپورونو له مخې، دا برید له هغې وروسته ترسره شو چې د اوکراین هوايي ځواکونو خبرداری ورکړی و، ښايي روسیه د «اورېشنیک» په نوم هایپرسونیک بالېستیک توغندی وکاروي.

د کیف ښاروال وېتالي کلیچکو، په ټیلیګرام کې ویلي، له ځايي وخت سره سم د شپې له یوې بجې لږ وروسته په ښار کې د پرله‌پسې چاودنو غږونه واورېدل شول. نوموړي زیاته کړې چې د ښار په څو برخو کې استوګنیزې ودانۍ زیانمنې شوي او د ښار په مرکزي سیمه کې د یوه ښوونځي په انګړ کې د توغندیزو یا ډروني ټوټو له لوېدو وروسته اور هم لګېدلی دی.

له دې وړاندې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي، خبرداری ورکړی و چې روسیه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د «اورېشنیک» توغندي په کارولو د نوي برید لپاره چمتووالی نیسي. نوموړي ویلي وو چې دا معلومات د اوکراین، امریکا او اروپايي سرچینو له لوري ترلاسه شوي دي.

تر اوسه د اوکراین هوايي ځواکونو په رسمي ډول نه دي ویلي چې په دې برید کې د «اورېشنیک» توغندی کارول شوی که نه.

د سپینې ماڼۍ څنګ ته ډزې؛ پولیس وایي شکمن کس یې نیولی دی

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۸ GMT+۱

امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د سپینې ماڼۍ تر څنګ د ډزو غږونه اورېدل شوي او پولیسو یې په تړاو یو شکمن کس تر نیولو وروسته روغتون ته لېږدولی دی. راپورونه وایي، شکمن کس سپینې ماڼۍ ته نږدې د تلاشۍ پوستې ته له نږدې کېدو وروسته د امنیتي کسانو پر لوري یې ډزې کړي.

د یوه پولیس چارواکي په وینا، په پېښه کې هېڅ یو امنیتي ته زیان نه دی رسېدلی.

له دې سره هم‌مهاله د امریکا د فدرالي پلټنو ادارې (FBI) مشر کش پټېل په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې کسان یې د سپینې ماڼۍ په ساحه کې ځای پر ځای شوي دي.

سي‌اېن‌اېن هم راپور ورکړی، چې د دې پېښې له امله امنیتي ځواکونو د سپینې ماڼۍ په انګړ کې موجود خبریالان خوندي سیمو ته لېږدولي دي.

د امریکا د پټو خدماتو ادارې ویاند په یوې اعلامیې کې سي‌بي‌اېس نیوز ته ویلي، چې دغه اداره «د شمال لوېدیځ پنسلوانیا سړک او اوولسم سړک ته نږدې د ډزو له راپورونو» خبره ده او «له امنیتي ځواکونو سره په ګډه د دغو معلوماتو د ارزونې او تایید چارې روانې دي».

تر اوسه امریکايي چارواکو د دې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

ډونالډ ټرمپ: له ایران سره د هوکړې متن نږدې بشپړ شوی او هُرمز تنګی به بېرته پرانېستل شي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۲۲:۵۸ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د ایران له اسلامي جمهوریت او د سولې له یوې هوکړې سره د تړلو موضوعاتو په اړه یې د سیمې له یو شمېر مشرانو سره «ډېرې ښې خبرې» کړې دي. ټرمپ ویلي، اوس د هوکړې متن وروستی کېدونکی دی او د هُرمز تنګی به هم بېرته پرانېستل شي.

ټرمپ د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲مه) په خپلې ټروث سوشل کې لیکلي: «څو شېبې مخکې مې د سعودي عربستان له محمد بن سلمان، د متحده عربي امارات له محمد بن زاید ال نهیان، د قطر له امیر تمیم بن حمد ال ثاني، د قطر له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني، د پاکستان له عاصم منیر، د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان، د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د اردن له پاچا عبدالله دوم او د بحرین له پاچا حمد بن عیسی ال خلیفه سره د ایران اسلامي جمهوریت او د سولې اړوند ټولو موضوعاتو په اړه ډېرې ښې خبرې وکړې».

د امریکا ولسمشر ویلي، چې دغه خبرې د ایران اسلامي جمهوریت او د سولې د یوې تفاهم‌نامې اړوند ټولو موضوعاتو په اړه ترسره شوې دي. هغه زیاته کړه: «دغه هوکړه تر ډېره د امریکا متحده ایالاتو، د ایران اسلامي جمهوریت او هغو هېوادونو ترمنځ چې نومونه یې یاد شول، تر بحث او خبرو لاندې راغلې او اوس یوازې وروستۍ بشپړونه پاتې ده».

ټرمپ همداراز د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره جلا ټیلیفوني خبرې هم «ډېرې ښې» بللې دي.

هغه زیاتوي: «د هوکړې وروستي اړخونه او جزییات اوس تر ارزونې لاندې دي او ډېر ژر به اعلان شي». ټرمپ ټینګار کړی: «د دې هوکړې د ګڼو نورو مادو ترڅنګ، د هُرمز تنګی به هم بېرته پرانېستل کېږي».

ټرمپ تر دې وړاندې هم څو ځله ویلي، یوازې هغه هوکړه به مني چې د ایران د یورانیمو د غني کولو او د غني شویو یورانیمو د زېرمو برخلیک هم په‌کې شامل وي.

تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم ویلي وو، چې تهران او واشنګټن د جګړو د پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه وروستي پړاو نږدې شوې ده.

د اسماعیل بقایي په وینا، په دې هوکړه لیک کې د هُرمز تنګي تدریجي پرانېستل، د امریکا له لوري د بندیزونو نرمول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول هم شامل دي.

بقایي زیاته کړې، چې د دغه هوکړه لیک له احتمالي لاسلیک وروسته به د یوې پراخې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره له ۳۰ تر ۶۰ ورځو پورې نورې خبرې هم پیل شي.