طالبان وایي څه باندې ۲زره راستنو شویو کډوالو کورنیو ته یې استوګنیزې نمرې ویشلي

د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت وایي چې تېره پنجشنبه او شنبه یې نهو ولایتونو کې پر راستنو شویو کډوالو ۲۰۱۱ استوګنیزې نمرې ویشلې دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت وایي چې تېره پنجشنبه او شنبه یې نهو ولایتونو کې پر راستنو شویو کډوالو ۲۰۱۱ استوګنیزې نمرې ویشلې دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، له دې ډلې ۵۰۲ نمرې په ننګرهار، ۴۵۳ په هلمند، ۳۱۶ په کندز، ۲۹۴ په کندهار، ۱۴۶ په فراه، ۱۳۵ په فاریاب، ۱۰۱ په غزني، ۴۶ په پکتیکا او ۱۸ نمرې په نیمروز ولایت کې ویشل شوې دي.
وزارت زیاتوي تر دې مهاله په ټول هېواد کې ۳۴زره او ۱۴۱کورنیو ته استوګنیزې نمرې ویشل شوې دي.

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي ویلي، چې د تېر کال تر ۲۰ میلیونو ډېر افغانان له روغتیايي او بشري خدماتو برخمن شوي او په ټول هېواد کې د ۲۴۰۰ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه هم دوامداره ساتل شوي دي.
د یونیسف استازي ډاکټر تاجالدین اویواله په خپل ایکس پیغام کې ویلي، دغه پروګرامونه د نړیوال بانک او اسیايي پراختیايي بانک په مالي او تخنیکي ملاتړ پلي شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د روانې اوونۍ پر مهال یې د لوګر ولایت سفر کړی او هلته یې له نږدې لیدلي چې پرلهپسې پانګونه څنګه د ماشومانو او کورنیو لپاره د ژوند ژغورونکي روغتیايي خدمات لا نږدې کوي.
د هغه په وینا، د روغتیايي برخې دوامداره ملاتړ کولی شي د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ماشومانو او کورنیو ته اساسي خدمات لا پراخ او د لاسرسي وړ کړي.
د خوست ولایت طالب چاوراکي وای چې ددغه ولایت د اسماعیلخېلو مندوزیو ولسوالۍ کې ۳۵ مستحقو بزګرانو ته د مېوو او سبزیجاتو وچولو سولري ماشینونه ویشل شوي دي.
په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز په ایکس لیکلي، دغه پروسه د مقام په سپارښتنه، د اقتصاد ریاست تر چتر لاندې او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ ترسره شوه، چې مالي لګښت یې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمانورکړی او د او ار ډي موسسې په همکارۍ عملي شوې ده.
چارواکي وايي، دا ماشینونه د بزګرانو د ملاتړ، د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو د کمولو او د حاصلاتو د ارزښت لوړولو په موخه ورکړل شوي، څو هغوی وکولای شي خپل تولیدات په معیاري او صحي ډول وچ او بازار ته وړاندې کړي.
د مسوولینو په وینا، دا مرسته به بزګرانو سره مرسته وکړي چې خپل محصولات د اوږدې مودې لپاره وساتي، له خرابېدو یې مخنیوی وکړي او په مناسب وخت کې یې وپلوري، چې له امله به یې اقتصادي وضعیت هم ښه شي.
له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز پر دوام، د طالبانو د پوهنې وزارت وایي چې په غزني، لوګر او پکتیا ولایتونو کې یې ګڼې ښوونیزې پروژې پلې کړې دي.
د یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو پروژو له ډلې، د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ د سوکه او لعلچک لیسو د ترمیم او تجهیز چارې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.
خبرپاڼه همداراز وایي، د لوګر ولایت مرکز پلعلم اړوند الویزیو کلي کې د ابو عبیده بن جراح ابتدایه ښوونځي د ودانۍ جوړولو پروژه هم د سیمې د اوسېدونکو په همکارۍ پلې شوې ده. د دغې پروژې لګښت شاوخوا ۲.۱ میلیونه افغانۍ ښودل شوی دی.
د پوهنې وزارت د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ د طلوع منځني ښوونځي د ودانۍ د جوړولو خبر هم ورکړی، چې د یادې پروژې ارزښت شاوخوا اووه میلیونه افغانۍ بلل شوی دی.
همداراز، د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د حبیبالله زرمتي لیسې لپاره د یوه کتابتون د جوړولو پروژه هم بشپړه شوې، چې د وزارت په وینا، نږدې ۲ میلیونه او ۸۸۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز له پیلېدو ۱۷۰۸ ورځې تېرې شوې او لا هم میلیونونه نجونې له زده کړو محرومې دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې به تر ۲،۷ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شي او د دې بهیر د مدیریت لپاره یې د ۵۲۹ میلیونه ډالرو په ارزښت د بېړنیو او د بیا ادغام خدماتو یو ګډ پلان پیل کړی دی.
د ملګرو ملتونو د افغانستان څانګې، په خپل تازه بیان کې ویلي چې دا پلان د ۲۰۲۶ کال د «د افغان راستنېدونکو د غبرګون پلان» تر عنوان لاندې پیل شوی، چې هدف یې له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو افغانانو لپاره بېړني او د ژوند ژغورونکي خدمات برابرول دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۶ کال کې د اپرېل او ډسمبر ترمنځ شاوخوا ۱،۷ میلیونه کسان له ایران او ۱،۱ میلیونه له پاکستان څخه افغانستان ته د راستنېدو اټکل کېږي. دغه اداره زیاتوي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې ۵،۹ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي، چې دا د افغانستان د نفوس د پام وړ بدلون ښکارندويي کوي.
په اعلان شوي پلان کې ویل شوي چې ۵۲۹ میلیونه ډالر به د سرحدي بېړنیو خدماتو، روغتیايي مرستو، خوراکي توکو، ټرانسپورټ او د بیا مېشتېدو د ملاتړ لپاره ولګول شي، څو راستنېدونکي له لومړنیو اړتیاوو تر اوږدمهاله ادغام پورې مرسته ترلاسه کړي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې خبرداری ورکړی چې د راستنېدونکو دا پراخ بهیر که په منظم ډول مدیریت نه شي، نو په افغانستان کې به پر بېوزلۍ، د کورونو کمښت، د کار نشتوالي او ټولنیزو فشارونو نورې منفي اغېزې زیاتې کړي.
په بیان کې له نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو غوښتنه شوې چې دغه پلان په بشپړ ډول تمویل کړي، څو د بشري بحران د پراخېدو، د داخلي بېځایه کېدو او د ټولنیزو شخړو د زیاتېدو مخه ونیول شي.
د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ، د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان خلکو ته د ده په وینا «ارام ژوند» برابر شوی او له افغانانو یې غوښتي چې د طالبانو نظام د ساتنې، د ټولنیز یووالي او د اسلامي اصولو د پلي کېدو لپاره همکار پاتې شي.
د لوی اختر په مناسبت په خپاره شوي تفصیلي پیغام کې، د طالبانو مشر د هېواد مسلمانانو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي ویلې او ویلي یې دي چې د انسان د ژوند اصلي موخه د الله تعالی عبادت او د شریعت پلي کول دي او په وینا یې مسلمانان باید دې هدف ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د پیغام له مخې، نوموړي ادعا کړې چې د طالبانو په حاکمیت کې د خلکو شرعي حقوق تامین شوي، د ده په وینا «پر چا ظلم نه کېږي»، او د عدالت د ټینګښت لپاره محکمې او د امربالمعروف ادارې فعالې دي.
خو د دغو ادعاوو په اړه له وړاندې څخه د بشري حقونو د فعالانو او نړیوالو ادارو له لوري بېلابېل انتقادونه مطرح شوي، چې وایي په افغانستان کې د قضايي نظام خپلواکي محدوده ده او د امربالمعروف ادارې د فعالیتونو په اړه د عامو خلکو د ازادیو او فردي حقونو د محدودېدو اندېښنې موجودې دي.
منتقدین زیاتوي چې د «عدالت» او «شرعي حقوقو» په اړه د چارواکو د څرګندونو او د ځمکې پر مخ د عملي وضعیت ترمنځ واټن شته، او د ښځو، رسنیو او مدني فعالانو د وضعیت په اړه هم پرلپسې نیوکې راپورته شوي دي.
ملا هبت الله همداراز له دیني عالمانو او د امربالمعروف ادارې له مسئولینو غوښتي چې خلکو ته د دیني مسایلو په زده کړه، د لمانځه په اهمیت او د اسلامي ارزښتونو په پیاوړتیا کې لا زیاتې هڅې وکړي.
د طالبانو مشر په خپل پیغام کې د یتیمانو، کونډو، معلولینو او بېوزلو د ملاتړ پر اهمیت هم ټینګار کړی او له شتمنو افغانانو یې غوښتي چې د هغوی لاسنیوی وکړي.
هغه همداراز ویلي چې د طالبانو حکومت له نړۍ سره، په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره، د شریعت په چوکاټ کې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي.
هبت الله په پیغام کې له دولتي مسولینو غوښتنه شوې چې د خلکو خدمت ته لومړیتوب ورکړي، د اداري چټکتیا لپاره هڅې وکړي او له ظلم څخه ځان وساتي، په داسې حال کې چې د ده په وینا «ظالم پای کې له ماتې سره مخ کېږي».
خو د دغو څرګندونو په اړه یو شمېر انتقادي نظرونه وایي چې په افغانستان کې د عامه خدماتو د وړاندې کولو، اداري ځنډونو او د شکایتونو د څېړنې په برخه کې لا هم ستونزې شته. منتقدین ادعا کوي چې د حساب ورکونې میکانیزمونه کافي پیاوړي نه دي او خلک د ورځنیو اداري خدماتو په ترلاسه کولو کې له خنډونو سره مخ دي.
د بشري حقونو او مدني چارو ځینې څارونکي زیاتوي چې د «خدمت»، «عدالت» او «شفافیت» په اړه د رسمي څرګندونو او د ځمکې پر مخ د عملي وضعیت ترمنځ لا هم واټن موجود دی، چې دا وضعیت د عامه باور او اداري اعتبار په اړه پوښتنې راپورته کوي.
د طالبانو مشر، امنیتي مسولینو ته هم سپارښتنه کړې چې د اختر په ورځو کې د خلکو د خوندیتوب او ارامۍ لپاره ځانګړي تدابیر ونیسي.
په پای کې د طالبانو مشر له افغانانو غوښتي چې د طالبانو د نظام د ساتنې لپاره یووالی او همکاري وساتي او له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې او همکارۍ پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.