طالبانو په پکتیا کې ۴۲ ټنه بېکیفیته او تاریختېر درمل او خوراکي توکي له منځه وړي

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، په پکتیا ولایت کې یې ۴۲ټنه بېکیفیته او تاریختېر درمل او خوراکي توکي سوځولي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، په پکتیا ولایت کې یې ۴۲ټنه بېکیفیته او تاریختېر درمل او خوراکي توکي سوځولي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه درمل او خوراکي مواد د پکتیا د عامې روغتیا ریاست د څار او ارزونې ټیم له لوري د تېر یوه کال په جریان کې د ولایت له مرکز او ولسوالیو راټول شوي وو، چې د اړوندو مسولینو لخوا له منځه یوړل شول.
د پکتیا د عامې روغتیا ریاست مسولینو ویلي، د درملتونونو، روغتیايي مرکزونو او د خوراکي توکو د پلورنځیو د څارنې بهیر په دوامداره توګه روان دی او له سرغړوونکو سره به د روغتیايي اصولو او قوانینو له مخې قانوني چلند وشي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز پر دوام، د طالبانو د پوهنې وزارت وایي چې په غزني، لوګر او پکتیا ولایتونو کې یې ګڼې ښوونیزې پروژې پلې کړې دي.
د یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو پروژو له ډلې، د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ د سوکه او لعلچک لیسو د ترمیم او تجهیز چارې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.
خبرپاڼه همداراز وایي، د لوګر ولایت مرکز پلعلم اړوند الویزیو کلي کې د ابو عبیده بن جراح ابتدایه ښوونځي د ودانۍ جوړولو پروژه هم د سیمې د اوسېدونکو په همکارۍ پلې شوې ده. د دغې پروژې لګښت شاوخوا ۲.۱ میلیونه افغانۍ ښودل شوی دی.
د پوهنې وزارت د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ د طلوع منځني ښوونځي د ودانۍ د جوړولو خبر هم ورکړی، چې د یادې پروژې ارزښت شاوخوا اووه میلیونه افغانۍ بلل شوی دی.
همداراز، د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د حبیبالله زرمتي لیسې لپاره د یوه کتابتون د جوړولو پروژه هم بشپړه شوې، چې د وزارت په وینا، نږدې ۲ میلیونه او ۸۸۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز له پیلېدو ۱۷۰۸ ورځې تېرې شوې او لا هم میلیونونه نجونې له زده کړو محرومې دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې به تر ۲،۷ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شي او د دې بهیر د مدیریت لپاره یې د ۵۲۹ میلیونه ډالرو په ارزښت د بېړنیو او د بیا ادغام خدماتو یو ګډ پلان پیل کړی دی.
د ملګرو ملتونو د افغانستان څانګې، په خپل تازه بیان کې ویلي چې دا پلان د ۲۰۲۶ کال د «د افغان راستنېدونکو د غبرګون پلان» تر عنوان لاندې پیل شوی، چې هدف یې له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو افغانانو لپاره بېړني او د ژوند ژغورونکي خدمات برابرول دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۶ کال کې د اپرېل او ډسمبر ترمنځ شاوخوا ۱،۷ میلیونه کسان له ایران او ۱،۱ میلیونه له پاکستان څخه افغانستان ته د راستنېدو اټکل کېږي. دغه اداره زیاتوي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې ۵،۹ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي، چې دا د افغانستان د نفوس د پام وړ بدلون ښکارندويي کوي.
په اعلان شوي پلان کې ویل شوي چې ۵۲۹ میلیونه ډالر به د سرحدي بېړنیو خدماتو، روغتیايي مرستو، خوراکي توکو، ټرانسپورټ او د بیا مېشتېدو د ملاتړ لپاره ولګول شي، څو راستنېدونکي له لومړنیو اړتیاوو تر اوږدمهاله ادغام پورې مرسته ترلاسه کړي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې خبرداری ورکړی چې د راستنېدونکو دا پراخ بهیر که په منظم ډول مدیریت نه شي، نو په افغانستان کې به پر بېوزلۍ، د کورونو کمښت، د کار نشتوالي او ټولنیزو فشارونو نورې منفي اغېزې زیاتې کړي.
په بیان کې له نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو غوښتنه شوې چې دغه پلان په بشپړ ډول تمویل کړي، څو د بشري بحران د پراخېدو، د داخلي بېځایه کېدو او د ټولنیزو شخړو د زیاتېدو مخه ونیول شي.
د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ، د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان خلکو ته د ده په وینا «ارام ژوند» برابر شوی او له افغانانو یې غوښتي چې د طالبانو نظام د ساتنې، د ټولنیز یووالي او د اسلامي اصولو د پلي کېدو لپاره همکار پاتې شي.
د لوی اختر په مناسبت په خپاره شوي تفصیلي پیغام کې، د طالبانو مشر د هېواد مسلمانانو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي ویلې او ویلي یې دي چې د انسان د ژوند اصلي موخه د الله تعالی عبادت او د شریعت پلي کول دي او په وینا یې مسلمانان باید دې هدف ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د پیغام له مخې، نوموړي ادعا کړې چې د طالبانو په حاکمیت کې د خلکو شرعي حقوق تامین شوي، د ده په وینا «پر چا ظلم نه کېږي»، او د عدالت د ټینګښت لپاره محکمې او د امربالمعروف ادارې فعالې دي.
خو د دغو ادعاوو په اړه له وړاندې څخه د بشري حقونو د فعالانو او نړیوالو ادارو له لوري بېلابېل انتقادونه مطرح شوي، چې وایي په افغانستان کې د قضايي نظام خپلواکي محدوده ده او د امربالمعروف ادارې د فعالیتونو په اړه د عامو خلکو د ازادیو او فردي حقونو د محدودېدو اندېښنې موجودې دي.
منتقدین زیاتوي چې د «عدالت» او «شرعي حقوقو» په اړه د چارواکو د څرګندونو او د ځمکې پر مخ د عملي وضعیت ترمنځ واټن شته، او د ښځو، رسنیو او مدني فعالانو د وضعیت په اړه هم پرلپسې نیوکې راپورته شوي دي.
ملا هبت الله همداراز له دیني عالمانو او د امربالمعروف ادارې له مسئولینو غوښتي چې خلکو ته د دیني مسایلو په زده کړه، د لمانځه په اهمیت او د اسلامي ارزښتونو په پیاوړتیا کې لا زیاتې هڅې وکړي.
د طالبانو مشر په خپل پیغام کې د یتیمانو، کونډو، معلولینو او بېوزلو د ملاتړ پر اهمیت هم ټینګار کړی او له شتمنو افغانانو یې غوښتي چې د هغوی لاسنیوی وکړي.
هغه همداراز ویلي چې د طالبانو حکومت له نړۍ سره، په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره، د شریعت په چوکاټ کې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي.
هبت الله په پیغام کې له دولتي مسولینو غوښتنه شوې چې د خلکو خدمت ته لومړیتوب ورکړي، د اداري چټکتیا لپاره هڅې وکړي او له ظلم څخه ځان وساتي، په داسې حال کې چې د ده په وینا «ظالم پای کې له ماتې سره مخ کېږي».
خو د دغو څرګندونو په اړه یو شمېر انتقادي نظرونه وایي چې په افغانستان کې د عامه خدماتو د وړاندې کولو، اداري ځنډونو او د شکایتونو د څېړنې په برخه کې لا هم ستونزې شته. منتقدین ادعا کوي چې د حساب ورکونې میکانیزمونه کافي پیاوړي نه دي او خلک د ورځنیو اداري خدماتو په ترلاسه کولو کې له خنډونو سره مخ دي.
د بشري حقونو او مدني چارو ځینې څارونکي زیاتوي چې د «خدمت»، «عدالت» او «شفافیت» په اړه د رسمي څرګندونو او د ځمکې پر مخ د عملي وضعیت ترمنځ لا هم واټن موجود دی، چې دا وضعیت د عامه باور او اداري اعتبار په اړه پوښتنې راپورته کوي.
د طالبانو مشر، امنیتي مسولینو ته هم سپارښتنه کړې چې د اختر په ورځو کې د خلکو د خوندیتوب او ارامۍ لپاره ځانګړي تدابیر ونیسي.
په پای کې د طالبانو مشر له افغانانو غوښتي چې د طالبانو د نظام د ساتنې لپاره یووالی او همکاري وساتي او له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې او همکارۍ پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت وایي، خصوصي روغتونونه اوس په افغانستان کې د تخصصي روغتیايي خدمتونو شاوخوا ۸۰ سلنه وړاندې کوي او د پېچلو عملیاتو د ترسره کولو وړتیا لري، خو هممهاله د دغو خدماتو د کیفیت او لوړو لګښتونو په اړه جدي نیوکې هم مطرح دي.
ددغه وزارت د خصوصي روغتونونو د ټولنې رییس احمد عبید مجیدي، وایي چې په هېواد کې دننه خصوصي روغتونونه اوس د زړه جراحي، د پښتورګو پیوند، د اعصابو عملیات، د مفاصلو بدلول او نور پیچلي طبي خدمات ترسره کولی شي.
هغه ادعا کوي چې د دغو پرمختګونو له امله د افغان ناروغانو لپاره د درملنې په موخه بهرنیو هېوادونو ته د تګ اړتیا کمه شوې او ډېری تخصصي خدمات اوس په کور دننه وړاندې کېږي.
خو په ورته وخت کې د خصوصي روغتیايي سکټور په اړه نیوکې هم زیاتې شوې دي. یو شمېر منتقدین وایي چې خصوصي روغتونونه تر ډېره تجارتي بڼه لري او د روغتیايي خدمت پر ځای د مالي ګټې ترلاسه کولو ته لومړیتوب ورکوي.
منتقدین ادعا کوي چې ځینې خصوصي روغتونونه د عادي ناروغیو لپاره هم بېځایه او ډېرې معاینې تجویزوي، چې د دوی په وینا د ناروغانو مالي بوج زیاتوي. دوی زیاتوي چې د افغانستان په اوسنیو اقتصادي شرایطو کې ډېری خلک د خصوصي روغتونونو د لوړ لګښت توان نه لري.
د دوی په وینا، خلک له یوې خوا د دولتي روغتونونو د کمزورو خدماتو له ستونزې سره مخ دي او له بلې خوا د خصوصي روغتونونو د لوړو بیو له امله اړ کېږي چې درملنه یا وځنډوي او یا یې نیمګړې پرېږدي، چې دا وضعیت د هېواد د روغتیايي سیستم د توازن په اړه پوښتنې راپورته کوي.
ملګرو ملتونو د مې ۲۴مه د «مارخور نړیوالې ورځې» په توګه نمانځلې او په دې مناسبت یې د افغانستان په ګډون د منځنۍ او سویلي اسیا په غرنیو سیمو کې د دغه نادر ژوي د ساتنې پر بیړني اهمیت ټینګار کړی، چې د هستوګن ځای له منځه تلل، غیرقانوني ښکار او اقلیمي بدلون یې جدي ګواښونه ګڼل کېږي.
ملګرو ملتونو ویلي چې مارخور (Capra falconeri) د افغانستان د غرنیو سیمو په ګډون د منځنۍ او سویلي اسیا په څو هېوادونو کې موندل کېږي او د سیمهییز ایکوسیستم د توازن په ساتنه کې مهم رول لري.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې دی چې مارخور پکې طبیعي ډول ژوند کوي، خو د نورو سیمو په څېر دلته هم د استوګنځایونو کمېدو، غیرقانوني ښکار او اقلیمي بدلون له امله د دې نادر ژوي بقا له ننګونو سره مخ ده.
مارخور په ۲۰۱۴ کال کې د طبیعت د ساتنې نړیوالې اتحادیې (IUCN) په لېست کې د «نږدې ګواښمن» ژوو په توګه ثبت شوی او د خطرناکو وحشي ژوو د نړیوالې سوداګرۍ کنوانسیون (CITES) په لومړي ضمیمه کې هم شامل دی.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د مارخور ساتنه نه یوازې د ایکولوژۍ له نظره مهمه ده، بلکې د سیمې هېوادونو کې د پایدار ګرځندوی او سیمهییز اقتصاد د ودې لپاره هم فرصتونه رامنځته کولی شي.
دغه سازمان له غړو هېوادونو او اړوندو ادارو غوښتي چې د مارخور د ساتنې لپاره نړیواله او سیمهییزه همکاري پیاوړې کړي، څو دا نادر غرنی ژوی او د هغه طبیعي چاپېریال خوندي پاتې شي.