خیبر پښتونخوا بنو کې د وسله والو نښتو له امله ۲۵ وسله وال وژل شوي دي

امنیتي چارواکي وایي، د خېبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ د میریان سیمې په بارکزي اخوندخېل کې د شنبې په ورځ د پولیسو، ولسي امن کمېټې او وسلوالو ترمنځ سخته نښته شوې، چې پکې لږ تر لږه ۲۵ وسلوال وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
