د رسنیو ملاتړو سازمانونو په کندهار کې د دریو راډیوګانو تړل د رسنیو ځپل بللي

د خبریالانو او رسنیو ملاتړو بنسټونو په کندهار کې د طالبانو له لوري د دریو سیمهییزو راډیوګانو تړلو ته غبرګون ښودلی او دا اقدام یې د ازادو رسنیو د ځپلو د لړۍ یوه بله ښه بللې ده. طالبانو نن په کندهار کې د تحسین القران، زما زېور او څانګه راډیوګانو دفترونه وتړل.
