• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کندهار کې د دریو سیمه‌ییزو راډیوګانو دفترونه وتړل

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۳:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۴:۵۰ GMT+۱

په کندهار کې سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست او استخباراتو په کندهار کې درې سیمه‌ییزې راډیوګانې وتړلې. دغه راډیوګانې تحسین القران، څانګه او زما زېور یادې شوې دي.

په کندهار کې د‌ طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي ۳مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه ولایت کې یې د تحسین القران، څانګې او زما زېور په نومونو درې سیمه‌ییزې راډیوګانې د رسمي جوازونو نه لرلو، د مالیاتو د نه ورکړي او غیرمعیاري خپرونو له‌امله وتړلې.

طالبانو ویلي، چې په کندهار کې یې نورو ټولو سیمه‌ییزو راډیوګانو ته سپارښتنه کړې، چې له «اسلامي اصولو سره سم دې خپل نشرات تنظیم کړي».

په ورته مهال بیا د سیمه‌ییزو راډیوګانو کارکوونکي وايي، چې د نشراتو لپاره د جوازونو په نوي کولو او مالیاتو برخه کې د طالبانو د استخباراتو ریاست او د علماوو شورا خنډونه جوړوي.

په کندهار کې دمګړی ۱۵ سیمه‌ییزې راډیوګانې فعالیت کوي، چې له دې ډلې یې د دریو راډیوګانو پر خپرونو طالبانو تازه بندیزو ولګاوه.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

د وروستیو سېلابونو له امله د بغلان د څلورو ولسوالیو لارې تړلې پاتې دي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۳:۰۷ GMT+۱

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله د څلورو ولسوالیو لارې لا هم د خلکو د تګ راتګ پرمخ تړلې دي. طالبان وايي، هڅه کوي چې یادې لارې ډېر ژر د تګ راتګ پرمخ پرانیزي.

یادې ادارې نن د شنبې په ورځ د غبرګولي ۳مه پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د پلخمري ښار مرکز او د بورکه، دهنه غوري او خنجان ولسوالیو لارې د تېرې ورځې شدیدو سېلابونو له امله تړل شوې دي.

یادې ادارې ویلي، چې د ولسوالیو د خلکو د تګ راتګ پر مخ د لارو د بېرته پرانېستلو عملیات یې له تیرې ورځې راهیسې دوام لري.

پر همدغه مهال د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې ویاند ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې د سېلابونو او طبیعي پېښو له امله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۸ کسان مړه شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.

مقاومت جبهې په مزار شریف کې د ۵ طالبانو د وژلو ادعا کړې

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۳:۰۰ GMT+۱

د طالبانو مخالفې مقاومت جبهې ویلي چې د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې یې د راکټي بریدونو په پایله کې ۵ طالبان وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي. طالبانو تر اوسه ددې ادعا په اړخه څه نه دي ویلي.

د دغې جبهې د ادعا له مخې، په دغه برید کې، چې د چارشنبې په شپه، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي پر ۳۰مه شوی، د بلخ ولایت د استخباراتو ریاست په نښه شوی دی.

په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې عملیاتو کې ملکي وګړو او د یادې جبهې ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

بلخوا د دې ادعا په اړه تر اوسه طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلې.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې ۲۷۵ بهرنیو کلمو ته ملي بدیلونه ټاکل شوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۲:۴۳ GMT+۱

په داسې حال کې، چې د طالبانو مشر پر ملي کلمه بندیز لګولی، د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د ژبې د پیاوړتیا او د اعلاناتو د تنظیم په موخه ۲۷۵ بهرنیو کلمو ته ملي بدیلونه ټاکلي.

د وزارت په وینا، شاوخوا ۹۰۰ هغه لوحې یې اصلاح کړې چې د اصولو او مقرراتو خلاف وې.

یاد وزارت زیاتوي چې دغه ګام یې ځکه اخیستی څو په رسمي او تجارتي اعلانونو کې د ملي ژبو کارونه پراخه شي او د لوحو بڼه له بهرنیو اصطلاحاتو پاکه شي.

دا په داسي حال کې ده چې دیادې ډلې د مشر د فرمان له مخې د افغانستان د ځینو ادارو له نومونو څخه د «ملي» کلمه لرې شوې ده.

د کابل په سرای شهزاده کې د ډزو خبر ور کړل شوی

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۱:۵۸ GMT+۱

سیمه ییزو سرچینو د کابل په شهزاده سرای کې د ډزو خبر ور کړی. درې عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې یوه وسله وال کس په سرای شهزاده کې پر څو کسانو د کلاشنکوف ډزې وکړې او بیا له سیمې وتښتېد. سرچینو په برید کې د مرګ ژوبلې خبر هم ور کړی.

یوې سرچینې وویل، چې بریدګر وسله وال غله ول.

سرای شهزاده په کابل کې د اسعارو د تبادلې ترټولو لوی بازار دی.

د طالبانو چارواکو د پیښې په اړه تبصره نه ده کړې.

طالبان د کونړ زلزله ځپلو لپاره د ننګرهار په ګمبیري دښته کې ښارګوټی جوړوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۱:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر د کونړ ولایت زلزله ځپلو لپاره د یوه ځانګړي ښارګوټي د جوړولو پلان تایید کړی دی. یاد ښار ګوټی د ننګرهار په ګمبیري دښته کې جوړیږي.

د طالبانو د کور او ښارجوړولو وزارت نن د یکشنبې په ورځ د غبرګولي ۳مه ویلي، چې د یادې ډلې د کور او ښارجوړولو وزیر نجیب‌الله حیات حقاني‌ د کونړ د زلزله ځپلو کورنیو د دایمي استوګنې لپاره د یوه ځانګړي او معیاري ښارګوټي تفصیلي پلان تایید او لاسلیک کړ.

طالبانو ویلي، چې یاد ښارګوټی د ننګرهار ولایت د ګمبیري په سیمه کې پر ۱۰۰۰ جریبه ځمکه د ۱۵۱۱ کورنیو لپاره جوړيږي، چې جوماتونه، شنې سیمې، پارکونه، ښوونځی، د عامه خدماتو سیمه، سړکونه او نور اړین تاسیسات به هم پکې وي.

طالبانو پرداسې مهال د کونړ د زلزله ځپلو لپاره په ننګرهار کې د دایمي استوګنې لپاره د ښارګوټي جوړولو خبر ورکړی، چې شاوخوا لس میاشتې وړاندې کونړ یوې شدیدي زلزلې ولړزاوه او له امله یې زرګونه کسان مړه او ټپیان شول او ګڼ نور بې کوره شول.