شهباز شریف:پاکستان د سولې خبرو د بل پړاو کوربتوب ته چمتو دی

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، هېواد یې د سیمې د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او هیله لري چې د سولې د خبرو راتلونکی پړاو به ډېر ژر په پاکستان کې ترسره شي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، هېواد یې د سیمې د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او هیله لري چې د سولې د خبرو راتلونکی پړاو به ډېر ژر په پاکستان کې ترسره شي.
شهباز شریف په خپل خپاره کړي ایکس پیغام کې د ډونالډ ټرمپ د سولې لپاره د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې نوموړي د سعودي عربستان، قطر، ترکیې، مصر، عرب اماراتو، اردن او پاکستان له مشرانو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د نوموړي په وینا، د پاکستان د پوځ مشر سید عاصم منیر په دغو خبرو کې د پاکستان استازیتوب کړی او د سولې د بهیر لپاره یې مهمې هلې ځلې کړې دي.
شهباز شریف زیاته کړې چې په دغو خبرو کې د سیمې پر اوسني وضعیت، د سولې پر روانو هڅو او د تلپاتې ثبات لپاره پر راتلونکو ګامونو خبرې شوې دي.
هغه ټینګار کړی چې پاکستان به د سولې هڅې په بشپړ صداقت او ژمنتیا سره روانې ساتي.

د خيبرپښتونخوا پخواني اعلی وزير امير حیدر خان هوتي پر مرکزي او د پښتونخوا پر صوبايي یا ایالتي حکومتونو نيوکې کړي، چې دغه صوبه یې له پامه غورځولې او داسې ښکاري چې «مرکزي او ايالتي حکومتونه پر پښتنو لوبې کوي».
هوتي د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲مه) په خپله اېکسپاڼه په خپره کړې ويډیو کې د پاکستان په مرکزي او د تحریک انصاف د خيبرپښتونخوا پر حکومتونو په نیوکو سره وايي، «دا وخت ايالتي او فدرالي حکومتونه بې غوره دي، فدرالي حکومت دا وخت لومړيتوب دې ته ورکوي، چې ايالتونو ته کوم واک ورکړل شوی هغه ترې بېرته واخلي».
هغه وويل، فدرالي حکومت د ايالتونو د بودجې کمولو په هڅه کې دی، «پښتونخوا په خپله برېښنا، په خپل ګاز او خپلو وسايلو واک نهلري او چې لږ ډېر یې ترلاسه کړی هغه ترې هم تروړل غواړي».
هوتي د تحريک انصاف پر ايالتي حکومت په نيوکو سره زیاته کړې: «په پښتونخوا کې ډاګيز اداري فساد روان دی، خو د ايالتي حکومت واکمن ځانونه پوره کوي، په تېرو ۱۳ کلونو کې د دوی شتمنۍ سېوا شوې او ايالت قرضداری شوی، د دوی جېبونه ډک شول او د پښتونخوا خزانه خالي شوه».
هغه همداراز څرګنده کړې، چې پښتونخوا کې د نا امنۍ لمن مخ په پراخېدو ده او «ايالتي حکومت هېڅ ډول مسووليت اخېستو ته تيار نه دی. ايالتي حکومت نه د ترهګرۍ پرضد پرېکړو او نه پرې عمل کولو ته چمتو دی».
فدرالي او په خيبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف حکومت د امير حيدر خان هوتي تورونو ته تراوسه څه غبرګون نهدی ښودلی.
خو فدرالي او ايالتي حکومتونه تل ادعاوې کوي، چې پښتونخوا کې د امنیت ټينګښټ لپاره یې اقدامات کړي.
د خيبرپښتونخوا والي فيصل کريم کنډي د پاکستان له لومړي وزير شهباز شريف څخه غوښتنه کړې، چې «د مرکزي حکومت د پیاوړتیا لپاره دې د غنمو ازاد لېږد سمدستي یقیني کړي او خیبرپښتونخوا ته دې بیړنۍ مرستې ورسوي».
فيصل کريم کنډي د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲مه) په خپله اېکسپاڼه ویلي، د پاکستان په اساسي قانون کې په ټول هېواد کې د ازادې او عادلانه سوداګرۍ ضمانت ورکړل شوی، نو د پنجاب او خیبر پښتونخوا ترمنځ هم د ازادې او عادلانه سوداګرۍ موجودیت اړین دی. په «دې تړاو د ايالتونو ترمنځ د غنمو پر لېږد هر ډول مصنوعي بندیز د سختې اندېښنې وړ دی».
هغه زیاته کړه، دغه ډول خنډونه د اساسي قانوني ضمانتونه کمزوري کوي، چې له دې سره کروندګر او عام ولس لاپسې ځپل کېږي.
فيصل کريم کنډي ويلي، د خیبر پښتونخوا د سیاسي او اداري وضعیت، په ځانګړې توګه د غنمو او ګازو د اکمالاتو په برخه کې صوبايي ستونزې یې د خپل سياسي ګوند له مشر بلاول بوټو زرداري سره هم شريکې کړې دي.
پرون هم د خيبرپښتونخوا د اطلاعاتو او عامه اړيکو وزير شفيع جان ويلي وو، د دوی پر ګاز د پنجاب کارخونې چليږي خو دوی ته له پنجاب څخه غنم نه ورکول کيږي.
د مشرقي جهادي شورا مشر حاجي حضرت علي ویلي، د پاکستان له خوا د داعـ. ـش او ورانکارو ډلو عملي روزنه او تمویل روان دی. هغه زیاته کړې، دا روزنیز مرکزونه د خېبر پښتونخوا اورکزیو ایجنسۍ، باجوړ، تیرا او چترال سربېره په بلوچستان او مستونګ کې فعال دي چې د پوځ افسران یې اداره کوي.
حضرت علي په یوه خپور کړي پیغام کې ټینګار کړی چې افغانستان د نیابتي جګړو قرباني نه، بلکې د خپلواک ولس ګډ کور دی. ده ادعا کړې چې پاکستان یو ځل بیا هڅه کوي ځینې مخالفې څېرې او د داعش ډلې سره راټولې او تجهیز کړي څو په افغانستان کې بېثباتي، ګډوډي او سیاسي بحران رامنځته کړي.
هغه زیاته کړې چې افغان ولس د تېرو لسیزو له ترخو تجربو زدهکړه کړې او دا ډول لوبې به بریالۍ نه شي.
هغه د ډیورنډ په کرښه د پرتو سیمو اوسېدونکو باندې غږ کړی څو د دغو هڅو پر وړاندې ویښ او حساس پاتې شي او د افغانستان د ورانولو لپاره د دوی د نوم او احساساتو څخه ناوړه استفاده و نه شي.
هغه ټینګار کړی چې د ترهګرو ډلو د جوړولو او د داخلي اختلافاتو د ژوندي ساتلو سیاست د هېڅ ګاونډي په ګټه نه دی.
حضرت علي له اسلاماباد غوښتي چې د تېرو تجربو زدهکړه وکړي، د ترهګرۍ او افراطیت له ملاتړ څخه لاس واخلي او د سالم ګاونډیتوب، متقابل احترام او سیمهییز ثبات لاره خپله کړي. ده ویلي که پاکستان ریښتینې مبارزه د ترهګرۍ پر ضد وکړي، سیمه او نړۍ به له ښه امنیته برخمنه شي، او که نه وي، نړۍ ته به یو ځل بیا ثابته شي چې د ترهګرۍ ملاتړ د سیمې او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی.
هغه همدارنګه ډیورنډ کرښه «ملي او تاریخي موضوع» بللې چې د ټول ملت د حاکمیت او تاریخ برخه ده.
د مشرقي جهادي شورا دغه مشر د افغانستان له اوسنیو حاکمانو هم غوښتنه کړې چې خلک د کډوالۍ او بېبرخلیکۍ ترخو شپو ته نه اړ باسي، بلکې د ملي تفاهم، پراخ سیاسي مشارکت او ملي یووالي لپاره عملي ګامونه پورته کړي، څو ټول وګړي د هېواد په راتلونکې کې ځان شریک احساس کړي او افغانستان د تلپاتې امنیت، ثبات او پرمختګ پر لور ولاړ شي.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او د دې خاورې ساتنه او روښانه راتلونکی د هر افغان ګډ مسؤلیت دی.
هممهاله پر کابل واکمن طالبان هم ادعا لري چې پاکستان په خپله خاروه کې د داعش خراسان ډلې غړو ته پناه ځایونه ورکړي، تجهیز کړي یې دياو هلته یې روزنې روانې دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، دوی داسې شواهد لري چې پاکستاني پوځ روزل شوي داعش وسلهوال افغانستان ته ورلېږلي دي.
د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ. د ياد ډلې مشر نور ولي محسود په اختريز پیغام کې ویلي، «زموږ له لوري دا يو اړخيز اوربند دی، که پوځ کوم اقدام وکړ، ځواب به ورته ورکول کېږي».
د شنبې په ورځ د ټي ټي پي لخوا خپور شوي يو بيان کې نور ولي محسود وويل، د ذوالحجې د میاشتې په ۱۰مه، ۱۱مه او ۱۲مه به اوربند وي.
هغه زياته کړې، «تل مو د ستونزو د هواري لپاره د متقابل درناوي خبره کړې ده، خو زموږ ګډ مکار دښمن ورته غلط رنګ ورکړی او نړۍ ته یې وړاندې کړی دی، موږ یې ظالم او جابر معرفي کړي یو، نه یوازې موږ، بلکې د خپلو حقونو غوښتونکی هر فرد او ډله یې نړۍ ته د ترهګر په توګه وړاندې کړې او پر هغوی یې د ظلم او جبر غرونه را نړولي دي».
هغه ویلي، «کله چې ظلم له حده زیات شي، کله چې د یو قوم کورونه، عزتونه، دین، دنیا او شناخت یې له منځه یووړل شي، نو د خپلې بقا، وقار، دین، ایمان، عزت او ابرو د دفاع لپاره پورته کېدل فرض کېږي، دا کومه خروج او بغاوت نه دی چې دیني عالمان یې ناجایز او حرام وګڼي. په دې تناظر کې زموږ جهاد د کوم فساد یا شخصي ګټو لپاره نه، بلکې د خپل دین، ایمان، نسلونو راتلونکي، د خپلې خاورې د وقار او د مظلومو خلکو د حقونو د خوندیتوب لپاره دی».
د پاکستان حکومت او پوځ ټي ټي پي د «فتنه الخوارج» په نوم يادوي. پاکستان تور لګوی چې ټي ټي پي د افغانستان له خاورې په پاکستان کې ترهګري کوي، خو طالبان بيا د پاکستان دغه تور ردوي او وايي، ناامني د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.
د پاکستان د سند پوليس وايي، له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ یې د یوې لړ عملياتو په ترڅ کې د تښتوونکو له منګلو وژغورله. د دوی په وینا، په دې عملیاتو کې یو انسان تښتونکی وژل شوی او یو شمېر نور یې ټپیان شوي دي. دغه ۱۱ کلنه نجلۍ شاوخوا دوه میاشتې مخکې تښتول شوې وه.
د سند پولیسو د شنبې په ماخوستن (د غبرګولي ۲مه) وویل، حرم سعید د مارچ په ۲۸مه له پېښوره تښتول شوې او بالاخره له شاوخوا دوو میاشتو وروسته په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شوه.
د سرچینې په وینا، په دې عملیاتو کې د یادې انسان تښتوونکې ډلې یو مشر چې عبدالوحید نومېده وژل شوی او یو شمېر نور یې ټپيان شوي دي.
پولیس وايي له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې ماشومه به ژر وموندل شي | افغانستان انټرنشنل پښتو
د دغې ماشومې له ژغورنې وروسته د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وويل: «اوس موږ د یوه ملت په توګه د دې ناسور پر ضد راپورته کېږو. زموږ څومره چې نجونې، هلکان او ځوانان د دې درندګانو په ولکه کې دي، د ټولو لپاره به یې غږ پورته کوو او له دولت څخه به د دې درندګانو د نیولو غوښتنه هم کوو».
هغه همداراز زیاته کړه: «اوس موږ دا پوښتنه هم لرو، چې دغه نجلۍ تر سنده څنګه ورسېده؟ د دې قضیې د بشپړې او شفافې پلټنې غوښتنه به هم کوو».