• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې د درملو یو شرکت افغانستان ته د درملو صادرات پیلوي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۱۷:۳۹ GMT+۱

د روسیې د درمل جوړونې شرکت «فارماسینټېز» ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته د درملو صادرات پیل کړي. دغه شرکت وايي چې په دې اړه یې د طالبانو له روغتیا وزارت سره هوکړه کړې ده.

د شرکت په وینا، په افغانستان کې د درملو د برابرولو ستونزې شته او په وروستیو کې له پاکستان سره د کړکېچ له امله دا وضعیت لا پسې خراب شوی، ځکه د واردېدونکو درملو یوه برخه له همدې لارې راتله.

فارماسینټېز څرګنده کړې چې لومړنۍ جوپه به د دوو میاشتو په ترڅ کې د افغانستان بازار ته ورسېږي. شرکت زیاتوي چې د لوړ کیفیت درملو کمښت ته په کتو یې، د افغانستان بازار ته د ننوتلو پرېکړه کړې ده.

دغه شرکت وايي چې د انسولین، انټي‌بیوټیکونو، د زړه او سرطان ناروغیو د درملو په ګډون د مهمو درملو تولید لري او همدا برخې به افغانستان ته صادرېږي.

د روسيې د کامرسانټ د راپور له مخې، د افغانستان د درملو بازار تر ډېره پر وارداتو ولاړ دی چې له پاکستان، ایران، هند او منځني ختیځ څخه تر لاسه کېږي، خو له پاکستان سره د وروستیو ترینګلتیاوو له امله د درملو په رسولو کې هم ستونزې رامنځته شوې دي.

اقتصادي کارپوهان وايي، افغانستان ته د درملو صادرات اسانه نه دي، ځکه د ثبت پروسه اوږده ده او د توزیع سیسټم هم له ګڼو ننګونو سره مخ دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۱۶:۳۴ GMT+۱

په کابل کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د پخوانۍ ولسي جرګې غړی الله ګل مجاهد د خپل زوی احسان الله مجاهد په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی دی. الله ګل مجاهد د یو طالب د قتل په تور طالبانو محاکمه کړ او اوس په څرخي پله زندان کې دی.

د الله ګل مجاهد د کورنۍ یو غړي نن دوشنبه، د غبرګولي ۴مه وویل، چې د نوموړي د زوی جنازه نن د کابل د ده سبز په خواجه چاشت سیمه کې ادا شوه.

سیمه ییزو سرچینو تېره ورځ د غبرګولي پر ۳مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په سرای شهزاده سیمه کې وسله وال برید شوی او په دغه برید کې د الله ګل مجاهد د زوی احسان الله ترڅنګ، د هغه یو ساتونکی، یوه مېرمن او یو بل تن هم وژل شوي دي.

د سرچینو په وینا، د نښتې پرمهال د مقابل لوري یو کس هم وژل شوی دی او یو تن یې ژوندی نیول شوی دی.

په برید کې وژل شوې مېرمن د یوه امریکامیشتي افغان کورودانه ده، چې د اختر په تړاو د حواله شویو پیسو لپاره شهزاده سرای ته تللې وه.

د طالبانو د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه چارواکي ویلي و چې د پخوانۍ ولسي جرګې غړی الله ګل مجاهد د قتل په تور په څرخي پله زندان کې بندي دی. نوموړی وايي، مجاهد ته د نورو بندیانو په څیر د کورنۍ له غړو سره د لیدو اجازه هم ورکول کیږي.

د پخوانۍ ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد باندې د قتل تور دی او د نورو بندیانو په څير په څرخي پله زندان کې د بند ټاکلې موده تیروي.

مجاهد د ۲۰۲۳ کال د جون پر ۲۵مه کابل ته ستون شو او د طالبانو له شخصیتونو سره د تماس کمیسیون یې هرکلی ووایه.

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۱۵:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د کندهار والي د دغه ولایت د ۱۲ ولسوالیو له ولسوالانو سره په غونډه کې ویلي چې ملاهبت الله د کندهار د امنیتي حوزو او ولسوالیو لپاره کافي امنیتي تشکیل ور کړی او د امنیت په برخه کې هیڅ عذر د منلو وړ نه دی.

د طالبانو د کندهار والي ملا شیرین اخند د پنجشنبې په ورځ د دغه ولایت د ۱۲ ولسوالیو له ولسوالانو سره په کتنه کې د امنیت پر ټینګښت او د شریعت پر تطبیق ټینګار کړی دی.

په کندهار کې د طالبانو د والي ددفتر په وینا، په دې لیدنه کې د حکومتولۍ پر بېلابېلو برخو او د مسوولیتونو پر ترسره کولو خبرې شوې دي.

د طالبانو د کندهار والي ولسوالانو ته ویلي، چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د پرېکړې له مخې دغه ولایت او اړوندو ولسوالیو ته کافي امنیتي تشکیل ورکړل شوی دی.

نوموړي خبرداری ورکړی چې امنیتي ځواکونه معاشونه او پر وخت اکمالات لري، نو ځکه د امنیت د ټینګښت په برخه کې هېڅ ډول عذر د منلو وړ نه دی.

ملا شیرین اخوند د طالبانو د پوهنې مسوولینو او ولسوالانو ته سپارښتنه کړې چې په ښوونځیو او مدرسو کې د نوي نسل روزنې او د هغوی «د عقیدې سمون» ته ځانګړې پاملرنه وکړي او له بې‌وزلو کسانو سره مرستې وکړي.

د طالبانو والي دغه راز له خپلو سیمه‌ییزو چارواکو غوښتي چې د محاکمو د پرېکړو په پلي کولو او د نشه‌یي توکو د کښت، قاچاق او پېر او پلور په مخنیوي کې جدي ګامونه پورته کړي.

په دې غونډه کې د ډنډ، دامان، تخته‌پُل، پنجوايي، ارغنداب، میوند، شاه‌ولیکوټ، ژیړۍ او خاکرېز ولسوالیو ولسوالانو ګډون کړی دی.

ایراني چارواکو له اسلام کلا سره پر پوله د کشفي وسایلو پر پیاوړتیا ټینګار کړی

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۱۴:۵۶ GMT+۱

د ایران د تایباد ولسوالۍ چارواکو ویلي، چې له افغانستان سره د ګډې پولې له امله د دوغارون رسمي بندر د نشه یې توکو د قاچاق له جدي خطر سره مخ دی او په دغه بندر کې د کنټرول لپاره د پرمختللو کشفي وسایلو (سکنرونو) ډېرول اړین دي.

دایرنا اژانس د راپور له مخې د تایباد ولسوال حسین جمشېدي د نشه یي توکو د مخنیوي د روزنیزې غونډې پر مهال ویلي، چې یاده ولسوالۍ یوازې ۱۸ کیلومټره د افغانستان د پولې له صفري نقطې سره موقعیت لري، نو له همدې امله یې حساسیت ډېر لوړ دی.

نوموړي زیاته کړې چې ایران له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې تر اوسه له ۲۴۰۰ څخه زیات مړه او ۳۰۰۰ ټپیان ورکړي دي.

هغه ویلي چې د دوغارون رسمي بندر له ۱۰۷ کلونو راهیسې فعال دی او اړتیا ده چې د دواړو خواوو د موټرو تګ راتګ لا دقیق کنټرول شي.

ایراني چارواکي ټینګار کوي چې باید د ایران د ټولو ملي، ولایتي او محلي امکاناتو په کارولو سره د سرحد له لارې دنشه یې توکو د قاچاق مخه ونیول شي او اړین جوړښتونه رامنځته شي.

د تایباد د څارنوالۍ چارواکو ویلي چې په دې سیمه کې د ټولنیزو ستونزو لکه غلا، طلاق او د ماشومانو کار لوی لامل اعتیاد دی.

طالبانو د لوی اختر په مناسبت په کابل، بلخ او غزني کې ۲۴۹ تنه بندیان ازاد کړل

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۱۴:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ویلي، چې د لوی اختر په مناسبت یې د کابل، بلخ او غزني له زندانونو ۲۴۹ تنه بندیان خوشې کړي دي. دغه بندیان ددې ډلې د سترې محکمې د حکم پر بنسټ له بنده خوشې شوي دي.

د طالبانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نن دوشنبه، د غبرګولي پر ۴مه خبر ورکړی، چې د لوی اختر په مناسبت یې د کابل، بلخ او غزني ولایتونو له زندانونو څخه ۲۴۹ تنه بندیان خوشې کړي دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په خوشې شویو کسانو کې ۱۲۴ تنه د کابل له څرخي پله مرکزي زندان او ۱۲۵ تنه نور د بلخ او غزني ولایتونو له زندانونو خوشې شوي دي.

د دغو زندانیانو د خوشې کېدو لپاره په کابل کې ځانګړي مراسم هم جوړ شوي وو.

په کابل کې د بندیانو د خوشې کېدو په مراسمو کې د طالبانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محمد کاظم طارق ویلي، چې د دوی تر واک لاندې زندانونه اوس په «مدرسو او اصلاح ځایونو» بدل شوي دي.

طارق له ازادو شویو کسانو وغوښتل چې په زندان کې له ترلاسه کړو دیني او حرفوي زده کړو ګټه واخلي او د جرمونو له تکرار څخه ډډه وکړي.

طالبان د تېرو حکومتونو په څېر په ځانګړو ورځو کې زندانیان خوشې کوي او یا یې هم د بند مودې کموي.

له ازبکستان سره د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د درملو واردولو تړونونه لاسلیک شوي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۱۴:۰۸ GMT+۱

د طالبانو تر ولکې لاندې د بلخ د درملو سکټور پلاوي د تاشکند د سفر پر مهال د ازبکستان د درملو تولید له پنځو شرکتونو سره د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د درملو د وارداتو تړونونه لاسلیک کړي دي. طالبانو ویلي، چې یاد درمل به د هېواد شاوخوا« ۲۵ سلنه اړتیاوې» پوره کړي.

د بلخ د درملو اتحادیې مسوول محمد صادق محمدي ویلي، چې له ازبکستان څخه د درملو واردات افغان سوداګرو ته په وړ بیه تمامېږي او دا درمل به د هېواد شاوخوا ۲۵ سلنه اړتیا پوره کړي.

بلخوا د بلخ د سوداګرۍ خونې مشر سید اکرم سادات ویلي، چې دغه درمل د هند، پاکستان، بنګله دېش او چین د درملو په پرتله باکیفیته دي او بیې یې هم مناسبې دي، ځکه د حیرتان بندر له لارې په لنډه لار واردېږي.

په ورته وخت کې اقتصادي کارپوهان هم د ازبکستان درمل باکیفیته او په مناسب قیمت بولي او وایي چې په کور دننه د درملو تولید ترڅنګ د منځنۍ اسیا هېوادونو څخه واردات د پاکستان په پرتله غوره بدیل دی.

د افغانستان د لوژستیکي شرکتونو مسوولان او سوداګر وایي، چې د پاکستان د لارو تړل کېدو او د هرمز تنګي د شخړو له امله د باروړونکو کانټینرونو کرایې له درې زرو ډالرو څخه ۷ زرو او حتا ۱۱ زرو ډالرو ته رسېدلې دي.

د سوداګرو په وینا، له چین څخه افغانستان ته د توکو د لېږد لګښت له ۱۵ زرو ډالرو اوښتی، خو پخوا دغه لګښت شاوخوا ۱۵۰۰ ډالره و.

د طالبانو د روغتیا وزارت سرچینو ویلي، چې اوس مهال په افغانستان کې د درملو ۱۳۰ کارخونې فعالیت لري، چې شاوخوا ۱۵۰۰ ډوله درمل تولیدوي او د هېواد نږدې ۳۷ سلنه اړتیاوې پوره کوي، خو له دې سره سره لاهم له پاکستان نه هره ورځ دمل قاچاق کیږي او یوازې په تېرو دوو اونیو کې له ۲۲ زرو کیلوګرامو ډېر قاچاقي درمل نیول شوي دي.