د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نهده اخیستې

په داسې حال کې چې د هېواد زرګونه ښوونکي د دوو میاشتو راهیسې د خپلو تنخواوو د نه ترلاسه کولو له امله له سخت اقتصادي فشار سره مخ دي؛ سرچینې وایي د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د دفتر لهخوا په ولایتونو کې مدرسو ته د اختر په مناسبت مېلیونونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.
