• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کابل کې د جاپان سفیر له امیرخان متقي سره پر دوه اړخیزو اړیکو او بشري مرستو غږېدلی

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۳:۵۵ GMT+۱تازه شوی: ۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۵:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د جاپان له سفیر کینیچي ماساموتو سره په کابل کې کتلي او دواړو لوریو د کابل او توکیو د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا او د بشري مرستو د دوام په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه، د غبرګولي پر ۳مه وویل، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او جاپان ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د بشري مرستو پر دوام خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، متقي په دې کتنه کې د روانو سیمه‌ییزو تحولاتو او د دوه‌اړخیزو اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې جاپان د افغانستان په سیاست کې مهم ځای لري او له افغانانو سره یې په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې ده.

په ورته وخت کې د جاپان سفیر کینیچي ماساموتو څرګنده کړې چې هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو او مرستو دوام ته ژمنتیا لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا او په بشري برخو کې د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د متقابل تعامل او د تخنیکي غونډو پر دایرولو یې هم موافقه کړې ده.

که څه هم جاپان د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني خو سفیر یې په کابل کې دی او له طالب چارواکو سره وخت ناوخته لیدنې کوي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

اریانا افغان هوايي شرکت د کابل او ډیلي ترمنځ ورځنۍ دوه اړخیزې الوتنې پیل کړې

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۳:۴۶ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې اریانا افغان هوايي شرکت وايي، چې د مساپرو غوښتنو ته په کتو یې د کابل او ډیلي ترمنځ ورځنۍ دوه طرفه الوتنې پیل کړې دي. له دې وړاندې هره اونۍ د کابل او ډیلي ترمنځ څلور الوتنې کېدې.

اریانا افغان هوايي شرکت د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي ۳مه وویل، چې له دې وروسته به د کابل او ډیلي ترمنځ هره ورځ دوه طرفه الوتنې کېږي.

یاد هوايي شرکت ویلي، چې د کابل ـ ډیلي ترمنځ د ورځنیو الوتنو پیل به د سوداګرۍ، درملنې، زده‌کړو او کورنیو سفرونو لپاره د خلکو تګ راتګ لا اسانه او چټک کړي.

د طالبانو تر واک لاندې اریانا افغان هوايي شرکت پر داسې مهال د کابل او ډیلي ترمنځ د الوتنو د ډېرېدو خبر ورکړی، چې په دې وروستیو کې د طالبانو او هند ترمنځ اړیکې پراخې شوې دي.

طالبانو په کندهار کې د دریو سیمه‌ییزو راډیوګانو دفترونه وتړل

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۳:۱۷ GMT+۱

په کندهار کې سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست او استخباراتو په کندهار کې درې سیمه‌ییزې راډیوګانې وتړلې. دغه راډیوګانې تحسین القران، څانګه او زما زېور یادې شوې دي.

په کندهار کې د‌ طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي ۳مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه ولایت کې یې د تحسین القران، څانګې او زما زېور په نومونو درې سیمه‌ییزې راډیوګانې د رسمي جوازونو نه لرلو، د مالیاتو د نه ورکړي او غیرمعیاري خپرونو له‌امله وتړلې.

طالبانو ویلي، چې په کندهار کې یې نورو ټولو سیمه‌ییزو راډیوګانو ته سپارښتنه کړې، چې له «اسلامي اصولو سره سم دې خپل نشرات تنظیم کړي».

په ورته مهال بیا د سیمه‌ییزو راډیوګانو کارکوونکي وايي، چې د نشراتو لپاره د جوازونو په نوي کولو او مالیاتو برخه کې د طالبانو د استخباراتو ریاست او د علماوو شورا خنډونه جوړوي.

په کندهار کې دمګړی ۱۵ سیمه‌ییزې راډیوګانې فعالیت کوي، چې له دې ډلې یې د دریو راډیوګانو پر خپرونو طالبانو تازه بندیزو ولګاوه.

د وروستیو سېلابونو له امله د بغلان د څلورو ولسوالیو لارې تړلې پاتې دي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۳:۰۷ GMT+۱

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله د څلورو ولسوالیو لارې لا هم د خلکو د تګ راتګ پرمخ تړلې دي. طالبان وايي، هڅه کوي چې یادې لارې ډېر ژر د تګ راتګ پرمخ پرانیزي.

یادې ادارې نن د شنبې په ورځ د غبرګولي ۳مه پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د پلخمري ښار مرکز او د بورکه، دهنه غوري او خنجان ولسوالیو لارې د تېرې ورځې شدیدو سېلابونو له امله تړل شوې دي.

یادې ادارې ویلي، چې د ولسوالیو د خلکو د تګ راتګ پر مخ د لارو د بېرته پرانېستلو عملیات یې له تیرې ورځې راهیسې دوام لري.

پر همدغه مهال د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې ویاند ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې د سېلابونو او طبیعي پېښو له امله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۸ کسان مړه شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.

مقاومت جبهې په مزار شریف کې د ۵ طالبانو د وژلو ادعا کړې

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۳:۰۰ GMT+۱

د طالبانو مخالفې مقاومت جبهې ویلي چې د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې یې د راکټي بریدونو په پایله کې ۵ طالبان وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي. طالبانو تر اوسه ددې ادعا په اړخه څه نه دي ویلي.

د دغې جبهې د ادعا له مخې، په دغه برید کې، چې د چارشنبې په شپه، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي پر ۳۰مه شوی، د بلخ ولایت د استخباراتو ریاست په نښه شوی دی.

په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې عملیاتو کې ملکي وګړو او د یادې جبهې ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

بلخوا د دې ادعا په اړه تر اوسه طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلې.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې ۲۷۵ بهرنیو کلمو ته ملي بدیلونه ټاکل شوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۱۲:۴۳ GMT+۱

په داسې حال کې، چې د طالبانو مشر پر ملي کلمه بندیز لګولی، د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د ژبې د پیاوړتیا او د اعلاناتو د تنظیم په موخه ۲۷۵ بهرنیو کلمو ته ملي بدیلونه ټاکلي.

د وزارت په وینا، شاوخوا ۹۰۰ هغه لوحې یې اصلاح کړې چې د اصولو او مقرراتو خلاف وې.

یاد وزارت زیاتوي چې دغه ګام یې ځکه اخیستی څو په رسمي او تجارتي اعلانونو کې د ملي ژبو کارونه پراخه شي او د لوحو بڼه له بهرنیو اصطلاحاتو پاکه شي.

دا په داسي حال کې ده چې دیادې ډلې د مشر د فرمان له مخې د افغانستان د ځینو ادارو له نومونو څخه د «ملي» کلمه لرې شوې ده.