• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو دفاع وزیر په یوه نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه مسکو ته رسېدلی

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۲۲:۵۶ GMT+۱

د طالبانو دفاع وزارت وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د روسیې فدراسیون په کوربه‌توب نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کنفرانس د سیمې او نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د امنیتي او دفاعي چارواکو په حضور کې ترسره کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کنفرانس کې به د سیمه‌ییز امنیت، ګډو امنیتي ننګونو او د هېوادونو ترمنځ د متقابلو همکاریو د پراختیا په اړه بحثونه او د نظرونو تبادله وشي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۵

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو او اغاخان بنسټ د ۳۱،۳ میلیون ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک کړې

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۱

د طالبانو تر چتر لاندې، له پېښو سره د مبارزې چمتوالي ادارې او د اغاخان بنسټ د ۳۱،۳ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت، تفاهم‌نامه لاسلیک کړې، چې له مخې به یې په ۱۱ ولایتونو کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي، د بېړنیو حالاتو مدیریت او د ټولنې د ظرفیت لوړولو پراخ پروګرامونه پلي شي.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، د پېښو سره د مبارزې چمتوالي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د اغاخان بنسټ له اجراییوي رییس ډاکټر نجم‌الدین نجم او د یاد بنسټ له نورو لوړپوړو استازو سره وکتل او دغه تفاهم‌نامه یې لاسلیک کړه.

په دې ناسته کې دواړو لورو د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي، د زیان‌ د کمولو او د بېړنیو حالاتو د مدیریت په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د اغاخان بنسټ استازو ویلي چې دوی د پېښو پر مهال د چټک غبرګون، د زیان‌منو ټولنو د ملاتړ او د همغږۍ پیاوړتیا ته ژمن دي .

د تفاهم‌نامې له مخې به د اغاخان بنسټ اړوند پروګرامونه د ۱۱ ولایتونو په ۸۰ ولسوالیو کې پلي کېږي، چې کابل، پروان، میدان وردګ، غزني، لوګر، هرات، کندز، تخار، بدخشان، کونړ او نورستان پکې شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي، یادې پروژې د ټولنې د ګډون له لارې د پېښو د مدیریت، د خطر ارزونې، د چټک غبرګون ټیمونو جوړولو، د عامه پوهاوي لوړولو، روزنیزو پروګرامونو، د اوبو د حوزو مدیریت، د طبیعت پر بنسټ حل‌لارو او د بېړنیو حالاتو لپاره د چمتووالي په برخو کې فعالیتونه رانغاړي.

په کندز کې ترافیکي پېښه؛ د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه او دوه نور ټپیان شوي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۲۱:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعه‌الدین خاکسار ویلي، د دغه ولایت د امام‌صاحب بندر په سیمه کې په یوه ترافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه او دوه نور ټپیان شوي دي. د پېښې په قربانیانو کې د پخوانۍ ولسي جرګې د رییس عبدالروف ابراهیمي د کورنۍ غړي هم شامل دي.

خاکسار ویلي، دغه پېښه د امام‌صاحب بندر اړوند د «پل الچین» په سیمه کې رامنځته شوې او د دوو موټرو د ټکر له امله یې مرګ‌ژوبله هم اړولې ده.

د نوموړي په وینا، له پېښې وروسته طالبان او روغتیايي ټیمونه سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره د کندز حوزوي روغتون ته لېږدولي دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د دغې پېښې په قربانیانو کې حبیب‌خان، چې د پخوانۍ ولسي جرګې د رییس عبدالروف ابراهیمي تره بلل کېږي، د هغه مېرمن، د عبدالروف ابراهیمي د تره زوی حامد ابراهیمي، د حامد ابراهیمي مېرمن، د عبدالروف ابراهیمي د تره لور او د نوموړي یو وراره شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو شمېر زیات شوی او هره ورځ ګڼ شمېر کسان په دغو پېښو کې مړه یا ټپیان کېږي.

کارپوهان د سړکونو خراب وضعیت، د ترافیکي اصولو نه مراعات او بې‌احتیاطي د دغو پېښو له مهمو لاملونو څخه بولي.

پنجشېر کې د طالبانو په موټر چاودنه؛ زرغونه قطعه وایي چې لس طالبان یې وژلي دي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۲۱:۱۷ GMT+۱

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح پورې تړلې ډله «زرغونه قطعه» ادعا کوي چې د پنجشېر ولایت په عبدالله‌خېل دره کې یې د طالبانو پر یوه نظامي موټر برید کړی او ۱۰ تنه طالبان یې وژلي دي.

دغه ډلې په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې دغه برید د دوشنبې په ورځ ترسره شوی او یاد موټر د عبدالله‌خېل ولسوالۍ د «منجنستوي» کلي یوې قرارګاه ته طالبان لېږدول.

دغه ډلې په خواله رسنیو کې یو ویډیو هم خپره کړې چې په کې لیدل کېږي یو موټر په خامه سړک روان دی او ناڅاپه پرې چاودنه کېږي، چې وروسته له هغه لوګي پورته کېږي او موټر اور اخلي.

په خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې چې طالبانو تېر کال په همدې سیمه کې د دې ډلې دوه غړي حکیم‌الله او احمدعلي نیولي او وژلي وو او د هغوی د جسدونو د «درناوي سره خاورو ته د سپارلو» اجازه یې نه وه ورکړې.

دې ډلې ویلي چې دا برید د همدې دوو کسانو د «غچ اخیستنې» په توګه ترسره شوی دی.

د طالبانو مخالفې دې سیاسي ډلې ټینګار کړی چې تر هغه وخته به پر طالبانو بریدونو ته دوام ورکړي څو چې د دوی په وینا «افغانستان ازاد» نه شي.

تر اوسه ددغه ادعا او ویډيو چې چادونه پرې ترسره کیږي طالبانو څه ندي ویلي.

افغان ایواک: د افغانستان په جګړه کې زرګونه افغان او امریکایي سرتېري قرباني شوي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۲۰:۴۸ GMT+۱

په امریکا کې د افغانانو د بیامېشتېدو همکار بنسټ «افغان ایواک» ویلي، چې د افغانستان د جګړې پر مهال زرګونه افغان او امریکایي سرتېري وژل شوي او دا قربانۍ یې باید هېرې نه شي.

دغه بنسټ د ایکس‌ خواله رسنۍ په یوه پیغام کې د «میموریل ډې» یا د قربانیانو د یادونې ورځې په مناسبت لیکلي چې دا ورځ د جګړې د درنو قربانیو او د هغو کسانو د یاد لپاره ده چې د جګړې بار یې پر خپلو اوږو اخیستی و.

افغان ایواک ویلي، چې د امریکا د جګړې پر مهال په افغانستان کې ۲۴۶۱ امریکایي سرتېري او تر ۶۹ زرو زیات افغان همکار ځواکونه وژل شوي دي، او دوی په ګډه خدمت کړی، جګړه یې کړې او قرباني شوي دي.

افغان ایواک زیاته کړې چې دا شمېرې د جګړې د بشپړ انساني تاوان انځور نه شي وړاندې کولی، خو دا یادونه کوي چې د جګړې وروسته هم د پوځیانو، د هغوی د کورنیو او د افغان متحدینو دردونه دوام لري.

دوی ټینګار کړی چې باید د وژل شویو یاد وساتل شي او د هغو کسانو درناوی وشي چې د جګړې په بهیر کې یې قرباني ورکړې ده.

رحمت‌الله نبیل: احتمال شته چې ایران په نږدې راتلونکي کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۲۰:۳۷ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ملي امنیت ادارې مشر رحمت‌الله نبیل ویلي، احتمال شته چې د ایران اسلامي جمهوریت په نږدې راتلونکي کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

نبیل په ایکس ‌خواله رسنۍ کې لیکلي چې دا اقدام به د اصولو پر بنسټ نه، بلکې د جیوپولیټیک معاملاتو او د «تحمیل شوې واقعیت» د منلو له مخې ترسره شي.

د هغه په وینا، د داسې حکومت په رسمیت پېژندل چې ښځې یې له ټولنیز ژوند څخه لرې کړې، ازادۍ یې محدودې کړې او افغانستان یې انزوا ته کش کړی، نه ثبات رامنځته کوي او نه مشروعیت، بلکې د سیمې کړکېچ به لا ژوروي.

نبیل ټینګار کړی چې دا ډول احتمالي پرېکړې به د افغانستان خلک د سیمه‌ییزو سیاسي لوبو لا زیات قرباني کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او ایران اړیکې د سیمه‌ییز سیاست له مهمو او پېچلو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي. دغه اړیکې د وخت په تېرېدو سره له سختو شخړو څخه تر عملي او احتیاطي تعامل پورې رسېدلې دي، خو د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ (۱۹۹۶–۲۰۰۱) کې اړیکې سختې خرابې شوې. هغه مهال د طالبانو او ایران ترمنځ د مذهبي، سیاسي او امنیتي اختلافاتو له امله نږدې جګړې ته حالت رسېدلی و. ایران د طالبانو پر ضد د شمالي ټلوالې ملاتړ هم کاوه.

اوس مهال د ایران او طالبانو اړیکې نه بشپړ دښمنانه دي او نه هم رسمي دوستانه؛ بلکې یو ډول «احتیاطي تعامل» دی. دواړه لوري د خپلو ګټو له مخې اړیکې ساتي، خو بې‌باوري لا هم موجوده ده.