طالبانو په بلوچستان کې پر اورګاډي خونړی برید وغنده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې پر یوه اورګاډي وروستی برید غندلی او وايي، د ملکي وګړو هرډول مرګژوبله غندي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې پر یوه اورګاډي وروستی برید غندلی او وايي، د ملکي وګړو هرډول مرګژوبله غندي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د برید د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي ښودل شوې ده.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یکشنبې په ورځ د امنیتي سرتیرو او د هغوی د کورنیو پر یوه لېږدوونکي اورګاډي د بمي چاودنې له امله ۲۴ کسان مړه او ۷۰ نور ټپیان دي.
د یاد برید مسوولیت د بلوڅ ازادۍ پوځ وسلهوالې ډلې منلی دی او دايې ځانمرګی برید بللی دی.

د اوکراین پر پلازمېنې د روسیې په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي او تر ۸۰ ډېر نور ټپیان دي.په دغه برید کې د اورشنیک تر غږ چټک توغندي په ګډون ۹۰ توغندي او ۶۰۰ ډرونونه توغول شوي دي. او هایپرسونیک توغندی “اورشنیک” هم د کیف ترڅنګ کارول شوی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې د استوګنې ودانۍ، ښوونځي او نور ملکي تاسیسات سخت زیانمن شوي دي. د کییف ښاروال ویلي چې دا ډېره سخته شپه وه او د ژغورنې ډلې لا هم د اورونو د مهارولو بوختې دي.
د راپورونو له مخې روسیې شاوخوا ۹۰ توغندي او ۶۰۰ ډرونونه توغولي او هایپرسونیک توغندی “اورشنیک” هم د کیف ترڅنګ کارول شوی دی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې دا بریدونه باید بې ځوابه پاتې نه شي او له امریکا او اروپایي هېوادونو یې د جدي اقدام غوښتنه کړې ده.
په کابل کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې سرای شهزاده ته څېرمه د زرګرانو په مارکیټ کې په وسله وال برید کې د ولسي جرګې پخواني غړي الله ګل مجاهد د زوی احسان الله او د هغه د مېرمنې او ساتونکي په ګډون ۴ کسان وژل شوي دي. طالبانو تر اوسه د پيښې په اړه رسمي څه نه دي ویلي.
سیمه ییزو سرچینو نن یکشنبه د غبرګولي پر ۳مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دغه برید کې د الله ګل مجاهد د زوی احسان الله ترڅنګ، د هغه یو ساتونکی، مېرمن او یو بل تن هم وژل شوي دي.
د الله ګل مجاهد د کورنۍ یو غړي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د احسان الله جسد اوس مهال د کابل په عدلي طب کې دی او څو شیبې وروسته به یې مړی کورنۍ ته وسپارل شي.
د کورنۍ یوه غړي یې وویل:« احسان الله په خوله او خېټه کې په ډزو لګېدلی دی او جنازه یې سبا د کابل د ده سبز په خوجه چاشت سیمه کې کیږي.»
سرچینې ی تاییدوي چې د جګړې پرمهال د مقابل لوري یو کس هم وژل شوی دی او یو تن یې ژوندی نیول شوی دی.
دوی زیاتوي چې دوی شخصي دښمني لري.
نن سرچینو د کابل په شهزاده سرای کې د ډزو خبر ور کړی و.
درې عیني شاهدانو ویلي و،چې یوه وسله وال کس په سرای شهزاده کې پر څو کسانو د کلاشنکوف ډزې وکړې او بیا له سیمې وتښتېد. سرچینو په برید کې د مرګ ژوبلې خبر هم ور کړی و.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د جاپان له سفیر کینیچي ماساموتو سره په کابل کې کتلي او دواړو لوریو د کابل او توکیو د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا او د بشري مرستو د دوام په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه، د غبرګولي پر ۳مه وویل، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او جاپان ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا او د بشري مرستو پر دوام خبرې وکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، متقي په دې کتنه کې د روانو سیمهییزو تحولاتو او د دوهاړخیزو اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې جاپان د افغانستان په سیاست کې مهم ځای لري او له افغانانو سره یې په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې ده.
په ورته وخت کې د جاپان سفیر کینیچي ماساموتو څرګنده کړې چې هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو او مرستو دوام ته ژمنتیا لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړو لوریو د دوهاړخیزو اړیکو پر لا پراختیا او په بشري برخو کې د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د متقابل تعامل او د تخنیکي غونډو پر دایرولو یې هم موافقه کړې ده.
که څه هم جاپان د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني خو سفیر یې په کابل کې دی او له طالب چارواکو سره وخت ناوخته لیدنې کوي.
د طالبانو تر واک لاندې اریانا افغان هوايي شرکت وايي، چې د مساپرو غوښتنو ته په کتو یې د کابل او ډیلي ترمنځ ورځنۍ دوه طرفه الوتنې پیل کړې دي. له دې وړاندې هره اونۍ د کابل او ډیلي ترمنځ څلور الوتنې کېدې.
اریانا افغان هوايي شرکت د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي ۳مه وویل، چې له دې وروسته به د کابل او ډیلي ترمنځ هره ورځ دوه طرفه الوتنې کېږي.
یاد هوايي شرکت ویلي، چې د کابل ـ ډیلي ترمنځ د ورځنیو الوتنو پیل به د سوداګرۍ، درملنې، زدهکړو او کورنیو سفرونو لپاره د خلکو تګ راتګ لا اسانه او چټک کړي.
د طالبانو تر واک لاندې اریانا افغان هوايي شرکت پر داسې مهال د کابل او ډیلي ترمنځ د الوتنو د ډېرېدو خبر ورکړی، چې په دې وروستیو کې د طالبانو او هند ترمنځ اړیکې پراخې شوې دي.
په کندهار کې سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست او استخباراتو په کندهار کې درې سیمهییزې راډیوګانې وتړلې. دغه راډیوګانې تحسین القران، څانګه او زما زېور یادې شوې دي.
په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي ۳مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه ولایت کې یې د تحسین القران، څانګې او زما زېور په نومونو درې سیمهییزې راډیوګانې د رسمي جوازونو نه لرلو، د مالیاتو د نه ورکړي او غیرمعیاري خپرونو لهامله وتړلې.
طالبانو ویلي، چې په کندهار کې یې نورو ټولو سیمهییزو راډیوګانو ته سپارښتنه کړې، چې له «اسلامي اصولو سره سم دې خپل نشرات تنظیم کړي».
په ورته مهال بیا د سیمهییزو راډیوګانو کارکوونکي وايي، چې د نشراتو لپاره د جوازونو په نوي کولو او مالیاتو برخه کې د طالبانو د استخباراتو ریاست او د علماوو شورا خنډونه جوړوي.
په کندهار کې دمګړی ۱۵ سیمهییزې راډیوګانې فعالیت کوي، چې له دې ډلې یې د دریو راډیوګانو پر خپرونو طالبانو تازه بندیزو ولګاوه.