• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان د کونړ زلزله ځپلو لپاره د ننګرهار په ګمبیري دښته کې ښارګوټی جوړوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۱:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۳:۲۰ GMT+۱

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر د کونړ ولایت زلزله ځپلو لپاره د یوه ځانګړي ښارګوټي د جوړولو پلان تایید کړی دی. یاد ښار ګوټی د ننګرهار په ګمبیري دښته کې جوړیږي.

د طالبانو د کور او ښارجوړولو وزارت نن د یکشنبې په ورځ د غبرګولي ۳مه ویلي، چې د یادې ډلې د کور او ښارجوړولو وزیر نجیب‌الله حیات حقاني‌ د کونړ د زلزله ځپلو کورنیو د دایمي استوګنې لپاره د یوه ځانګړي او معیاري ښارګوټي تفصیلي پلان تایید او لاسلیک کړ.

طالبانو ویلي، چې یاد ښارګوټی د ننګرهار ولایت د ګمبیري په سیمه کې پر ۱۰۰۰ جریبه ځمکه د ۱۵۱۱ کورنیو لپاره جوړيږي، چې جوماتونه، شنې سیمې، پارکونه، ښوونځی، د عامه خدماتو سیمه، سړکونه او نور اړین تاسیسات به هم پکې وي.

طالبانو پرداسې مهال د کونړ د زلزله ځپلو لپاره په ننګرهار کې د دایمي استوګنې لپاره د ښارګوټي جوړولو خبر ورکړی، چې شاوخوا لس میاشتې وړاندې کونړ یوې شدیدي زلزلې ولړزاوه او له امله یې زرګونه کسان مړه او ټپیان شول او ګڼ نور بې کوره شول.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

۳۶ زره طالب چارواکو او سوداګرو ته د وسلې ګرځولو جوازونه ورکړل شوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۱:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، تر اوسه یې له ۳۶ زرو ډېرو کسانو ته د وسلې ګرځولو جوازونه ورکړي او په بېلابېلو ولایتونو کې یې نږدې پنځه زره میله غیرقانوني وسلې راټولې کړې دي. د وسلې جوازونه طالب چارواکو او سوداګرو ته ورکړل شوي دي.

د وزارت د ډایاک پروګرام مدیر عنایت الله ذوالفقار ویلي، په دې لړ کې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې نږدې پنځه زره میله غیرقانوني وسلې راټولې کړې دي.

هغه زیاته کړې چې د وسلو د راټولولو او ثبت بهیر دوام لري او د غیرقانوني وسلو قانوني کول د امنیت د ټینګښت لپاره مهم ګام بلل کېږي.

ذوالفقار ویلي، د هغو کسانو وسلې به، چې ترې راټولې شوې دي، که قانوني مراحل بشپړ کړي، بېرته ورکړل شي.

د ایران په کرمان کې د ترافیکي پېښې له امله درې افغانان مړه شوي او ۱۰ ټپیان دي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۱:۱۵ GMT+۱

د ایران د کرمان ولایت په جیرفت ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې افغانان ځای پر ځای مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي. ددغو افغانانو موټر له سړک نه کوږ شوی او نسکور شوی دی.

د کرمان ولایت د جیرفت د بیړنيو طبي خدماتو مشر ویلي چې دا پېښه د شنبې په شپه شاوخوا ۱:۴۴ بجې د امام رضا کمربندي سړک په هغه سیمه کې شوې چې د «ابوالفضل د تېلو ټانک» ته نږدې ده.

د هغه په وینا، د پېښې خبر تر ترلاسه کولو وروسته د بیړنيو خدماتو امبولانسونه سیمې ته ولېږل شول او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته انتقال کړل.

ایراني چارواکي وايي چې پېښه د یوه موټر د چپه کېدو له امله، چې افغان کډوال پکې سپاره وو، شوې ده.

ازادۍ جبهې د کابل په سروبي کې د طالبانو پر اکمالاتي کاروان د برید خبر ور کړی

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۱:۱۴ GMT+۱

د افغانستان د ازادۍ جبهه ادعا کوي، چې تېره شپه یې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د طالبانو پر اکمالاتي کاروان برید کړی دی. د جبهې د خبرپاڼې له مخې، په برید کې یو طالب وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې نن یکشنبه، د غبرګولي پر ۳مه په یوه خبرپاڼه کې د شنبې په ماښام د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه اکمالاتي کاروان د برید ادعا کړې ده.

د یادې جبهې په وینا، دغه عملیات د غبرګولي میاشتې په دویمه نېټه شوي او د طالبانو پر ضد د دوی د هدفي بریدونو یوه برخه ده.

ازادۍ جبهې دد برید یوه ویډیو هم رسنیو ته لېږلې ده.

طالبانو تر اوسه ددې برید په اړه څه نه دي ویلي.

ایران وايي افغانستان ته یې د « ۴۴۶ میلیارده ایراني ریالو» د قاچاق مخه نیولې

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۰:۵۸ GMT+۱

د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد ولسوالۍ چارواکو ادعا کړې، چې ایراني سرحدي ځواکونو د غویي میاشتې په لړ کې افغانستان ته د ۴۴۶ میلیارد او ۸۵ میلیون ریالو نغدو پیسو د قاچاق مخه نیولې ده.

ایرنا د ایران سرحدي ځواکونو له قوله لیکلي، چې دغه پیسې له ایران نه د وتونکو سپرلیو او مسافر وړونکو موټرو د پلټنې پر مهال له مسافرو کشف شوې دي.

د معلوماتو له مخې، په دې تړاو ۱۰۷ کسان چې غوښتل یې دا اندازه پیسې په ناقانونه ډول افغانستان ته ولېږدوي، نیول شوي او له کشف شویو پیسو سره یوځای اړوندو قانوني ادارو ته سپارل شوي دي.

ایراني چارواکو دا نه دي ویلي، چې ددغو پیسو لېږدوونکو ته، چې ډېری افغان کارګر او کډوال دي، په بدل کې څه ورکړل شوي او که نه.

کندهار ښاروالۍ د تنظیف برخې سلګونو کارګرو ته د تېرو دوو میاشتو معاش نه دی ور کړی

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۷ GMT+۱

په کندهار کې د ښاروالۍ د تنظیف برخې کارګر وايي، چې ښاروالۍ له تیرو دوو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړي. ددغو کارګرو، چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسیږي، ورځنی معاش درې سوه افغانۍ دی او وړاندې به هره میاشت ورکول کېده.

د کندهار ښاروالۍ د تنظیف برخې یو شمېر قراردادي کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

یاد کارګر چې ډیری یې د کندهار او یوه برخه یې د نورو ولایتونو اوسېدونکي دي، وايي، که معاشونه ور نه کړل شي، ښايي اختر له کورنیو پرته په کندهار کې تېر کړي.

د غلام غوث په نوم د زابل یو اوسېدونکی چې د کندهار ښاروالۍ د تنظیف په امریت کې د قراردادي کارګر په توګه کار کوي، وايي:« دوه میاشتې کېږي چې زموږ معاشونه نه دې راکول شوي. اوس که معاش رانه کړي، نو اختر لپاره کور ته نه شم تلی ځکه پیسې نه لرم، زما ټوله تمه همدې خپل معاش ته وه».

دغه قراردادي کارګران په کندهار ښار کې په بېلابېلو پروژو کې کار کوي او د کندهار ښاروالۍ د اصولو له‌مخې باید هره ورځ ۳۰۰ افغانۍ معاش ورکړل شي، خو دوی وايي، چې ښاروالۍ ورسره جوړجاړی کړی او د هرې ورځې پر ځای یې مخکې هره میاشت معاش ورکاوه.

یو شمېر کارګران وايي، چې په دغه معاش یې څو کسیزې کورنۍ ساتلې، خو د نامعلوم دلیل له‌امله یې اوس معاشونه ځنډول شوي دي.

د کندهار د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی شیراحمد وايي:«که مې معاش واخلم، باید نن یا سبا کور ته لاړ شم، د اختر لپاره چمتووالی ونیسم، ټوله کورنۍ مې ماته په تمه ده. خو موږ څو ځله د تنظیف امریت ته ورغلي یو، هغوی تر اوسه موږ ته قناعت راکوونکی ځواب نه دی راکړی».

یاد کارګران وايي، وروستی ځل یې معاش په وري میاشت کې اخیستی دی او له هغه وروسته یې معاش نه دی ورکړل شوی.

د یادو کارګرانو شمېر سلګونو کسانو ته رسیږي.

افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه، چې یادو کارګرانو د معاشونو د ستونزې په اړه د کندهار ښاروالۍ نظر ترلاسه کړي، خو بریالی نه شو.