د کندهار ښاروالۍ د تنظیف برخې یو شمېر قراردادي کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي.
یاد کارګر چې ډیری یې د کندهار او یوه برخه یې د نورو ولایتونو اوسېدونکي دي، وايي، که معاشونه ور نه کړل شي، ښايي اختر له کورنیو پرته په کندهار کې تېر کړي.
د غلام غوث په نوم د زابل یو اوسېدونکی چې د کندهار ښاروالۍ د تنظیف په امریت کې د قراردادي کارګر په توګه کار کوي، وايي:« دوه میاشتې کېږي چې زموږ معاشونه نه دې راکول شوي. اوس که معاش رانه کړي، نو اختر لپاره کور ته نه شم تلی ځکه پیسې نه لرم، زما ټوله تمه همدې خپل معاش ته وه».
دغه قراردادي کارګران په کندهار ښار کې په بېلابېلو پروژو کې کار کوي او د کندهار ښاروالۍ د اصولو لهمخې باید هره ورځ ۳۰۰ افغانۍ معاش ورکړل شي، خو دوی وايي، چې ښاروالۍ ورسره جوړجاړی کړی او د هرې ورځې پر ځای یې مخکې هره میاشت معاش ورکاوه.
یو شمېر کارګران وايي، چې په دغه معاش یې څو کسیزې کورنۍ ساتلې، خو د نامعلوم دلیل لهامله یې اوس معاشونه ځنډول شوي دي.
د کندهار د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی شیراحمد وايي:«که مې معاش واخلم، باید نن یا سبا کور ته لاړ شم، د اختر لپاره چمتووالی ونیسم، ټوله کورنۍ مې ماته په تمه ده. خو موږ څو ځله د تنظیف امریت ته ورغلي یو، هغوی تر اوسه موږ ته قناعت راکوونکی ځواب نه دی راکړی».
یاد کارګران وايي، وروستی ځل یې معاش په وري میاشت کې اخیستی دی او له هغه وروسته یې معاش نه دی ورکړل شوی.
د یادو کارګرانو شمېر سلګونو کسانو ته رسیږي.
افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه، چې یادو کارګرانو د معاشونو د ستونزې په اړه د کندهار ښاروالۍ نظر ترلاسه کړي، خو بریالی نه شو.