• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران په کرمان کې د ترافیکي پېښې له امله درې افغانان مړه شوي او ۱۰ ټپیان دي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۱:۱۵ GMT+۱

د ایران د کرمان ولایت په جیرفت ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې افغانان ځای پر ځای مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي. ددغو افغانانو موټر له سړک نه کوږ شوی او نسکور شوی دی.

د کرمان ولایت د جیرفت د بیړنيو طبي خدماتو مشر ویلي چې دا پېښه د شنبې په شپه شاوخوا ۱:۴۴ بجې د امام رضا کمربندي سړک په هغه سیمه کې شوې چې د «ابوالفضل د تېلو ټانک» ته نږدې ده.

د هغه په وینا، د پېښې خبر تر ترلاسه کولو وروسته د بیړنيو خدماتو امبولانسونه سیمې ته ولېږل شول او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته انتقال کړل.

ایراني چارواکي وايي چې پېښه د یوه موټر د چپه کېدو له امله، چې افغان کډوال پکې سپاره وو، شوې ده.

ترویج لرونکی

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو
۱

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۲

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۳

د ټي‌ټي‌پي شورا غړی: پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي

۴

سمیع سادات: د طالبانو ماتول او د افغانستان د ازادۍ یوازینۍ لاره «جګړه» ده

۵

ظاهر قدیر د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو

•
•
•

نور کیسې

ازادۍ جبهې د کابل په سروبي کې د طالبانو پر اکمالاتي کاروان د برید خبر ور کړی

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۱:۱۴ GMT+۱
ازادۍ جبهې د کابل په سروبي کې د طالبانو پر اکمالاتي کاروان د برید خبر ور کړی
100%

د افغانستان د ازادۍ جبهه ادعا کوي، چې تېره شپه یې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د طالبانو پر اکمالاتي کاروان برید کړی دی. د جبهې د خبرپاڼې له مخې، په برید کې یو طالب وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې نن یکشنبه، د غبرګولي پر ۳مه په یوه خبرپاڼه کې د شنبې په ماښام د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه اکمالاتي کاروان د برید ادعا کړې ده.

د یادې جبهې په وینا، دغه عملیات د غبرګولي میاشتې په دویمه نېټه شوي او د طالبانو پر ضد د دوی د هدفي بریدونو یوه برخه ده.

ازادۍ جبهې دد برید یوه ویډیو هم رسنیو ته لېږلې ده.

طالبانو تر اوسه ددې برید په اړه څه نه دي ویلي.

ایران وايي افغانستان ته یې د « ۴۴۶ میلیارده ایراني ریالو» د قاچاق مخه نیولې

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۰:۵۸ GMT+۱
ایران وايي افغانستان ته یې د « ۴۴۶ میلیارده ایراني ریالو» د قاچاق مخه نیولې
100%

د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد ولسوالۍ چارواکو ادعا کړې، چې ایراني سرحدي ځواکونو د غویي میاشتې په لړ کې افغانستان ته د ۴۴۶ میلیارد او ۸۵ میلیون ریالو نغدو پیسو د قاچاق مخه نیولې ده.

ایرنا د ایران سرحدي ځواکونو له قوله لیکلي، چې دغه پیسې له ایران نه د وتونکو سپرلیو او مسافر وړونکو موټرو د پلټنې پر مهال له مسافرو کشف شوې دي.

د معلوماتو له مخې، په دې تړاو ۱۰۷ کسان چې غوښتل یې دا اندازه پیسې په ناقانونه ډول افغانستان ته ولېږدوي، نیول شوي او له کشف شویو پیسو سره یوځای اړوندو قانوني ادارو ته سپارل شوي دي.

ایراني چارواکو دا نه دي ویلي، چې ددغو پیسو لېږدوونکو ته، چې ډېری افغان کارګر او کډوال دي، په بدل کې څه ورکړل شوي او که نه.

کندهار ښاروالۍ د تنظیف برخې سلګونو کارګرو ته د تېرو دوو میاشتو معاش نه دی ور کړی

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۷ GMT+۱
 کندهار ښاروالۍ د تنظیف برخې سلګونو کارګرو ته د تېرو دوو میاشتو معاش نه دی ور کړی
100%

په کندهار کې د ښاروالۍ د تنظیف برخې کارګر وايي، چې ښاروالۍ له تیرو دوو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړي. ددغو کارګرو، چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسیږي، ورځنی معاش درې سوه افغانۍ دی او وړاندې به هره میاشت ورکول کېده.

د کندهار ښاروالۍ د تنظیف برخې یو شمېر قراردادي کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

یاد کارګر چې ډیری یې د کندهار او یوه برخه یې د نورو ولایتونو اوسېدونکي دي، وايي، که معاشونه ور نه کړل شي، ښايي اختر له کورنیو پرته په کندهار کې تېر کړي.

د غلام غوث په نوم د زابل یو اوسېدونکی چې د کندهار ښاروالۍ د تنظیف په امریت کې د قراردادي کارګر په توګه کار کوي، وايي:« دوه میاشتې کېږي چې زموږ معاشونه نه دې راکول شوي. اوس که معاش رانه کړي، نو اختر لپاره کور ته نه شم تلی ځکه پیسې نه لرم، زما ټوله تمه همدې خپل معاش ته وه».

دغه قراردادي کارګران په کندهار ښار کې په بېلابېلو پروژو کې کار کوي او د کندهار ښاروالۍ د اصولو له‌مخې باید هره ورځ ۳۰۰ افغانۍ معاش ورکړل شي، خو دوی وايي، چې ښاروالۍ ورسره جوړجاړی کړی او د هرې ورځې پر ځای یې مخکې هره میاشت معاش ورکاوه.

یو شمېر کارګران وايي، چې په دغه معاش یې څو کسیزې کورنۍ ساتلې، خو د نامعلوم دلیل له‌امله یې اوس معاشونه ځنډول شوي دي.

د کندهار د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی شیراحمد وايي:«که مې معاش واخلم، باید نن یا سبا کور ته لاړ شم، د اختر لپاره چمتووالی ونیسم، ټوله کورنۍ مې ماته په تمه ده. خو موږ څو ځله د تنظیف امریت ته ورغلي یو، هغوی تر اوسه موږ ته قناعت راکوونکی ځواب نه دی راکړی».

یاد کارګران وايي، وروستی ځل یې معاش په وري میاشت کې اخیستی دی او له هغه وروسته یې معاش نه دی ورکړل شوی.

د یادو کارګرانو شمېر سلګونو کسانو ته رسیږي.

افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه، چې یادو کارګرانو د معاشونو د ستونزې په اړه د کندهار ښاروالۍ نظر ترلاسه کړي، خو بریالی نه شو.

طالبان: تېره یوه میاشت څه باندې ۲۷زره زیانمنو کورنیو سره مرسته شوې ده

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۰۹:۵۸ GMT+۱
طالبان: تېره یوه میاشت څه باندې ۲۷زره زیانمنو کورنیو سره مرسته شوې ده
100%

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، په تېره یوه میاشت کې یې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې له څه باندې ۲۷ زره زیانمنو کورنیو سره مرسته کړې ده.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې په وینا، په دې موده کې ټول ۲۷ زره او ۲۴۹ زیانمنو کسانو او کورنیو ته بېلابېل بشري خدمات وړاندې شوي دي.

د یادې ټولنې د معلوماتو له مخې، له دې ډلې ۳ زره ۵۳۶ کورنیو ته یوازې د خوراکي توکو مرسته، ۱۹ زره ۲۸۹ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو ګډې مرستې او ۷۴۵ کورنیو ته یوازې غیر خوراکي توکي وېشل شوي دي.

همداراز، ۳ زره او ۶۷۹ کورنیو ته نغدي مرسته هم ورکړل شوې چې ټولیز ارزښت یې ۴۶ میلیونه او ۹۵ زره افغانۍ ښودل شوی دی.

یونیسف: تېر کال له ۲۰ میلیونو ډېرو افغانانو ته روغتیايي خدمات رسېدلي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۰۹:۲۰ GMT+۱
یونیسف: تېر کال له ۲۰ میلیونو ډېرو افغانانو ته روغتیايي خدمات رسېدلي
100%

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي ویلي، چې د تېر کال تر ۲۰ میلیونو ډېر افغانان له روغتیايي او بشري خدماتو برخمن شوي او په ټول هېواد کې د ۲۴۰۰ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه هم دوامداره ساتل شوي دي.

د یونیسف استازي ډاکټر تاج‌الدین اویواله په خپل ایکس پیغام کې ویلي، دغه پروګرامونه د نړیوال بانک او اسیايي پراختیايي بانک په مالي او تخنیکي ملاتړ پلي شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د روانې اوونۍ پر مهال یې د لوګر ولایت سفر کړی او هلته یې له نږدې لیدلي چې پرله‌پسې پانګونه څنګه د ماشومانو او کورنیو لپاره د ژوند ژغورونکي روغتیايي خدمات لا نږدې کوي.

د هغه په وینا، د روغتیايي برخې دوامداره ملاتړ کولی شي د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ماشومانو او کورنیو ته اساسي خدمات لا پراخ او د لاسرسي وړ کړي.