• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په جلاوطنۍ کې د افغان ښځینه کرکټ لوبډله له نړیوالې شورا د رسمي پېژندنې غوښتنه کوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۰۴:۴۷ GMT+۱

په اسټرالیا کې مېشتې د افغانستان د ښځینه کرکټ لوبغاړې، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده وتلي، د کرکټ له نړیوالې شورا څخه غواړي چې د «افغان ښځینه ۱۱ کسیزې لوبډله» په رسمي ډول د افغانستان د ملي لوبډلې په توګه وپېژني او وایي د دوی د کلونو مبارزه باید بې پایلې پاتې نه شي.

د راپور له مخې، له هغو ۲۵ لوبغاړو څخه چې شپږ کاله مخکې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري ورسره رسمي قراردادونه شوي وو، ۲۲یې اوس په اسټرالیا کې ژوند کوي. دغو لوبغاړو د «افغان ښځینه یوولس کسیزه لوبډله» جوړه کړې او د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې مېشتې دي.

د دغې لوبډلې یوه غړې فیروزه افغان، ویلي چې دوی په خپله خوښه هېواد نه دی پرېښی، بلکې د ژوند او خپلو هیلو د ژغورلو لپاره وتلو ته اړې شوې دي.

هغې ویلي: «موږ نه غوښتل هېواد پرېږدو، بلکې اړ شوو چې د خپلو خوبونو د ژوندي ساتلو لپاره دا کار وکړو.»

فیروزه زیاتوي چې له جلاوطنۍ راهیسې د دوی تر ټولو مهمه پوښتنه دا وه چې کله به د افغانستان د ملي لوبډلې په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

هغې ویلي: «موږ له خلکو سره خبرې وکړې، مرکې مو وکړې او هڅه مو وکړه نړۍ ته وښیو چې د افغانستان د ښځینه کرکټ لوبډله لا هم شته او خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.»

د راپور پر بنسټ، د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ښځینه لوبغاړې اندېښمنې وې چې که په افغانستان کې پاتې شي، د جدي ګواښونو او حتی د وژل کېدو له خطر سره به مخ شي.

د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې د نړیوال رسمیت وروستۍ پرېکړې دغو لوبغاړو ته نوې هیلې ورکړې دي. د روان کال په اپرېل میاشت کې د فوټبال نړیوال فدراسیون د افغان ښځینه فوټبال د یوې جلا لوبډلې د رسمیت پرېکړه وکړه او اجازه یې ورکړه چې له ۲۰۲۸ کال څخه په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

د ښځینه سپورټ د ملاتړ فعاله او د سپورټ د روڼتیا کارپوهه، ډاکټره کاترین اورډوې، ویلي چې که افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو ته د خپل هېواد تر بیرغ لاندې د لوبېدو فرصت ورکړل شي، دا به د نړۍ او افغانستان لپاره یو مهم پیغام ولري.

هغې ویلي: «دا به د نړۍ کرکټ مینه‌والو او افغانستان ته یو پیاوړی پیغام ورکړي چې ښځې شته، غږ لري او کرکټ لوبولی شي.»

د راپور له مخې، د کرکټ نړیواله شورا اوس مهال د دغې لوبډلې د تمرینونو مالي ملاتړ کوي، خو ټاکل شوې دا مرسته د روان کال په اګست کې پای ته ورسېږي. خو تر اوسه د لوبډلې د رسمي پېژندنې په اړه کومه روښانه پرېکړه نه ده شوې.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي د افغانانو جبري اېستل دې ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو څار بنسټ د طالب مشرانو پر ضد د نړیوالو بندیزونو د سختېدو غوښتنه وکړه

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۲۱:۵۱ GMT+۱

د بشري حقونو څار بنسټ د طالبانو له لوري د «زوجین د تفریق اصولنامې» توشېح د «جنسیتي اپارتاید منشور» بللی او دا یې په افغانستان کې د ماشومو نجونو د ودونو د قانوني کولو لپاره یو رسمي ګام یاد کړی دی.

د بشري حقونو څار بنسټ د شنبې په ورځ (د غبرګلي ۲مه) په یوې اعلامیې کې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو پر ضد د بانکي، سفري او ډیپلوماتیکو بندیزونو د سختېدو غوښتنه کړې ده.

طالبانو په دې وروستیو کې د «زوجین د تفریق اصولنامه» په ۳۱ مادو کې توشېح کړې، چې په‌کې د ماشومانو ودونه، د نکاح د فسخې شرایط او د ماشومانو د حضانت اړوند احکام په تفصیل سره بیان شوي دي.

دغه اصول‌نامه د نړیوالو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې، خو طالبانو د بشري حقونو اړوند راپورته شوې نیوکې «بې‌اهمیته» بللې دي.

د دغو غبرګونونو په دوام، د بشري حقونو څار بنسټ هم په خپلې اعلامیه کې دا اصول‌نامه له څلورو اړخونو ارزولې ده؛ چې په‌کې د واده د لږ تر لږه عمر له منځه وړل، د نجلۍ چوپتیا د رضایت په توګه تعبیرول، د ماشومو نجونو د ودونو مشروعیت ورکول او نارینه سرپرستانو ته د پراخو واکونه سپارل شامل دي.

دغه بنسټ د طالبانو د نوې اصول‌نامې دغه څلور اساسي برخې «ناورین زېږونکې» بللي او خبرداری یې ورکړی، چې دا به د ماشومانو او نجونو جبري ودونه لا پسې زیات کړي.

د بشري حقونو څار بنسټ له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د طالبانو د چارواکو، په ځانګړي ډول د طالبانو د عدلیې وزارت او سترې محکمې د مسوولینو پر ضد هدفمند بندیزونه ولګوي او له طالبانو سره سیاسي تعاملات هم وځنډوي.

دغه بنسټ همداراز د «جنسیتي اپارتاید» د رسميت پېژندنې او د «بشریت ضد جنایتونو» په تور د نړیوالې جزایي محکمې له لوري د طالب مشرانو د محاکمه کېدو غوښتنه کړې ده.

د اعلامیې په پای کې ټینګار شوی، چې «په افغانستان کې د ماشومو نجونو د ودونو د قانوني کېدو پر وړاندې چوپتیا به د نړیوالې ټولنې پر تندي د شرم داغ وي».

تر دې مخکې یوناما هم د دې اصول‌نامې د توشېح کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو، چې دا فرمان د ماشومو نجونو ودونو ته لاره هواروي.

اسیایي سیالیو ته لاره؛ رزمي افغان لوبغاړي سمیع‌ حمیدي چینایي او منګولیایي سیالان مات کړل

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۸:۱۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د المپیک او بدني روزنې ریاست ویلي، چې افغان ورزشکار سمېع‌الله حمیدي په ازبکستان کې د رزمي ورزشونو په اسیایي سیالیو کې خپل چینایي او منګولیایي سیالانو ته ماتې ورکړې ده. د دغه ریاست په وینا، نوموړي په دې بریاوو سره د یادو سیالیو پایلوبې ته لاره موندلې ده.

دغه ریاست د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، سمیع‌الله حمیدي به د خپل وروستي حریف له مشخص کېدو وروسته د سرو زرو مډال ګټلو لپاره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. نوموړي په پرله‌پسې توګه خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو پایلوبې ته لار موندلې ده.

د دغه ریاست په وینا، سمېع‌الله حمیدي دا بریاوې د ۶۵ کیلو ګرامه وزن په کټګورۍ کې ترلاسه کړې دي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ ۱۳ ورزشکاران، څلور روزونکي او یو پلاوی ګډون لري. د طالبانو د المپیک ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دا افغان ټیم د اسیایي سیالیو د څلورم پړاو لپاره د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته تللی دی.

د رزمي ورزشونو دا اسیایي سیالۍ د ۲۳ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون د ازبکستان په کوربه‌توب روانې دي. د طالبانو د المپیک ریاست زیاته کړې، چې دا سیالۍ پرون (جمعه د غبرګولي لومړۍ) پیل شوي او سبا (یکشنبه) به پایته ورسېږي.

اروپایي ټولنه: بامیان کې د ښځو د ټولنیزو سپما ګروپونو له لارې ۵۳ کاروبارونه جوړ شوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۶:۲۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازولۍ ویلي چې په بامیان ولایت کې د یاکاولنګ ولسوالۍ د ښځو د ټولنیزو سپما ګروپونو له لارې ۵۳ټولنیز کاروبارونه رامنځته شوي او ښځو ته د مشرتابه او سوداګرۍ روزنه ورکړل شوې ده.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ په خپله اېکس پاڼه کې ویلي چې غړو یې په بامیان ولایت کې د یاکاولنګ ولسوالۍ د ښځو له یوې ټولنیزې سپما ډلې سره لیدنه کړې ده. دغه لیدنه په افغانستان کې د اغا خان پراختیايي شبکې په همکارۍ ترسره شوې ده.

په پوسټ کې ویل شوي چې د دې پروګرام له لارې تر اوسه ۵۳ټولنیز کاروبارونه جوړ شوي، ښځو ته د مشرتابه او سوداګرۍ په برخه کې روزنه ورکړل شوې، او د پانګونو دوران درې ځله ترسره شوی دی.

د اروپایي ټولنې استازولۍ دا اقدام د ښځو د سوداګرۍ، اقتصادي ودې او د ټولنې په کچه د پراختیایي پرمختګ یوه بریالۍ بېلګه بللې ده.

د غر ختونکې ذکیه احمد بریا؛ رحمت‌الله نبیل د افغان ښځو اراده لوړه وبلله

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۳ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رييس رحمت‌الله نبیل ویلي، چې ذکیه احمد د افغان ښځو اراده تر لوړو څوکو پورته کړې ده. هغه زیاته کړې، چې ذکیه یوازې اورېسټ څوکې ته نه‌ده رسېدلې، بلکې د «هیلو، ارادې او توان» بیرغ یې د نړۍ بام ته پورته کړی دی.

رحمت‌الله نبیل د جمعې په ورځ (د غبرګولي لومړۍ) په خپله اېکس‌پاڼه زیاته کړې، په داسې ورځو کې چې افغان ښځې «تیارو او چوپتیاوو» کې ساتل کېږي، ذکیه احمد تر ټولو لوړې څوکې ته وخته څو وښيي چې هېڅ څوکه د افغان ښځو له ارادې لوړه نه‌ده.

د ده په وینا، دا بریا د افغان ښځو لپاره الهام‌بښونکې نښه ده.

ذکیه احمد لومړنۍ افغان مېرمن ده، چې د نړۍ تر ټولو لوړه څوکه اورېسټ یې فتحه کړې ده.

له کابله د نړۍ تر چته؛ ذکیه احمد د اورېسټ ۸۸۴۸ متره لوړې څوکې په فتح کولو تاریخ جوړ کړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

دغه څوکه ۸۸۴۸ متره لوړوالی لري او د همالیا په لړۍ کې د نیپال او د چین د تبت ترمنځ پرته ده. دا تاریخي لاسته راوړنه د افغانستان او نړۍ د غره‌ختنې په تاریخ کې بې‌ساری دی.
ذکیه احمد په غزني کې زېږېدلې او په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې اسټرالیا ته پناه یوړه او هلته یې نوی ژوند پیل کړی دی.

اسیايي سیالیو ته هڅې؛ د تکواندو افغان لوبغاړي ازاد بېګ د سعودي سیال پر وړاندې ماتې وخوړه

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۲ GMT+۱

د طالبانو تر ادارې لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست د معلوماتو له‌مخې، د تکواندو افغان لوبغاړي ازاد بېګ نوروزي اسیایي سیالیو ته د لارې موندنې لپاره په روانو لوبو کې د خپل عربستاني سیال پر وړاندې په منفي ۵۸ کیلوګرامه وزن کې ۲ د صفر پر وړاندې پایلې سره ماتې وخوړه.

دا سیالۍ د منګولیا په اولان‌باتور ښار کې د تېر پنجشنبې په ورځ (د غويي ۳۱مه) پیل شوي او لا هم دوام لري.

یاد ریاست د جمعې په ورځ (د غبرګولي لومړۍ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان په دې پړاو کې د شپږو ورزشکارانو او دوو روزونکو په ترکیب سره برخه لري. سرچینې زیاتوي، چې نور افغان لوبغاړي به په خپلو اړوندو وزنونو او برخو کې سیالۍ ترسره کړي.

د معلوماتو له مخې، اسیايي سیالیو ته د لارې موندنې دغه سیالۍ د ۳۴ هېوادونو په ګډون روانې دي او تر راتلونکې دوشنبې به دوام وکړي. یاد ریاست د پاتې افغان لوبغاړو لپاره د ښو پایلو هیله کړې ده.