هبتالله اخوندزاده په دې پیغام کې طالبان پر ولس له «ظلم» کولو منع کړي او ویلي یې دي: «په خلکو باندې له ظلم څخه ځان وساتئ، ځکه په دنیا کې چې هرچا ظلم کړی، که هرڅومره طاقتور وي، هغوی الله تعالی ذلیله او له شکست سره مخ کړي».
هغه د خپل نظام پر ساتنې او پالنې او د کوم هېواد د نوم له یادولو پرته د «دښمنانو بدو ارادو» پر دفع کېدو ټينګار کړی دی.
خو په دې پیغام کې د افغان ښځو او نجونو چې له نږدې ۵ کلونو راهیسې له زدهکړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو محروم دي، هېڅ یادونه نهده کړې او همداراز پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په تړاو هېڅ هم نهدي ویل شوي.
د راپور له مخې، په دې ډله کې ښځو او ماشومانو هم شتون درلود. عیني شاهدانو ویډیوګانې او معلومات له حالوش سره شریک کړي چې ښيي له تسلیمېدو وروسته ځینې ژوندي پاتې شوې ښځې او ماشومان د ایراني سرحدي ځواکونو له تاوتریخوالي او وهلو ټکولو سره هم مخ شوي دي.
سرچینو دا هم ویلي چې سرحدي ځواکونو د دغو کسانو ګرځنده ټیلیفونونه او یو شمېر شخصي وسایل هم ضبط کړي دي.
حالوش ویلي چې د قربانیانو هویت تر اوسه نه دی روښانه شوی او ایراني چارواکو هم تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې پر بېوسلې کسانو او کډوالو د ګرمو وسلو کارول غیرقانوني دي او د بشري، اخلاقي او نړیوالو اصولو خلاف عمل ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې هم د ایران په سرحدي سیمو کې پر افغان کډوالو د ډزو ورته راپورونه خپاره شوي او د بشري حقونو بنسټونو پرې اندېښنې څرګندې کړې دي.
د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو لهمخې، یوازې د تېر کال په لیندۍ، مرغومي، سلواغې، کب او د سږکال په وري او غويي میاشتو کې په هرات ولایت کې د ښځو په ګډون ۸۸۲ کسان د بېلابېلو جنايي پېښو په تړاو نیول شوي او ځینې یې یا د سیمې د اوسېدونکو او یا هم د طالبانو له لوري د مقاومت پر مهال وژل شوي او ټپیان شوي هم دي. په دغو کسانو کې څه باندې ۹۵سلنه یې د غلاوو او پاتې نور یې د جنايي پېښو لکه؛ قتل، جعلکارۍ، د نشهيي توکو پېر او پلور او د وسلو لېږد په تړاو نیول شوي دي.
په دې نیول شویو غلو کې نږدې ۱۰ تنه یې ښځې دي او دوی تر ډېره له زرګریو غلاوې کوي او هغه داسې چې لومړی زرګرۍ ته په ننوتلو سره پلورونکی د سروزرو په ښکته او پورته کولو بوختوي او بله یې بیا سره زر غلا کوي.
دموندونو پر بنسټ، ډېری غلاوې له کورونو، په لارو کوڅو کې د موټرو، موټرسایکل، رېکشاوو او موبایلونو شوي او ان له هټیو ګاز ډبې او همداراز د کورونو له بامونو او کرنیزو ځمکو سولر او د اوبو پمپونه هم غلا شوي دي.