• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان ایواک: د افغانستان په جګړه کې زرګونه افغان او امریکایي سرتېري قرباني شوي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۲۰:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۲۳:۴۹ GMT+۱

په امریکا کې د افغانانو د بیامېشتېدو همکار بنسټ «افغان ایواک» ویلي، چې د افغانستان د جګړې پر مهال زرګونه افغان او امریکایي سرتېري وژل شوي او دا قربانۍ یې باید هېرې نه شي.

دغه بنسټ د ایکس‌ خواله رسنۍ په یوه پیغام کې د «میموریل ډې» یا د قربانیانو د یادونې ورځې په مناسبت لیکلي چې دا ورځ د جګړې د درنو قربانیو او د هغو کسانو د یاد لپاره ده چې د جګړې بار یې پر خپلو اوږو اخیستی و.

افغان ایواک ویلي، چې د امریکا د جګړې پر مهال په افغانستان کې ۲۴۶۱ امریکایي سرتېري او تر ۶۹ زرو زیات افغان همکار ځواکونه وژل شوي دي، او دوی په ګډه خدمت کړی، جګړه یې کړې او قرباني شوي دي.

افغان ایواک زیاته کړې چې دا شمېرې د جګړې د بشپړ انساني تاوان انځور نه شي وړاندې کولی، خو دا یادونه کوي چې د جګړې وروسته هم د پوځیانو، د هغوی د کورنیو او د افغان متحدینو دردونه دوام لري.

دوی ټینګار کړی چې باید د وژل شویو یاد وساتل شي او د هغو کسانو درناوی وشي چې د جګړې په بهیر کې یې قرباني ورکړې ده.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۵

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

•
•
•

نور کیسې

رحمت‌الله نبیل: احتمال شته چې ایران په نږدې راتلونکي کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۲۰:۳۷ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ملي امنیت ادارې مشر رحمت‌الله نبیل ویلي، احتمال شته چې د ایران اسلامي جمهوریت په نږدې راتلونکي کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

نبیل په ایکس ‌خواله رسنۍ کې لیکلي چې دا اقدام به د اصولو پر بنسټ نه، بلکې د جیوپولیټیک معاملاتو او د «تحمیل شوې واقعیت» د منلو له مخې ترسره شي.

د هغه په وینا، د داسې حکومت په رسمیت پېژندل چې ښځې یې له ټولنیز ژوند څخه لرې کړې، ازادۍ یې محدودې کړې او افغانستان یې انزوا ته کش کړی، نه ثبات رامنځته کوي او نه مشروعیت، بلکې د سیمې کړکېچ به لا ژوروي.

نبیل ټینګار کړی چې دا ډول احتمالي پرېکړې به د افغانستان خلک د سیمه‌ییزو سیاسي لوبو لا زیات قرباني کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او ایران اړیکې د سیمه‌ییز سیاست له مهمو او پېچلو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي. دغه اړیکې د وخت په تېرېدو سره له سختو شخړو څخه تر عملي او احتیاطي تعامل پورې رسېدلې دي، خو د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ (۱۹۹۶–۲۰۰۱) کې اړیکې سختې خرابې شوې. هغه مهال د طالبانو او ایران ترمنځ د مذهبي، سیاسي او امنیتي اختلافاتو له امله نږدې جګړې ته حالت رسېدلی و. ایران د طالبانو پر ضد د شمالي ټلوالې ملاتړ هم کاوه.

اوس مهال د ایران او طالبانو اړیکې نه بشپړ دښمنانه دي او نه هم رسمي دوستانه؛ بلکې یو ډول «احتیاطي تعامل» دی. دواړه لوري د خپلو ګټو له مخې اړیکې ساتي، خو بې‌باوري لا هم موجوده ده.

امسو: د طالبانو په بند کې د بندي خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ دی

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۷ GMT+۱

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) په هېواد کې د طالبانو په بند کې د زنداني خبریالانو او رسنیزو فعالانو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او د هغوی پر وړاندې روان چلند یې ناعادلانه بللی دی.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۴مه، په خپل راپور کې ویلي چې د لومړنیو سرچینو د معلوماتو له مخې، یو شمېر بندي خبریالان لا هم تر فشار لاندې دي او د هغوی حقوقي وضعیت لا هم نامعلوم پاتې دی.

د راپور له مخې، د پنځو خبریالانو او رسنیزو فعالانو، په ګډون د محمدبشیر هاتف، شکیب احمد نظري، حمید فرهادي، ابوذر صارم سرپلي او عزیز وطن‌وال دوسیې لا هم په نامعلوم حالت کې دي او د هغوی د قضیو په اړه روښانه معلومات نه دي ورکړل شوي.

امسو همداراز ویلي چې درې نوي نیول شوي خبریالان، احمد جاوید نیازي، منصور نیازي او عمران دانش، له خپلو لومړنیو قانوني حقونو بې‌برخې دي او نه د مدافع وکیل د لرلو اجازه لري او نه هم له خپلو کورنیو سره د لیدنې حق ورکړل شوی دی.

دغه سازمان د یوې سرچینې له قوله، چې د جاوید نیازي کورنۍ ته نږدې بلل شوې، ادعا کړې چې نوموړی د طالبانو له‌خوا تر سختو شکنجو لاندې دی.

امسو له نړیوالو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غوښتي چې د بندي خبریالانو د برخلیک د روښانتیا او هغوی ته د قانوني حقونو د برابرېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د دغه وضعیت دوام کولای شي په هېواد کې د بیان ازادۍ د لا زیات محدودېدو لامل شي او د رسنیو او خبریالانو راتلونکې له جدي ننګونو سره مخ کړي.

پوتین او د بحرین پاچا د منځني ختیځ د کړکېچ ډیپلوماټیک حل په اړه غږېدلي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بحرین پاچا حمد بن عیسی آل خلیفه د ټیلیفوني خبرو پر مهال د منځني ختیځ د روان وضعیت، په ځانګړي ډول د ایران پر شاوخوا د کړکېچ د حل پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې په ټلیګرام کې خپره شوې، ویل شوي چې په دې خبرو کې دواړو لورو د سوداګرۍ، اقتصاد، مالي او پانګونې، او همدارنګه د کلتوري او بشري همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې د اړیکو پر پراختیا موافقه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو مشرانو د منځني ختیځ پر وضعیت هم خبرې کړې او د ایران پر شاوخوا روان کړکېچ د سیاسي او ډیپلوماټیک حل پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

دواړو لورو ویلي چې د هر ډول حل لارې باید د سیمې د ټولو هېوادونو ګټې په پام کې ونیسي.

په هرات کې د مقاومت جبهې د دوو بریدونو ادعا؛ پنځه طالب وسله‌وال ټپیان او یو وژل شوی

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۵ GMT+۱

د مقاومت جبهې په نوم د طالبانو مخالفې ډلې په هرات ولایت کې د دوو جلا عملیاتو پر مهال د یوه طالب وسله‌وال د وژلو او د پنځو نورو د ټپي کولو ادعا کړې ده.

د دغه جبهې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د غبرګولي میاشتې په لومړیو کې یې د هرات د انجیل ولسوالۍ په مربوطاتو کې د الفاروق قول اردو لومړۍ لوا ته نږدې په یوه هدفمند برید کې درې تنه طالبان ټپیان کړي.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، چې پر همدغه نېټه د هرات د ګذره ولسوالۍ اړوند د پشتون زرغون پر سړک د زیارت په سیمه کې په بل برید کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

مقاومت جبهه وایي چې په دغو دواړو پېښو کې ملکي وګړو او د دوی جنګیالیو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

دغه جبهه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د هدفمندو بریدونو ترسره کېدو ادعا کوي او وایي چې دا اقدامات د دوی په وینا د «نامشروع حاکمیت» پر ضد د خلکو د ازادۍ لپاره ترسره کېږي.

تر اوسه طالبانو ددغه بریدونو په تړاو رسنیو ته څه ندي ویلي.

په دوشنبه کې د افغان سفارت مرستیالې د اوبو او خوړو خوندیتوب نړیوال فورم کې ګډون کړی

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۸ GMT+۱

په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت مرستیالې اسیه توحیدي په یوه نړیوال تخصصي فورم کې ګډون کړی، چې د اوبو کمښت، اقلیمي بدلونونو او د خوړو د خوندیتوب د نړیوالو ننګونو په اړه جوړ شوی وو.

دغه فورم د تاجکستان په دوشنبه ښار کې د «نړیوالو اوبو سرچینو د بحران په شرایطو کې د دوامدارو خوړو سیسټمونو تامین» تر سرلیک لاندې جوړ شوی و، چې د «اوبو د اقدام لسیزې» د څلورم نړیوال کنفرانس په چوکاټ کې د تاجکستان په کوربه‌توب او د ملګرو ملتونو په همکارۍ ترسره شو.

په دې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو دولتي چارواکو، د نړیوالو سازمانونو استازو او متخصصانو ګډون کړی و، چې د اوبو د کمښت، اقلیمي بدلونونو او د خوړو د خوندیتوب د نړیوالو ننګونو پر وړاندې د ګډو حل لارو پر اړتیا یې بحثونه وکړل.

د افغانستان د سفارت مرستیالې اسیه توحیدي په دې غونډه کې ګډون د هغو سیمه‌ییزو او نړیوالو بحثونو برخه بلل کېږي چې د اوبو او خوړو خوندیتوب موضوعات پکې د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونو لپاره د جدي ننګونو په توګه مطرح دي.

افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له اغېزو، د اوبو د سرچینو له کمښت او د خوړو د خوندیتوب له جدي ننګونو سره هممهاله مخ دی. دا ستونزې په وروستیو کلونو کې لا پسې زیاتې شوې، په ځانګړي ډول د پرله‌پسې وچکالیو، د اورښت د کچې د بدلون او د کرنیزو اوبو د کمښت له امله.

د ملګرو ملتونو او نړیوالو پرمختیايي بنسټونو د ارزونو له مخې، د افغانستان ډېره برخه کرنه په باراني او د سیندیزو اوبو په غیر منظم استعمال ولاړه ده، چې دا حالت د اقلیمي بدلون پر وړاندې دغه سکتور ډېر زیانمن کړی دی. د اوبو د مدیریت د عصري سیستمونو کمښت، د زیرمې او بندونو محدود ظرفیت، او د اوبو د ضایع کېدو لوړه کچه هغه نور عوامل دي چې د اوبو بحران ژوروي.